د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په نيويارک کښې د عرب ملکونو د خارجه وزيرانو په مشاورتي اجلاس کښې شرکت کړېدے ۔ بيان ترمخه دا اجلاس د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شيخ محمدبن عبدالرحمن الثاني په مشرۍ کښې شوي وو۔ اجلاس کښې د متحده عرب امارات نائب وزرائے اعظم،د سعودي عرب،ترکيه،مصر او انډونيشيا خارجه وزيرانو ګډون کړې وو۔ اجلاس دوران د مينځني ختيځ او غزه بشمول د منطقې سيکيورټۍ په صورتحال د عرب اسلامي ملکونو اړيکو پراختيا او په نورو مهمو معاملو مشاورت شوېدے،د اجلاس په مهال د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ په اجلاس کښې د اسرائيلي جارحيت او غزه کښې روان ظلمونو په حواله متفقه نقطه وړاندې کولو باندې اتفاق شوېدے ۔ اجلاس ته د وينا په وخت نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې اسلامي ملکونو ته راپيښ مسائلو او د چيلنجونو حل لپاره ضروري ده چې مونږ ټول يو موټې شو۔ د خارجه وزير وينا ترمخه د پاکستان اولس د مينځني ختيځ د ملکونو اولس خپل وړوڼه ګني او ورسره ډيره مينه محبت لري ۔ په دې موقع اسحاق ډار د دې عزم اظهار کړېدے چې پاکستان به د سيمې او نړۍ د امنيت او استحکام لپاره خپل مثبت کردار جاري ساتي ۔ د پاکستان او عرب ملکونو خارجه وزيران په داسې مهال راغونډ شوي وو چې نيويارک کښې د متحده قامونو د جنرل اسمبلۍ اتيايم اجلاس کيږي چې پکښې د جنګ،غربت،بشري حقونو خلاف ورزو،موسمياتي بدلون او نړۍ ته راپيښ نورو معاملو باندې بحث کيږي۔ وزيراعظم شهباز شريف به هم جنرل اسمبلۍ اجلاس ته خطاب کوي ۔
عرب ملکونه پاکستان لپاره خصوصي درناوې لري
د عرب ملکونو د خارجه وزيرانو په اجلاس کښې د پاکستاني خارجه وزير اسحاق ډار خصوصي شرکت د پاکستان د عرب او نور اسلامي ملکونو سره ښه اړيکې په ډاګه کوي۔ منطقه او مينځني خيځ کښې رامخې ته شوي واقعاتو،پرمختګونو او په خصوصي توګه په ايران او بيا قطر باندې د اسرائيلي حملو په تناظر کښې د پاکستان مثبت کردار او د اسرائيلي جارحيت د وړاندې د دې ملکونو د موقف تائيد کولو لوجې عرب ملکونه پاکستان سره خپلو اړيکو ته د قدر په نظر ګوري، تيره هفته د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ تاريخي دفاعي معاهده لاس ليک کيدل او د حرمين الشرفين سيکيورټۍ کښې پاکستان د سعودي عرب پارټنر جوړيدل که يو خوا د پاکستان لويه سفارتي ګټه ده نو بلخوا دا په پاکستاني حکومت د سعودي عرب او نورو ملکونو د اعتماد څرګندونې هم په ډاګه کوي ۔ سفارتي ماهرينو ترمخه د عرب او اسلامي ملکونو د وړاندې څخه د پاکستان سره د ورورولۍ او ښه ملګرتيا اړيکې قائم دي ولې منطقه کښې اوسني واقعاتو نه پس د پاکستان قدر او قيمت نور هم سيوا شوېدے او هم دغه وجه ده چې عرب ملکونه د پاکستان سره چې د اسلامي ملکونو وړومبې ايټمي طاقت لرونکي ملک دے خپل تعلقات نور هم پراخه کولو په لټه کښې دے ۔