تازه خبرونه

ملګري ملتونه: د مسلمان هیوادونو مشرانو له نیتن یاهو وینا اوریدلو څخه بایکاټ وکړو

کله چې نیتن یاهو خپله وینا پیل کړه نو د مسلمانې نړۍ هیوادنو مشرانو له نیتن یاهو وینا اوریدلو ډډه وکړه او له تالاره بهر اووتلو

1 min read

نیتن یاهو وړمه ورځ د خپلې وینا په وخت یوې لوی سفارتي ماتې سره مخ شو

سیاسي او سفارتي چارو پوهان وایی چې د نیتن یاهو لپاره دا یوه لویه دیپلوماتیک ماتې ده چې د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې مسلمان هیوادونو مشرانو له هغه وینا اوریدلو څخه ډډه وکړه او بهر اووتل

September 27, 2025

 وړمه ورځ اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو هغه وخت د سخت سفارتي ماتې سره مخ شو کله چې عمومي اسمبلۍ ته د وینا په وخت د مسلمانۍ نړې هیوادونو د هغه د وینا په وخت د تالار څخه د وتلو لپاره اوچت شول او د نیتن یاهو د وینا اوریدلو څخه ی بایکاټ وکړو .

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ ناستې په څلورم ورځ، د نیتن یاهو د وینا پر مهال د څو هېوادونو استازي له غونډې پاڅیدل او له تالاره اووتل. .

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې  د ایران په ګډون د ګڼو هېوادونو مشران د هغه د وینا پر مهال له تالاره ووتل او په بایکاټ سره یې خپل احتجاج ثبت کړ.

د ګڼو غړو هېوادونو استازو د نیتن یاهو وینا اورېدو ته زړه ښه نه کړ او له ناستې ووتل. کله چې نتنیاهو خپله وینا پیل کړه، د ګڼو هېوادونو استازي له تالاره ووت سیاسي او د سفارتي چارو پوهان وایی چې د   ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د اسراییلو پر ضد د غړو هېوادونو احتجاجي بایکاټ د نیتن یاهو لپاره یوه ستره ډیپلوماتیکه ناکامي بلل کېږي .

نورخبرونه


هند له مو د میۍ په جنګ کې ماتې ورکړې ده: وزیراعظم شهباز شریف

Related Articles

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

امریکا لوري افغان طالبانو سره مرستې: سیګار څرګندوي چې طالبانو د نغدو مرستو پروګرامونه په نښه کړي، له مستحقینو څخه مالیه اخیستل شوې او مرستندویه ادارو ته اداري فشارونه زیات شوي دي

December 7, 2025

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *