تازه خبرونه

افغانستان نه د ترهه ګرو بريدونه،وزيراعظم شهباز شريف دا معامله د ملګرو ملتونو جنرل سيکترسره پورته کړېده

وزيراعظم شهباز شریف د هند پراکسيز ترهه ګري او سند طاس معاهدې خلاف ورزۍ نه هم انتونيوګوټريس خبر کړېدے
وزيراعظم شهباز شريف او د متحده قامونو جنرل سيکتر ملاقات، افغانستان نه په پاکستان د بريدونو په معامله خبرې شوے

ملګرو ملتونه دې د افغانستان څخه په پاکستان د حملو مخنيوي وکړي،وزيراعظم

وزيراعظم شهباز شريف د جنرل اسمبلۍ غونډې په سائيډ لائن د متحده قامونو د جنرل سيکتر انتونيوګوټريس سره ليده کاته کړيدي،ورسره ئې د شريکې دلچسپې په معاملو،ترهه ګرۍ خلاف جنګ،د منطقې صورتحال ، غزه جهګړه،

دموسمياتي بدلون د خطرو د نقصاناتو او نړۍ کښې امن بحالۍ لپاره د متحده قامونو په کردار تفصيلي خبرې کړيدي ۔ وزيراعظم  د نړۍ د امن او استحکام  او په خصوصي توګه د پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالې کمولو لپاره د انتونيوګوټريس د اقداماتو ستائينه کړېده  او په نړۍ کښې امن بحال ساتلو لپاره د پاکستان مثبت کردار جاري ساتلو د عزم اظهار ئې کړېدے ۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم شهباز شريف پاکستان کښې د بهرملکونو په سرپرستۍ کيدونکې د ترهه ګرۍ او په خصوصي توګه افغانستان کښې د کالعدم تنظيمونو د ټهکانو معامله  د متحده قامونو جنرل سيکتر سره پورته کړيده ۔ دغه رنګ وزيراعظم  شهباز شريف  په  مقبوضه کشمير کښې روان د هند ظلمونو،د پاکستان  کالعدم تنظيمونو بي ايل اے،مجيد بريګيډ او نور ترهه ګرو سره د هند د مرستو او د سند طاس د معاهدې د خلاف ورزو نه انتونيو ګوټريس خبر کړېدے او وئيلي ئي دي چې د کشمير شخړې د حل نه بغير منطقه کښې امن نشي راتلے  په دې موقع وزيراعظم  د کشمير مسئله د متحده قامونو د سلامتي کونسل د قراردادونو مطابق حل کولو باندې زور راوړېدے ۔ دواړو مشرانو د غزه جنګ او مينځني ختيځ کښې رامخې ته شوي واقعاتو په معاملو هم  خبرې کړېدي ، وزيراعظم  د غزه په صورتحال او اسرائيلي جارحيت کښې اضافه باندې د تشويش اظهار کړېدے او د مسئلې د حل لپاره ئې غزه کښې د فوري جنګ بندۍ ، د فلسطيني رياست د قيام او غزه متاثرينو لپاره امداد رسولو مطالبه کړېده، وزيراعظم  د فلسطين د مسئلې پائيدار او سياسي حل راويستو باندې زور راوړېدے او دې سلسله کښې د  پاکستان د کردار وړانديز ئې کړېدے ۔ انتونيو ګوټريس د منطقې امن او استحکام او نړي والې شخړو د حل لپاره د پاکستان موثره او اصولي کردار ستائينه کړيده ۔

نورخبرونه

 افغانستان بیا جوړیږي، د افغان کډوالو کورنیو خپل هیواد ته راتګ دوام لري: افغان چارواکي

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *