د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ د برېټانیا له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل او دغه راز د بګرام هوایي اډې پرېښودل، د دغه هېواد لپاره ستره فاجعه وګڼل او ټینګار یې وکړ چې دوی به د دې سترې نظامي اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي. تر دې وړاندې هم نوموړي په ځلونو ویلي چې د بګرام هوايي اډې له لاسه وتل د دوی لپاره ستر ناورین دی او له دې کبله یې د بایډن پر ادارې سختې نیوکې کړې دي.
په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه، ماتې او دغه راز بګرام هوايي اډه د دغه هېواد په سیاست کې اوس د دوو سترو ګوندونو (ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو) لپاره پر کمپایني شعار، د ماتې پټولو او د یو او بل ملامتولو وسیله ګرځېدلې ده، خو پوښتنه دا ده چې ایا امریکايي او نور نړۍوال تيري کوونکي ځواکونه له افغانستانه په تېروتنې او خپلې خوښې وتلي، چې اوس یې په وتلو پښېمانه دي او که د زور او هلته د ماتې له کبله وتلو ته اړ شول؟ د دې امکان څومره شته چې امریکا دې دا اډه بېرته ترلاسه کړي؟ په افغانستان کې به د ننه د دغه ډول ممکنه هڅې لپاره غبرګون څه وي؟
لومړی خو باید دا خبره واضح شي چې امریکا په افغانستان کې خپله ماتې د اوباما په وخت کې منلې وه او آن هغه وخت یې له دغه ځایه د تېښتې او وتلو لارې چارې لټولې، چې دا چاره وروسته بیا د ټرمپ او بایډن د حکومتونو پر مهال لا پسې ګړندۍ او بالاخره یې د خپلې ماتې له رسمي سند لاسلیکولو وروسته، د تښتې لار خپله کړه. کله چې ټرمپ په لومړي ځل ولسمشر شو، هغه وخت یې د اسیا لپاره بېله ستراتېژي اعلان کړه چې مهمه برخه کې یې افغانستان و او په افغانستان کې یې پر نظامي حل تمرکز وکړ، بریدونه یې ډېر کړل او فکر یې کاوه چې له دې لارې به خپلې موخې ته ورسېږي.
د ټرمپ د واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د دوی نظامي فشار، هوايي بریدونه او شپني عملیات ډېر شول، چې له یوې خوا ورسره ملکي مرګ ژوبله او وحشتونه د پام وړ ډېر شول او له بلې خوا د دوی او د دوی د متحدیتونو پر وړاندې د طالبانو مبارزه لا سخته او ګړندۍ شوه، چې دې چارې دوی دې ته اړ ایستل چې په خپله ستراتېژۍ له سره غور وکړي او بېرته یې د سولې او خبرو اترو لارې ته غاړه کېښوده. امریکایان دغه وخت نور پر خپله ماتې بیخي ډاډمن شول، ځکه دوی د جګړې په ډګر کې خپل وروستی زور هم و ازمایه، خو یوازې دا چې ګټه یې ورته ونه کړه، بلکې پراخې سیمې یې له لاسه ووتلې او ورځ تر بلې تر فشار لاندې راتلل.
له همدې کبله یې د خبرو او ډیالوګ لار خپله کړه او په دې اړه یې هڅې پیل کړې چې څه ډول له افغانستانه خپل شتون ټول او د تېښتې لار وګوري. په افغانستان کې د دوی د ماتې او تېښتې سند د همدغه ټرمپ د ادارې له خوا (چې د جمهوري غوښتونکي ګوند) استاز ؤ، تر ډېره پر مخ یووړل او نږدې نهايي شو او د بایډن د ادارې (چې د ډیموکرات ګوند) استازی و، لاسلیک کړل او دواړو ګوندونو په افغانستان کې خپله نظامي ماتې ومنل او پر دې سره یوه خوله شول چې له تېښتې پرته بله لاره نشته، خو وروسته وروسته، بیا همدغو امریکايي سیاستوالو که په واک کې وو او یا هم مخالف اړخ وو، دا چاره د انتخاباتي وسیلې په توګه وکاروله او هڅه یې کوله چې د ولس او نړۍ پام بلې خواته واوړي او له ځانه دا مسؤلیت لېرې کړي.
همدا کشمکش نه یوازې دا چې د سیاستوالو د ملامتۍ آله ګرځېدلې، بلکې د امریکايي حکومت په دننه کې دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه او آن استخباراتي ادارې یې یو او بل پړ بولي او هر یو د کریډیټ اخیستلو هڅه کوي. خو اصلي خبره دا ده، چې امریکا په افغانستان کې نظامي ماته وخوړه او له دې ځایه وتښتېدل، دوی اوس خو څه کوې چې راتلونکي څو نسلونه به یې دلته د بېرته راتګ لپاره زړه ښه نه کړي، په افغانستان کې د ننه هېڅوک تیار نه دي چې له امریکایانو سره پر بېرته راتګ او یا نظامي اډو معامله وکړي، ځکه دوی که دا کار کاوه، هماغه د نظامي فشار پر وجه تل به یې کړی و، اوس چې د جګړې ګټونکي دي او ټوله جګړه او مبارزه یې د همدې موخې لپاره وه، ولې دا کار وکړي!؟
امریکایان به د یو او بل د ملامتولو، کمپايني شعارونو او اذهانو د مغشوشولو لپاره بیا، بیا دا ادعاوې وکړي، خو ځمکني واقعیتونه بیا سل سلنه بل څه دي. بګرام نظامي اډه اوس د افغان ځواکونو یوه قوي هوايي او نظامي اډه ده چې د ځان د پیاوړتیا او د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره به ترې کار اخلي، نه دا چې د نورو حکومتونو په څېر یې پر سر له چا سره معامله وکړي، یا یې په ډالۍ کې ورته ورکړي او یا یې هم په کرایه ورکړي، بګرام د افغانستان د ځمکنۍ بشړتیا مهمه برخه ده او ټول افغانستان ته ناموسي حیثیت لري. یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی