واشنګټن : نړي وال بنک 2023. 2024 دوران پاکستان کښې د غربت په حواله رپورټ جاري کړېدے ۔ رپورټ ترمخه پاکستان کښې د غربت شرح کښې کال 2022 نه پس يو وارې بيا اضافه ريکارډ شوېده، د غربت موجوده شرح 25.3 فيصد ته رسيدلې ده حالانکه دغه شرح 2022 کښې 18.3 او په کال2023 کښې 24.8 فيصد وه ۔ دې نه آګاهو په کال 2002 کښې د غربت مجموعي شرح 64.3 فيصدوه ولې وروستو په دې کښې ډير کمې راغلې وو۔
رپورټ کښې دا هم وئيلي شويدي چې کال 2011 نه تر کال 2021 پورې د پاکستانيانو د آمدن په ذرائع کښې صرف درې فيصده پورې سيوا والې راغلې وو۔ رپورټ کښې زياته کړي شويده چې ترسيلات زر او کرکيلې بشمول په نورو شعبو کښې اصلاحاتو لوجې د پاکستانيانو د آمدن ذريعو کښې څه لږه ډير اضافه راغلې وه خو د روزګار موقعو کښې کمې او د غير يقيني صورتحال لوجې تير درې کالو دوران د غربت شرح کښې اووه فيصده اضافه په نظر راغلې وه ۔ په مجموعي توګه پاکستان کښې خواؤ شا شپږ کروړ کسان د غربت د کرښې لاندې ژوند تيره وي ۔


د غربت شرح کښې د اضافې اسباب
نړي وال بنک رپورټ ترمخه د مختلف بحرانونو لوجې پاکستان کښې تير پنځه کالو دوران ټيټې درجې ته تلونکي د غربت شرح دوباره په زياتيدو ده، د کرونا وبا لوجې د نورو ملکونو په رنګ پاکستان هم متاثره شوي وو،د لکونو کسان بے روزګاره شول او د خراب معاشي صورتحال زيات اثر په غير رسمي شعبه باندې پريوت کوم چې د پاکستانيانو د روزګار بنياده ذريعه وه او دې کښې پنځه نوي فيصد پوري خلک ملازمت کوي او پنځه اتيا فيصده نارينه او زنانه د خپل کورني ضرورتونه پورا کولو لپاره په کم آمدن شعبو کښې کارونه کوي ۔ پاکستان کښې معاشي عدم استحکام او ګرانۍ هم د غربت په شرح کښې د اضافې سبب جوړ شوېدے،د ورلډ بنک رپورټ د اعداد و شمار ترمخه د پاکستان څلور کروړ دولس لکه کسان د روزانه په بنياد د900 سوه روپو نه هم کم آمدن ترلاسه کوي چې لوجې ئې د ګرانۍ په وړاندې د دې کسانو قوت خريد ډير کم دے ۔کمزورې طبقه د عدم تحفظ ښکار کيدو،د روزګار موقعې کميدو او پسمانده سيمو کښې د کار يا روزګار سهولتونو نشتوالي،سيلاب،زلزله يا نور قدرتي آفتونه هم د معاشي بحرانونو او غربت کښې د اضافې وجوهات دي ۔
بلوچستان او خېبرپښتونخوا ولې د زيات غربت ښکار؟
د پاکستان د غربت شرح په حواله د ورلډ بنک په رپورټ کښې په څلور واړو صوبو کښې د غربت د شرح تفصيلي جائزه هم اخستي شويده، رپورټ کښې وئيلي شويدي چې د پسماندګۍ او غربت نه متاثره صوبو کښې بلوچستان په وړومبې نمبر دے او دې صوبه کښې د غربت مجموعي شرح 42.7 فيصد ده ۔ د پاکستان د ټولې آبادۍ په تناسبت په بلوچستان کښې 12 فيصده کسان د غربت د کرښې لاندې ژوند تيرولو باندې مجبوره دي ۔ په خېبر پښتونخوا کښې د غربت شرح 29.5 فيصد ريکارډ شويده او په سند کښې دغه شرح 24.1 فيصد ده ۔ د نورو صوبو په نسبت پنجاب کښې غربت ډير زيات کم دے او دې صوبه کښې د غربت مجموعي شرح 16.3 فيصد ده د آبادۍ د ټول حجم په حساب په پنجاب کښې 40 فيصده کسان د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي ۔ د پاکستان د ټولو صوبو د معاشي او امنيتي صورتحال جائزه که واخستلې شي نو دا هر څه په ډاګه دي چې خېبر پښتونخوا او بلوچستان تير څو لسيزو راهسې مسلسل د بدامنۍ ښکار صوبې دي ،دې قسمه صورتحال لوجې په دواړو صوبو کښې د کار روزګار سهولتونو او موقعو کښې هر کال کمې راځي چې لوجې ئې د غربت ، پسماندګۍ او بے روزګارۍ شرح د ملک د نورو سيمو په نسبت په دې صوبو کښې زياته ده ۔افغانستان سره مشترکه پولو لوجې دواړه صوبې د ملک د نورو برخو په رنګ د زيات بدامنۍ ښکار دي،نائن اليون واقعات او په افغانستان د امريکې حملې او د طالبانو حکومت د ړنګولو نه پس که پاکستان کښې د بدامنۍ لهر شورو شوېدے نو زيات بريدونه هم په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې ريکارډ شويدي خو د بده مرغه افغانستان نه د امريکې او ناټو پوځ د انخلا وروستو هم په دې صوبو کښې امنيتي صورتحال کنټرول نه شو او په پاکستان حملو کښې ککړ ترهه ګر ډلو ټي ټي پي، بلوچستان لبريشن آرمي،مجيدبريګيډ او نور ترهه ګر تنظيمونو په افغانستان کښې خوندي مرکزونه جوړ کړل او وسله وال ئې د افغانستان د خاورې نه په پاکستان حملې کوي ۔ سياسي عدم استحکام هم ملک نه د غربت خاتمه کښې مهم رکاؤټ دے د خېبر پښتونخوا او وفاقي حکومتونو ترمينځ په قامي او نور مهم معاملو اختلاف رائے لوجې هم غيريقيني صورتحال پيدا شوېدے کوم چې د غربت په شرح کښې د کمي سبب هم جوړيږي