تازه خبرونه

ډيره اسماعيل خان کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف کامياب عملياتو دوران ۷ شرخوښي وژل شوي

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي
ډيره اسماعيل خان کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف کامياب عملياتو دوران ۷ شرخوښي وژل شوي

وړمه ورځ په ډیره اسماعیل کې هم ترهګرو د پاکستان پوځ ونګ کمانډر میجر سبطین شهید کړې

د پاک پوځ مطبوعاتي ادارے (آئي ايس پي آر) لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د ترهه ګرو خلاف روان عملياتو سلسله کښې امنيتي ځواکونو د ډيره اسماعيل خان په کلاچي سيمه کښې کامياب عمليات کړيدي او۷ ترهه ګر ئې له مينځه اوړي دي ۔ بيان ترمخه دا عمليات علاقه کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع شوي وو۔ وژلي شوي ترهه ګرو کښې درې افغاني وګړي او دوه ځانمرګي بريد ګر هم شامل وو ۔ د کامياب عملياتو وروسته هم امنيتي ځواکونو علاقه د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو څخه صفا کولو لپاره لټوني آپريشن جاري ساتلي دي، آئي ايس پي آر طمع څرګند کړېده چې افغان دولت به د دې هيواد خاوره د پاکستان په ضد کارونکو ترهه ګر ډلو خلاف موثره اقدامات وکړي او دې سلسله کښې به خپلې ذمه وارې په بشپړ ډول سر ته اورسوي ۔ دې نه آګاهو هم د خېبرپښتونخوا په مختلف سيمو په خصوصي توګه شمالي،جنوبي وزيرستان، باجوړ او بنو کښې د ترهه ګرو په ضد جاري عملياتو دوران وژلي شوي ترهه ګرو کښې افغانان هم شامل وو، پاکستان د بدامنۍ د پيښو لپاره د افغانستان د خاورې د استعمال معامله څو وارې افغان دولت سره پورته کړېده ولې اسلامی امارت د پاکستان دغه تورونه رد کړيدي ۔ د لکي مروت په وانډه رحمن علاقه کښې هم امنيتي ځواکونو د ترهه ګرو خلاف يوې کارروائې په مهال د کالعدم ټي ټي پي دوه جنګيالي وژلي دي او د بنو په ميريان تهاڼه د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو د حملې کوشش ئې ناکامه کړې وو۔ د يوې بلې اطلاع ترمخه د بلوچستان د زيارت سيمې نه يو نيمه مياشت مخکښې تښتولې شوے اسسټنټ کمشنر افضل باقي او د هغه د زوي مړۍ ترلاسه شوېدے، ليويز چارواکي ترمخه دا مړي د هرنائي ضلعې زرد آلو نومي کلي نه موندلي شويدي،اسسټنټ کمشنر سره د شپاړس کلن زوي،ډرائيور او سيکيورتي ګارډ نامعلومه کسانو اغوا کړي وو،وسله والو وروستو د اے سي افضل د ګاډي ډرائيور او محافظ پريښودي وو ولې اسسټنټ کمشنر او د هغه زوي د وسله والو په ولقه کښې وو ۔ کوم چې اغوا کارو په ډزو شهيد کړيدي۔ د دې پيښې وروستو پوليسو او ليويز اهلکارو هرنائي او خواؤ شا علاقو کښې د ترهه ګرو خلاف لټوني عمليات شورو کړيدي ۔

ملک به هرحال کښې د ترهه ګرو نه صفا کوؤ، صدر ۔ وزيراعظم

صدر مملکت آصف علي زرداري،وزيراعظم شهباز شريف،داخله وزير محسن نقوي،د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او وزيراعلي علي امين ګنډا پور په ډي آئي خان او لکي مروت کښې د ترهه ګرو په ضد د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړيده۔ خپل بيانونو کښې صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت په هر حال کښې ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور د خاتمے پوخ عزم کړېدے،د ترهه ګرو خلاف به د سيکيورټي فورسز عمليات جاري وي،د امن بحالۍ او د ملک دفاع لپاره ټول قام د سيکيورټي فورسز سره اوګه په اوګه ولاړ دے ۔ صدر او وزيراعظم بياناتو ترمخه د اولس د تحفظ لپاره به د امنيتي ځواکونو قربانۍ چرې هم ضائع کيږي نه ډير زر به ملک نه د ترهه ګرو جرړې ختم کړو ۔

Related Articles

د مودي او نتنياهو ټیلیفوني تماس نیوکې راپارولې، د هند د ډیپلوماتیک موقف په اړه پوښتنې راپورته شوې

March 4, 2026

ذرائع وايي، دواړو مشرانو د پاکستان–ترکی ستراتیژیکې اړیکې، اقتصادي همکاري او دفاعي اړیکې وڅېړلې او په سیمه کې د سولې لپاره د نږدې مشورو دوام یې ومنه

March 4, 2026

د عالمی توانائی ایجنسی له مخې، نږدې ۲۰٪ نړیوال تیلو عرضه د هرمز تنګي له لارې تېریږي. د اسیا لویې اقتصادونه په همدې سمندري لار متکي دي. که دا لار جزوي ډول اغېزمنه شي، نو اغېزې به یوازې د خلیج پورې محدودې نه وي، بلکې د دهلي، کراچۍ او ډهاکه بازارونه هم تر اغېزې لاندې راځي

March 4, 2026

اسحاق ڈار: د پاکستان او سعودي عرب دفاعي تړون شته، او موږ د امريکا او ايران ترمنځ د منځګړيتوب لپاره چمتو يو

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *