تازه خبرونه

چارسده کښې پوليسو او مطلوب ملزمانو ترمينځ ډزو تبادله کښې دوه ملزمان وژلي شوېدي

وژلي شوي ملزمانو څو ورځې وړاندې پوليس کانسټيبل فصيح الدين په ډزو شهيد کړې وو
چارسده کښې پوليسو او مطلوب ملزمانو ترمينځ ډزو تبادله کښې دوه ملزمان وژلي شوېدي

چارسدې پوليسو دوه مخرور ملزمان وژلي دي

د چارسدے پوليسو لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د پړانګ تهاڼې په حدود کښې مختلف مقدمو کښې ککړ ملزمانو موجودګۍ په اطلاع پوليسو ناکه بندي کړې وه چې دې دوران په دوه موټر سائيکلو ناست ملزمانو په پوليسو ډزي کړيدي ۔ د پوليسو جوابي ډزو په مهال شاه سعود او روحيل نومي دوه اشتهاري ملزمان وژلي شويدي او دوه نور ملزمان په تيښته کښې بريالي شويدي ۔ پوليس چارواکو ترمخه وژلي شوي ملزمانو څو ورځې وړاندې درب ماجو کے علاقه کښې په پوليسو ډزې کړې وې چې پکښې کانسټيبل فصيح الدين شهيد او د پوليسو اے ايس آئي قيصر ژوبل شوي وو ۔ وژلي شوي دواړو ملزمانو د ولقې نه دوه کلاشنکوفونه او موټر سائيکلې برآمد شويدي ۔ د ډي ايس پي سټي زرداد علي خان په مشرۍ کښې پوليس اهلکارو د تښتيدلي دوه نور ملزمانو د ګرفتارۍ لپاره په علاقه کښې لټوني آپريشن شورو کړيدے ۔ د پوليسو کارروائۍ په مهال وژلې شوي ملزم شاه سعود د قتل، شوکې او نور مختلف مقدمو کښې پوليسو ته مطللوب وو۔ ياده دې وي چې تيره هفته هم پوليسو په دې علاقه کښې د خطرناک او مخرور ملزمانو د موجودګۍ په اطلاع کارروائي کوله چې دې دوران پوليسو ته مطلوب ملزم شاه سعود او د هغه ملګرو په پوليسو ډزې کړې وې ۔ د ډزو لوجې د پړانګ تهاڼې د ايس ايچ او ګن مين کانسټيبل فصيح الدين شهيد شوي وو او اے ايس آئي قيصر ژوبل شوې وو ۔۔

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *