تازه خبرونه

د افغانستان بګرام هوایي ډګر په اړه ناندرۍ او راتلونکی

امریکا ولسمشر بیا څرګندونې کړي چې دوی به په چین باندې نظر ساتلو لپاره د افغانستان بګرام هوایی اډه واپس واخلي

1 min read

د افغانستان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي وو چې دوی به یوه لوشت ځمکه هم ور نه کړي.

افغانستان چارواکي وایی او غبرګون ی ښودلې دې چې دا د دوحه تړون سرغړونه ده چې امریکا بیا د بګرام هوایی اډې اخستلو خبرې کوی

September 20, 2025

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د پردیو پوځیانو قبرستان پاتې شوی. د انګلیس امپراتورۍ پر نیمې نړۍ ولکه وه، خو دلته دړې – وړې شوه. د شوروي سرو پوځونو سرې وینې په زغره والو ټانکونو وبهېدې. د ناټو او امریکا ګرده ټکنالوژي ناکامه، پوځیان یې ټوک – ټوک او د تریلیونو ډالرو مصرف یې بې اغېزې شو.

د تاریخ پاڼې د استقلال په اړه د افغان ولس له وینو او قهرمانیو ډکې دي. له همدې امله نن د وطن هره لوېشت خاوره د آزادۍ ترانې زمزمه کوي.

دا څویم وار دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام اډې په اړه څرګندونې کوي او غواړي چې پر دغې اډې له اسلامي امارت سره معامله وکړي. دا یې سوداګریز فکر او معاملوي سیاست کېدای شي، خو له واقعیتونو څخه په لویه فاصله کې دی.

ټرمپ یو تجار دی. له همدې امله د نړۍ اکثره مسایلو ته د تجارتي معاملې په سترګه ګوري. د معاملو په دغو افسانو کې کله له غزې څخه ولسونه وباسي او کله باګرام ته خپل پوځونه ننباسي.

د ټرمپ له دغو خیالاتو برعکس، افغانستان هغه خاوره نه ده چې په تجارتي معاملو واخیستل شي او یا د زور له لارې تسلط لاندې راشي. بګرام اډه له امریکایي اشغالګرو وړاندې شوروي اشغالګرو تنظیم کړه، خو ایسارېدلو ته پکې پرېنښودل شول. بیا امریکا او ناټو پکې مېشته شوه، خو د جهاد په ځواک بېرته وشړل شول. اوس که بیا څوک د بګرام نیولو خیال لري، دا به هماغه خوب وي چې تېر کې هېڅ زبرځواک ورته نه دی رسېدلی.

د ټرمپ دا خبرې د خپلې ماتې پر ټپ د سرو زرو رنګ وهل دي، خو په دې رنګونو هېڅ فلز طلا نشي کېدای. تاریخ ښودلې چې افغانستان هېڅکله د معاملو پر مېز نه دی برخه شوی. دا خاوره د زلمیو په قربان شویو جسدونو ساتل شوې او راتلونکي کې هم دغه استشهادیان د خپلې هرې لوېشت خاورې د ساتنې لپاره چمتؤ دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم ویلي، چې افغانستان او امریکا کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر اساس اړیکې ولري، خو د دې اړیکو بنسټ به هېڅکله پوځي حضور نه وي. دا واضح ده چې له امریکا سره اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر محور جوړېدای شي، خو دا اړیکې د  پوځي حضور لپاره نه دي. افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د عزت پر بنسټ نښلېدو ته چمتؤ دی، خو د خپل کور کیلي به هېڅکله بل چاته ونه سپاري.

افغانان په تاریخ کې د پردیو پوځي حضور ته سر نه دی ټیټ کړی. که د یوناني اسکندر زمانه وګورو، که د برتانوي استعمار دوره، که د شوروي اشغال کلونه او که د امریکا شل کلنه جګړه. دې خاورې هر ځل د هر ډول قربانیو په ورکړې ځان د خپلواکۍ په څپو کې ډوب کړی.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم څو ځله په ډاګه کړې، چې د بګرام یوه لوېشت ځمکه هم نه ورکول کیږي. دا خبره د فولادو پڅېر کلک عزم دی؛ ځکه د خاورې پر سر سودا د ملتونو د مرګ په معنا ده. بګرام د افغانانو خاوره او عزت دی. هېڅکله به دا عزت پردیو ته ورنکړل شي.

د امریکا پخوانۍ چارواکې لیزا کورټیس هم ومنله چې باګرام ته تګ یوه مسخره یي مفکوره ده. دا خبره ښیي چې حتی د امریکا د سیاستوالانو په زړه کې هم د بګرام د بیا نیولو خیال د یوې خیالي کیسې په څېر دی، نه د عملي سیاست په څېر.

ټرمپ هڅه کوي چې د افغانستان جغرافیايي ارزښت د خپلو شعارونو وسیله وګرځوي، خو هغه نه پوهیږي چې دا د وینو او قربانیو مجموعه ده. هغه ملت چې د خپل جغرافیې لپاره سلګونه زره قربانۍ ورکړي، د چا د شعارونو پر وړاندې هېڅکله زنګون نه وهي.

د چین بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه سخت غبرګون ښودلی او د ټرمپ دغه دریځ یې د ټولې سیمې لپاره زیان رسوونکی بللی. 

د باګرام کونجي یوازې د افغانانو په جېب کې ده. اسلامي امارت باید له نړۍ سره د اړیکو دروازه خلاصه وساتي، خو د عزت او استقلالیت مقام ترې باید زیانمن نشي. د افغانستان سیاست اوس د دې فلسفې پر محور څرخي چې تعامل د درناوي پر بنسټ کېدای شي، خو تسلیمېدنه هېڅکله د ملتونو د ژوند لاره نه شي متاثره کولی. ټرمپ باید پوهـ شي چې باګرام د عزت د ساتنې سنګر دی، نه د سوداګرۍ او معاملې بازار. دلته هره لوېشت خاوره د شهیدانو د وینو امانت دی او دا امانت به ابداً د افغان ولس په لاسو ساتل کیږي. افغان ولس د اسلامي امارت تر چتر لاندې اوس تر پخوا ډېر متحد او متفق شوی. که یې خاورې ته چا په اشغالي نظر وکتل، تر پخوا به یې زیات په راتلو او کتلو پښېمان کړي

Related Articles

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

افغان چارواکي وایی چې چا امریکایان افغانستان ته راوستلي وو نن هغوی له دې ځایه تښتیدلې دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *