تازه خبرونه

په زنانؤ بنديزونو په اړه دولتي تګ لاره د شريعت مطابق ده دې کښې د چا دخل نه منو، ذبيح الله مجاهد

افغان زنانو ته د کار اجازه نه ورکولو په حواله د متحده قامونو جنرل سيکتر ګوټريس څرګندونې بے مسئولته دی،مجاهد
په زنانؤ بنديزونو په اړه دولتي تګ لاره د شريعت مطابق ده دې کښې د چا دخل نه منو، ذبيح الله مجاهد

افغان حکومت په زنانو بنديزونه جائز ګرځولي دی

د اسلامی امارت دولتي وياند ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د مشر انتونيو ګوټريس په هغه بيان سخت غبرګون ښودلی په کوم بيان کښې چې ګوټريس د متحده قامونو په دفترونو کښې افغان زنانو باندې د حکومتی بنديز مخالفت کړی وو.ډ متحده قامونو جنرل سيکتر د نړيوال رسنیو د نمائندګانو سره د خبرو په مهال وئيلي وو چې د طالبانو حکومت د متحده قامونو ادارو په دفترونو کښې زنانه د ډيوټۍ او ذمه وارې تر سره کولو نه منع کړيدي او په دوی ئې بنديز لګولی دے.د اټنتونیو ګوټريس وينا ترمخه د طالبانو دولت دا فيصله احمقانه ده چې د دې به په ټول هيواد منفي اثرات پريوځی. د يوې پوښتنې په ځواب کښې انتونيو ګوټريس وئيل چې د طالبانو دا دپريکړه د زغملو نه ده ملکرو ملتونه اداره به په طالبانو فشار اچوي تر څو چې دا غلطه فيصله دې واپس واخلي په دې لړ کښې به ملګرو ملتونه خپل کردار جاری ساتی. افغان دولت د زنانؤ متعلق د متحده قامونو د جنرل سيکتر بيان مسترد کړې او سخت غبرګون ئې څرګند کړيدے. په ليکې پاڼه ورکړی شوي بيان کښې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وئيلی دی چې دولت د انتونيو ګوټريس هغه بې مسئولیته څرګندونې په کلکه غندی په کوم چې په افغانستان کې یې د ښځو په اړه اقدامات احمقانه بللي شوي وو.ذبيح الله مجاهد وائی چې د ملګروملتونو د ادارے مشر دې په خپلو الفاظو غور وکړی او بےمعنې لفظونه دې نه استعمالوي.د ذبیح الله مجاهد بيان کښې دا هم وئيلي شويدی چې د افغان زنانؤ او نارينو په حواله چې اسلامي امارت کومې پريکړې کوي هغه د اسلامي شريعت او د هيواد د قانون د چوکاټ دننه دی اوس که څوک پخپله د شریعي قوانینو نه ناخبره وي نو دا به د هغوی خپله ناپوهي وی.
دې نه مخکښی هم د متحده قامونو جنرل سيکتر په افغان زنانؤ د تعلیم او کار روزګار باندې د بنديز په حواله د اسلامي امارت په اقداماتو نيوکې کړې وې ولې افغان دولت دغه مطالبې او څرګندونې مسترد کړېدی.

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *