تازه خبرونه

امريکا د بګرام هوايي ډګر کنټرول بيا ولې ترلاسه کوول غواړي؟

د امريکا غوښتنه د منطقې په هيوادونو څه اثرات غورځوولې شي؟

1 min read

امريکا د بګرام هوايي ډګر کنټرول بيا ولې ترلاسه کوول غواړي؟

د پاکستان او فغانستان ترينګلي شوو اړيکو په ترڅ کښې امريکا د بګرام هوايي اډې کنټرول اخستو غوښتنه کړې ده

September 22, 2025

امريکا د بګرام هوايي اډې کنټرول ولې غواړي دى پوښتنې ته ځواب کښې د دفاعي چارو څيړونکې بريګډير ريټاٸرډ سيد نذير د دى يو لوې علت د امريکا او هند ترمنځ اړيکو کښې راغلي تناو سره تړي
۔ ايچ ټي اين سره خبرو کښې هغه وويل دا تاثر وو جې ګني امريکا چين باندى نظر ساتلو لپاره د هند خاوره کاروي خو داسې ښکاري امريکا اوس د چين د سټرټيجيک اثاثو د څارنې لپاره د بګرام هوايي ډګر د کارولو پريکړه کړى ده
۔ نوموړي وويل د بګرام هوايي ډګر معامله د چين لپاره لپاره هم ډيره مهمه ده ځکه چين د افغانستان ګاونډي هېواد دې
۔ دى سره جين د افغانستان په معدنيات باندې نظر لري او چين د پرمختيا لوې پروژې راتلونکې کښې تر مينځني اسيايي هيوادونو ته غځوولو لپاره هم د افغانستان خاوره کارول غواړي
۔ سيد نذير وويل د بګرام هوايي ډګر د کنټرول په معامله افغان طالبان حکومت د سختو ستونزو سره مخ کيدلې شي
۔ هغه زياته کړه که بګراه اډه امريکا په طاقت اخلي يا که افغان طالبان ېې په رضامندې سپاري نو په هر ډول به د افغان طالبان حکومت د خپل مخالفين د مزاحمت سره مخ کيږي
۔ دا په داسې وخت چې د لاقانونه ټي ټي پي او نور پاکستان مخالفه جنګيالو سره مرستو او دوي ته افغانستان کښې ترلاسه سهوليات په سر د پاکستان او افغانسنان اړيکې د سخت تناو ښکاردي
۔ د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف افغان طالبان حکومت ته خبردارې ورکړې پاکستان او ټي ټي پي کښې دى د يو ډلې انتخاب وکړي
۔ څيړونکي وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو کښي تناو تر دى حده چرته هم نه و راغلې کوم چې دا وخت دې
۔ قندهار او افغانستان کښې د پاکستان پخوانې قونصل جنرل عمر علي شيرزيي وايي پاکستان په خپله خاوره د ترهګرې پيښو کښې راغلي زياتوالي د مخنيوي لپاره انتهايي ګام پورته کوولې شي
ايچ ټي اين سره خبرو کښې شيرزيي وويل که افغان طالبان د ټي ټي پي نه لاس پورته نه که نو پاکستان د افغانستان په خاوره دغه لا قانونه ډلې په ضد په خپل سر کاروايي سره د افغان طالبان حکومت هم نسکورولې شي
۔ علي شيرزيي په خبره د افغان طالبان حکومت خلاف کاروايي کښې به امريکا او د نړې نور طاقتوره هيوادونه هم د پاکستان ملاتړ کوي ځکه چې زياتره هيوادونه د طالبان حکومت نه خوښوي
۔ عمر علي شيرزيي دا دعوه هم کوي چې ٩٠ فيصدى افغان اولس هم غواړي چې د افغان طالبان حکومت دى نسکور شي
۔ خو افغانستان کښې د پاکستان پخوانې سفير ابرار حسين په نظر کښې پاکستان ته پکار دي افغانستان کښې پوځي کارواېې يا د افغان طالبان د حکومت په ضد ګام پځاې دې د خبرو اترو لاره خپله کړي
۔ ايچ ټي اين سره خبرو کښې هغه وويل وړاندى نه پاکستان باندې دا تور دې چې ګني پاکستان تل افغانستان په چارو کښې لاس وهنه کړى ده او دى سره به دغه الزام نوره هم وده ومومي
۔ پاکستان د ډير وخت راهڅسې د افغان طالبان حکومت باندى پاکستان مخالفه جنګيالو سره د مرستو تورونه لګوي خو افغان طالبان حکومت دا الزامونه ردوي
۔ په وروسته کښې د افغانستان د دفاع وزير دې تورونو ته غبرګون کښې وېلې وو پاکستان استخباراتي ادارې کمزورې دي خو په دې اړه خپل ذمه واري منلو پځاېې پاکستان د دې پړه په افغانستان اچوي
۔ د افغان طالبان حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ترمخه پاکستان او افغانستان پکار دي د يو بل په ضد تورونو پځاې د برابرې په اساس د ښه ګاونډي هيوادونو په څير اړيکې وساتي

Related Articles

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *