تازه خبرونه

ېو تنکې افغان ماشوم د الوتکې په ټاېرونو کې له کابل څخه هند ته رسېدلې

حېرانونکې خبره داده چې دومره اوږد سفر پرته هم افغان ماشوم روغ هند ته رسېدلې دې
ېو تنکې افغان ماشوم د الوتکې په ټاېرونو کې له کابل څخه هند ته رسېدلې

د افغان مسافرو په دې الوتکه کې د حېرانوونکې پېښه د سپتمبر په ٢١ مخې ته راغلې

هندي رسنيو راپور ورکړی، چې يو ۱۳ کلن افغان ماشوم د کام ایر الوتکې په ټایرونو کې له کابل نړيوال هوايي ډګر څخه هند ته تللی دی او دغه خبر ځکه حېرانونکې بلل شوی، چې ماشوم صحيح سلامت هند ته رسېدلی دی.

دا حېرانونکې پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ «سپټمبر ۲۱» شوې ده.

ماشوم د الوتکې دغه ۹۴ دقيقې سفر په خوندیتوب ترسره کړی او کله چې په اندرا ګاندي هوايي ډګر کې الوتکې خوندي ناسته کړې، نو ماشوم موندل شوی دی.

هلک پخپله کيسه کړې، چې غوښتل يې ايران ته ولاړ شي، خو په تېروتنې د هند الوتکې ته ختلی دی.

هغه پرته له دې چې وپېژندل شي په کابل هوايي ډګر کې د نورو مسافرينو په منځ کې ځان هدف ته رسولی دی او د ښکته کېدو پر مهال هم يو مامور ليدلی چې په ممنوعه ساحه کې دغه ماشوم ګرځي او له نيول کېدو وروسته يې قضيه افشا شوې ده.

ويل کېږي دغه ماشوم په هماغه ورځ هند بېرته کابل ته ستون کړی دی

Related Articles

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *