تازه خبرونه

وزيراعظم شهباز شريف او د بنګله ديش چيف ايډوائزر محمديونس ترمينځ مهم ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا خبرې

د دواړه مشرانو ملاقات جنرل اسمبلۍ غونډې په سائيډ لائن شوے،د ملاقاتونو سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق

1 min read

وزيراعظم شهباز شريف او د بنګله ديش چيف ايډوائزر محمديونس ترمينځ مهم ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا خبرې

وزيراعظم شهباز شريف ۔ بنګله ديش چيف ايډوائزر ملاقات

September 25, 2025

پاکستان او بنګله ديش يوبل ته نور هم رانزدې شويدي ، د دواړو ملکونو اړيکو پراختيا لپاره وزيراعظم شهباز شريف او د بنګله ديش چيف ايډوائزر پروفيسر محمد يونس ترمينځ نيويارک کښې مهم ملاقات شوېدے ۔ دا ملاقات د متحده قامونو د جنرل اسمبلۍ اجلاس په سائيډ لائن شوېدے ۔ ملاقات په ډير ښه ماحول کښې شوي وو او دواړو مشرانو د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ تعلقات مضبوطولو او تجارت بشمول مختلف شعبو کښې همکارۍ په معاملو خبري کړيدي ۔ د ملاقات په مهال د منطقې او مينځني ختيځ په صورتحال هم غور شوېدے او دواړو مشرانو د منطقې امن او استحکام لپاره په شريکه کردار ادا کولو باندي زور راوړېدے ۔ د ملاقات په پائې کښې دواړو مشرانو په دې اتفاق کړېدے چې د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ موجوده تعلقات نور هم ښه کولو لپاره به د رابطو او ملاقاتونو دا سلسله جاري وي ۔ دا ملاقات په داسې ماحول کښې شوېدے چې د مينځني ختيځ په معاملو او په خصوصي توګه مسلمان ملکونو باندې اسرائيلي جارحيت کښې اضافه راتلو وروستو پاکستان د منطقې امن لپاره خپل کردار ادا کوي،هم دې سلسله کښې سعودي عرب د پاکستان سره تاريخي دفاعي معاهده کړيده چې ترمخه به ئې پاکستان د حرمين الشرفين سيکيورټۍ کښې اوس د سعودي عرب برابر شراکت دار وي ۔ تيره ورځ د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ اجلاس ته وينا په مهال د ايران صدر مسعود پزشکيان هم د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ دفاعي معاهدې هرکلې کړې وو او دا معاهده ئې د منطقې او مينځني ختيځ د سيکيورټۍ په حواله ډير مهم پرمختګ بللې وو ۔

Related Articles

د پاکستان چارواکي وایي ۲۷م اساسي ترمیم یوازې په اداره کی بدلونونه راولي او د ایټمی کمانډ په چوکاټ کې بشپړ ملکي واک او د ځواکونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کوي

December 14, 2025

امریکایی جریدې په راپور کې ویلي دي چې افغان طالبانو په بګرام هوایی ډګر کې زړې امریکایی جنګي الوتکې او زغره وال ګاړي یوازې رنګ کړي دي

December 14, 2025

د اسټریلیا چارواکو تر اوسه د مشکوک بریدګر نوم نه دی اعلان کړی، د ټولنیزو رسنیو ناسم او جعلي معلومات رد شوي

December 14, 2025

د خیبر پښتونخوا په مهمند او بنو ضلعو کې ترسره شويو عملياتو کې د فتنه الخوارج وسله وال په نښه شوی سرچینی وایی دې ترهګرو ته د هند ملاتړ حاصل دی

December 14, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *