د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وینا کې د انډونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو په غزه کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره یو لوی وړاندیز کړې دې. هغه وویل چې انډونیزیا تل د نړيوالو سوله ییزو ماموریتونو په برخه کې فعاله ونډه اخیستې ده.
ولسمشر سوبیانتو زیاته کړه که د ملګرو ملتونو امنیت شورا يا د عمومي اسمبلۍ پرېکړه وکړي، نو موږ په هېڅ ډول کې له دې پریکړې تیر نه شو او کولای شو خپل ۲۰ زره عسکر د سوله ییز ماموریت په توګه غزه ته د استولو امر ورکړو.
هغه د دوه-دولتي حل له ملاتړ سره وویل چې د ازاد فلسطیني دولت د جوړېدو په صورت کې به په غزّه کې تل پاتې امن قایم شي. نوموړي ټینګار وکړ چې انډونیزیا د سولې په ټینګښت کې خپله برخه ورکولو ته ژمن دی او که اړتیا وي، د غزه تر څنګ په نورو سیمو کې هم دا ماموریت ترسره کولای شي.. دا خبره مهمه ه او بیا چې یادونه وشی چې امریکایي رسنیو ادعا کړې ده چې د ټرمپ اداره هم د عربو او مسلمانانو د هېوادونو له ځواکونو جوړ شوي سوله ساتونکي ځواکونه د غزه په ماموریت کې د ځای پر ځای کولو ملاتړ کوي.
نورخبرونه