د پاکستان پوځ ویاندې ادارې، آئي ایس پي آر ډایرېکټر جنرل لېفټننټ جنرل احمد شریف د جرمني له یوې مجلې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د هندوستان پوځي افسران په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې ښکېل پاتې شوي او د دې په اړه پاکستان کره شواهد لري.
تفصیلاتو له مخې، د آی ایس پي آر ویاند د روانې میاشتې په دې مرکه کې د سیمې د امنیتي وضعیت، افغان کډوالو د ستنېدو او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې . .
د هند پوځي افسران او د هغوی سخت دریځه نظریات
لېفټننټ جنرل احمد شریف وویل چې په هند کې د تاوتریخوالي پېښې د هغه هېواد د حکومت د سخت دریځه تګلارو پایله ده. ده زیاته کړه چې د هندي دولتي ادارو په ځانګړي ډول پوځ په شدیده توګه د افراطیت او سخت دریځو نظریاتو تر اغېز لاندې دی.
ده په ټینګار وویل چې د هندوستان پوځیان په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې ښکېل پاتې شوي، زموږ سره یې ګڼ کره شواهد شته، او پاکستان دا شواهد څو څو ځله د نړیوالې ټولنې مخې ته وړاندې کړي دي
د کشمیر شخړه
جنرال احمد شریف د کشمیر پر موضوع خبرې وکړې او ویې ویل چې کشمیر شخړه ورځ تر بلې اوږدېږي، نړیواله ټولنه باید په دې اړه مسؤلانه کردار ادا کړي او د دې لانجې د حل لپاره جدي ګامونه واخلي
غیر قانوني افغانان او ترهګري
د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه ده وویل، پاکستان څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو مېلمه پالنه کړې او د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره منظم اقدامات هم شوي دي.
ده زیاته کړه چې پاکستان د بشري او نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره د افغانانو د ستنېدو د نېټې څو څو ځله غځونه کړې، خو له بده مرغه داسې شواهد شته چې غیر قانوني افغانان په ترهګریزو جرمونو کې ښکېل پاتې شوي
ده په ډاګه کړه چې افغان کډوالو ته په پاکستان کې د بهرنیو لاسوهنو او جګړو له امله پناه ورکړل شوې وه، خو اوس هغه عوامل نور په روښانه توګه نه ښکاري او افغان وګړي باید خپل وطن ته لاړ شي. .
د وسلوالو ډلو لپاره هیڅ ځای نشته
د آی ایس پي آر ویاند وویل چې پاکستان غیر دولتي وسله وال عناصر په کلکه ردوي. په هېواد کې د کومې ډلې یا مسلح تنظیم لپاره ځای نشته. د جهاد اعلان یوازې د ریاست صلاحیت دی. پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د لومړۍ کرښې رول لوبولی او بې شمېره قربانۍ یې ورکړي
افغانستان کې د امریکایي وسلو کارول
ده څرګنده کړه چې په افغانستان کې پرېښودل شوی امریکایي وسله اوس د ترهګریزو بریدونو لپاره کارېږي او د امریکا له لوري هم پر دې څو څو ځله اندېښنه ښودل شوې ده.
د چین او پاکستان اړیکې
جنرال احمد شریف د چین سره د اړیکو په اړه وویل چې دواړه هېوادونه له ډېرو کلونو راهیسې نږدې اړیکې لري او دا ملګرتیا په لسیزو ولاړه ده.
بلوچستان کې لادرکه کسان او ترهګري
ده په پای کې د بلوچستان وضعیت یاد کړ او ویې ویل چې په بلوچستان کې وژل شوي ځینو ترهګرو نومونه د هغو کسانو په نوملړ کې هم شامل شوي وو چې د لادرکه کسانو په توګه معرفي کېدل. .
نورخبرونه
هیڅ کوم قوت پاکستان پوځ او قام نه شي سره بیلولې: ډي جي آیی ایس پي آر