په داسې وخت کښې چې د خېبر پښتونخوا بشمول د ملک نورو برخو نه پي او آر او افغان سيټزن کارډ لرونکي افغانانو خپل هيواد ته د واپسۍ عمل جاري دے وفاقي حکومت د صوبې په درې ضلعو کښې د افغان مهاجرينو کيمپونه بندولو فيصله کړيده ۔ د سرحدي امورو او سيفران د وزارت لخوا جاري شوي نوټيفيکشن کښې وئيلي شويدي چې حکومت د هري پور په پنيان،پډانه او بسو ميره کښې قائم د افغانانو کيمپونه په مستقل توګه د بندولو فيصله کړيده ، نوټيفيکشن کښې وئيلي شويدي چې د بره دير براول او د چترال کیسو کیمپونه هم بندولې شي ۔ په نوټيفيکشن کښې ضلعي انتظاميې ته هدايت شوېدے چې دا کيمپونه دې په فوري توګه د مهاجرو نه خالي کړي او د کيمپونو زمکې او آبادي دې صوبائي حکومت او د متعلقه ضلعو ډپټي کمشنرانو ته حواله کړي ۔ ياده دې وي چې هري پور کيمپونو کښې ميشته افغانانو ته څو ورځې وړاندې ضلعي انتظاميې په سختې سره وئيلي وو چې د وفاقي حکومت د فيصلې په رڼا کښې دې کيمپونو کښې پاتې کيدونکي ټول افغانان دې خپل هيواد ته واپس لاړ شي او بازارونو کښې دې خپل دوکانونه خالي کړي ۔ بلخوا د طورخم بارډر د لارې د افغانانو خپل هيواد ته ډي پورټ کولو سلسله جاري ده،بارډر چارواکو ترمخه د روزانه په حساب په دې کراسنګ پوائنټ د زر نه سيوا افغانان واپسي کوي ، د يکم اګست نه تر دې دمه يکم اګست نه تر دې افغان سيټزن او پي آر او کارډ لرونکي يو لکه او شل زرو نه سيوا افغانان خپل هيواد ته ستانه شويدي ۔ وفاقي حکومت لخوا ټول افغانان خپل ملک ته ليږلو فيصلې او د مهاجرينو خلاف کريک ډاؤن باوجود اوس هم د لکونو افغانان پاکستان کښې موجود دي چې پکښې زياتره د خېبر پښتونخوا په مختلف کيمپونو کښې اوسيږي ۔
نورخبرونه
افغان چارواکو هیواد ته واپس راتلونکو افغان وګړو په اړه راپور خپور کړې