تازه خبرونه

 افغانستان کې امن او ثبات د سیمې امن او ثبات لپاره اړین دې: شوکت میرضیایف

د ازبکستان ولسمشر ویلي دي چې په داسې وخت کې باید نړۍ د افغانستان امنیت ستونزه له پامه و نه غورځوي
د تاجکستان ولسمشر هم خپله وینا کې ویلي دي چې نړۍ باید د افغانستان زلزله ځپلو سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي

د ازبکستان ولسمشر ویلي دي چې نړۍ باید د افغانستان ثبات لپاره خپل رول ولوبوي

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي دي چې په سیمه کې امن ،ثبات او پرمختګ لپاره په افغانستان کې امن او ثبات ډیر زیات اړین دې.

نوموړي ټینګار وکړو چې په افغانستان کې ثبات راوستلو لپاره باید نړیواله ټولنه هم په ګډې هڅي وکړې ترڅو افغانستان کې امن او ثبات ټینګ شي.

 نوموړي اوویل او ټینګار ی وکړو چې د سیمې اونړۍ د امنیت لپار باید د افغانستان وضعیت له نظره و نه غورځول شي او د افغانستان امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.

تاجکستان هم له نړۍ د افغانستان په اړه مهمه غوښتنه کړې

 دلته باید یادونه وشی چې د ملګرو ملتونو د عمومي غوڼډې ته وینا په مهال  د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي څو د افغانستان د وچکالۍ د ستونزې د حل او د دغه هېواد د ختیځ د وروستیو زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره همکاري وکړي . . نوموړي ټینګار کړی چې تاجکستان د دې بهیر په لړ کې د همکارۍ لپاره چمتو دی چې په افغانستان کې ولس ستونزې هوارې شي او ددوی ژوند بیا پیل شي.

نورخبرونه

ملګري ملتونه: پاکستان د یمن شخړې هوارولو غوښتنه کړې

Related Articles

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *