تازه خبرونه

د فلسطين شخړې هواري په لور مهم ګام، برطانيه، آسټريليا او کينډا فلسطين د رياست په حيث د منلو اعلان کړېدے

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده
د فلسطين شخړې هواري په لور مهم ګام، برطانيه، آسټريليا او کينډا فلسطين د رياست په حيث د منلو اعلان کړېدے

برطانيې،کينډا او آسټريليا د فلسطين رياست تسليم کړے

په داسې مهال چې فلسطنيانو خلاف اسرائيلي جارحيت سيوا شوېدے په غزه ښار د قبضے لپاره د اسرائيلي پوځ زمکني کارروائۍ جاري ده،د فلسطين د مسئلې حل په لور مهم پرمختګ رامخې ته شوېدے،د برطانيې وزيراعظم کيئر سټارمر اعلان کړېدے چې هيواد ئې فلسطين د رياست په حيث د منلو فيصله کړيده،په خپل ويډيو بيان کښې برطانوي وزيراعظم وئيلي دي چې د مينځني ختيځ د امن او د فلسطين د کشالې دوه رياستي حل د اميد په خاطر برطانيې حکومت فلسطين يو خپلواکه رياست منلو اعلان کوي ۔ آسټريليا او کينډا حکومتونو څو ورځې وړاندې فلسطيني رياست د منلو فيصله کړي وه او د برطانيې د وزيراعظم سټارمر بيان راتلو نه پس دې حکومتونو هم په باقاعده فلسطين د رياست منلو اعلان کړېدے ۔ آسټريليا وزيراعظم التوني البانيز وئيلي دي چې د فلسطنيانود آزاد او خپلواکه رياست د قيام خواهش او مطالبه جائز ده هم دغه وجه ده چې آسټريليا پس د نن نه فلسطين رياست مني ۔ د آسټريليا وزيراعظم دا وضاحت هم کړېدے چې فلسطيني واکمنو له آسټريليا کښې سفارت کهلاؤلو او آسټريليا سره سفارتي اړيکو لپاره د اسرائيل وجود تسليمول وي او ملک کښې به جمهوري انتخابات کوي،د دې ترڅنګ د کينډا وزيراعظم مارک کارني په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې فلسطين ئې د رياست په حيثيت تسليم کړېدے او د فلسطين او اسرائيل ترمينځ د شخړې پرامن حل راويستو لپاره د دريم ګړي کردار ادا کولو وړانديز ئې کړېدے۔

برطانيه،کينډا او آسټريليا په فيصله د امريکې او اسرائيل غبرګون

امريکې او اسرائيل فلسطين رياست په حيث په رسميت پيژندلو په حواله د برطانيې،آسټريليا او کينډا حکومتونو په فيصلو سختې نيوکي کړېدے۔ امريکني صدر ډونلډ ټرمپ د دې ملکونو په فيصلو د مايوسۍ اظهار کړېدے امکان دے چې ډير زر به هغه د فلسطين د شخړې په حواله د آسټريليا،برطانيې او کينډا حکومتونو په فيصلو او اعلاناتو باضابطه ردعمل ښائي ۔ د اسرائيل وزيراعظم نيتن ياهوخپل يو بيان کښې وئيلي دي چې متنازعه فلسطين د رياست په توګه منل د اسرائيل وجود په خطره کښې اچول دي اسرائيل به د دې سخت مخالفت کوي۔ د اسرائيل خارجه وزارت د کينډا،برطانيې او آسټريليا د وزرائے اعظمانو په فيصلو سخت ردعمل ښودلې او وئيلي ئي دي چې فلسطين يو خپلواکه رياست تسليمول صرف د حماس ډلې مټې مضبوطول دي او په اووم اکتوبر په اسرائيل د حماس حملې جائز ګڼل دي ۔ د اسرائيل د قامي سلامتيا وزير ايتامار وئيلي دي چي د فلسطين خپلواکه رياست منلو فيصله به اسرائيل چرې هم قبول نه کړي هغه د فلسطين په معامله د حکومت د سخت رد عمل او فيصلو خبردارې ورکړېدے ۔ د فلسطين صدر محمود عباس د برطانيې،آسټريليا او کينډا حکومتونو د فيصلو هرکلي کړېدے او دا ئې د غزه شخړې د هواري او مينځني ختيځ کښې د امن د قيام لپاره ضروري ګام بللې دے۔ دې نه آګاهو فرانس،ناروے، سپين،آئرلينډ،سلووينيا بشمول نور مغربي ملکونو فلسطين د خپلواکه رياست په حيث منلې دے ولې د اسرائيلي اثررسوخ لوجې دا ملکونه په آزادنه ډول د فلسطين سره سفارتي اړيکې تر دې دمه نه دي بحال کړے۔ سفارتي ماهرينو فلسطين رياست تسليمولو په حواله د لويو طاقتونو برطانيه،فرانس،کينډا او آسټريليا فيصله د فلسطنيانو اخلاقي او سفارتي ګټه بللي ده او وئيلي ئي دي چې دې سره به په اسرائيل د فلسطين د کشالې څه نه څه حل د راويستو لپاره دباؤ نور هم سيوا شي ۔

Related Articles

د امریکا–پاکستان شنه اتحاد د لمریزې او بادي انرژۍ په ودې تمرکز کوي، د پاکستان د ۲۰۳۰ کال د پاکې بریښنا هدف ملاتړ کوي.

March 18, 2026

د کمېشن په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو په تعلیم، کار او عامه ژوند کې محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت نړیواله اندېښنه راپارولې ده

March 18, 2026

د کراچۍ په سی ټي ډي عملیاتو کې د بلوچستان لبریشن ارمي لوړپوړی قوماندان سهیل “ګرک” وژل شوی، چې پلان شوې ترهګریزې حملې یې شنډې کړې او وسله والو شبکو ته یې لویه ضربه وهلې ده

March 18, 2026

د ایاز سید جنجالي ټویټ چې په کې یې د پاکستان دفاعي عملیات «تېروتنه» بللي، د ترهګرۍ ضد مبارزې او ملي امنیت په اړه د عامې بحثونو سبب شوی

March 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *