تازه خبرونه

د پاکستان او امریکا په اړیکو کې مهم پرمختګ شوې

امريکني صدر ټرمپ سره د وزيراعظم شهبازشريف او فيلډمارشل عاصم منير اهم ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو پراختيا، سيکيورټۍ، انټلي جنس تعاون او د سيمې په صورتحال ګټه ور خبرې شويدي

1 min read

وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او هند جنګ بندۍ کښې د صدر ټرمپ سهولت کاري ستائيلي ده ،امريکې سره د پاکستان اړيکو د پراختيا عزم ئې کړے

وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او هند جنګ بندۍ کښې د صدر ټرمپ سهولت کاري ستائيلي ده ،امريکې سره د پاکستان اړيکو د پراختيا عزم ئې کړے

September 26, 2025

واشنګټن:پاکستان په نړي وال کچ يواځې کولو لپاره د هند ټول کوششونه او سازشونه ناکامه شوېدي ،د وائټ هاؤس اوول آفس کښې د صدر ډونلډ ټرمپ او د وزيراعظم شهباز شريف ترمينځ مهم ملاقات شوېدے کوم چې د يوې ګهنټې نه زيات وخت پورې جاري وو، فيلډ مارشل عاصم منير،د امريکې نائب صدر جے ډي وينس او خارجه وزير مارکو روبيو هم په دې تاريخي ملاقات کښې موجود وو،د ملاقات په مهال د دواړو ملکونو د اړيکو پراختيا،تجارت ،سرمايه کارۍ ،دفاع بشمول په مختلف شعبو کښې همکارۍ او د شريکې دلچسپې په معاملو ګټه ور خبرې شويدي ، د سيمې او په خصوصي توګه د مينځني ختيځ صورتحال او غزه جنګ بندۍ په موضوعاتو هم تفصيلي خبرې شويدي

۔ د وزيراعظم په حيث د شهباز شريف د امريکني صدر ډونلډ ټرمپ سره دا وړومبې رسمي ملاقات وو،درې ورځې وړاندې ټرمپ د عرب اسلامي ملکونو د مشرانو د اجلاس نه پس هم د وزيراعظم شهباز شريف سره غير رسمي ملاقات کړي وو ۔ ياده دي وي چې دې نه مخکښې د جون په مياشت کښې فيلډ مارشل عاصم منير د صدر ټرمپ په خصوصي دعوت د امريکې دوره کړې وه او په اوول آفس کښې ئې ورسره ملاقات کړې وو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم د امريکې مهمه دوره کړې وه او د خپل هم منصب مارکو روبيو سره ئې ملاقات دوران د سيمې په صورتحال او د دواړو ملکونو تعلقاتو په معاملو خبرې کړې وې ۔

د ټرمپ په کوششونو جنوبي ايشيا د لوئې تباهۍ نه بچ شوے،وزيراعظم

وزيراعظم هاؤس لخوا د دې اهم ملاقات باضابطه اعلاميه جاري شويده چې پکښې وئيلي شويدي چې دا ملاقات په ډير ښه ماحول کښې شوي وو،د ملاقات دوران وزيراعظم شهباز شريف امريکائي صدر د امن علمبردار ګرځولي او وئيلي ئي دي چې د ټرمپ په کوششونو مختلف ملکونو ترمينځ شخړې هوارې شويدي د غزه جنګ بندۍ لپاره هم ټرمپ مخلصانه کوششونه کوي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندۍ کښې د ډونلډټرمپ د سهولت کارۍ د کردار ستائينه کړېده او وئيلي ئي دي چې


صدر ټرمپ جنوبي ايشيا د لوئې تباهۍ نه بچ کړېده ۔ اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې د پاکستان او امريکني واکمنو ترهه ګرۍ مخ نيوي کښې تعاون او د سيمې سلامتيا په صورتحال تفصيلي خبرې کړيدي

، وزيراعظم شهباز شريف د ترهه ګرۍ مخ نيوي کښې د پاکستان کردار ستائينه کولو باندې د صدر ټرمپ شکريه ادا کړيده او د دواړو ملکونو ترمينځ سيکورټۍ او انټلي جنس شعبو کښې همکاري سيوا کولو باندې ئې زور راوړېدے ۔ په اعلاميه کښې دا هم وئيلي شويدي چې وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او امريکې ترمينځ شوې محصولاتو معاهده باندې د صدر ټرمپ خصوصي شکريه ادا کړېده او طمع ئې څرګند کړېده چې د ټرمپ په قيادت کښې به د دواړو ملکونو د مشترکه فائدې لپاره شراکت دارې نوره هم مضبوطه شي ۔

د ملاقات په مهال وزيراعظم د امريکې کمپنو له د پاکستان په کرکيله،آئي ټي،معدنيات او درنګونو نه علاوه د توانائۍ شعبو کښې سرمايه کاري کولو دعوت ورکړېدے ۔ د ملاقات په پائې کښې وزيراعظم شهباز شريف امريکه کښې په ښه ميلمستيا او تود هرکلې کولو باندې د صدر ټرمپ مننه کړيده او هغه له ئې د پاکستان د دورې بلنه ورکړيده ۔

شهباز شريف او فيلډمارشل عاصم منير عظيم شخصيات دي،ډونلډټرمپ

د وزيراعظم شهباز شريف سره د ملاقات نه مخکښې اوول آفس کښې ميډيا سره د خبرو په مهال صدر ټرمپ د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير عظيم شخصيات بللي وو۔ د ټرمپ وينا وه چې هغه د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير سره د ملاقات په انتظار دے دا دواړه غير معمولي شخصيات دي ۔

دې نه آګاهو چې کله وزيراعظم شهباز شريف د نيويارک نه واشنګټن ته اورسيدو نو په انډريو ائيربيس د وزيراعظم تود هرکلې شوې وو او وروستو وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي سيکيورټۍ او پروټوکول کښې اوول آفس ته رسولې شوي وو ۔ منطقه کښې رامخې ته شوي واقعاتو او د مينځني ختيځ صورتحال په تناظر کښې سفارتي ماهرين د وزيراعظم شهباز شريف او امريکني صدر ډونلډ ټرمپ ملاقات ته خصوصي اهميت ورکوي ۔

د دې ملاقات نه يو څو هفتې مخکښې د پاکستان او امريکې ترمينځ معدنيات،درنګونو شعبو کښې تعاون او د تيلو ذخائر د لټون په حواله د امريکني کمپنو او پاکستان ترمينځ تجارتي معاهده لاس ليک شوي وه چې مقصد ئې د دواړو ملکونو ترمينځ سرمايه کارۍ ته وده ورکول او مختلف شعبو کښې تعاون سيوا کول وو ۔

Related Articles

ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان یوه ویډیو چې ۳:۳۸ وخت لري ښایی چې دوی په ضلع خیبر کې امنیتي پوستې څنګه په نښه کړي

October 24, 2025

افغانستان په خاوره ترهګر روزول کیږي، ددې ثبوت هم دا افغان د قران پاک سپیځلي کتاب حافظ دې چې په پاکستان کې د ځانمرګي برید لپاره روزل شوې وو

October 24, 2025

د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په درناوي کې د مصر په وزارت دفاع کې ګارډ آف آنر وړاندې کړې شو

October 24, 2025

په دې وروستیو کې په لنډي کوتل کې د پولیسو په پوستو یو شمیر بریدونه شوي چې ځایی خلک ی له سختو اندیښنو سره مخ کړي دي

October 24, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *