ابوظهبۍ په ګراونډ شوي د ايشيا کپ ټي ټوئنټي په مهم ميچ کښې سري لنکا د خونده ورې مقابلې نه پس افغانستان له په شپږ وکټو شکست ورکړېدے ،پرله پسې دوه ميچونه د بائيللو نه پس افغانستان ټيم د ټورنمنټ نه وتلي دے ۔ ميچ کښې د افغانستان ټيم کپتان راشد خان د ټاس ګټلو وروسته اول بيټنګ کړي وو اوټيم
ئې په مقرره ۲۰ اورونو کښې د اته لوبغاړو په زيان ۱۶۹ رنز جوړ کړي وو، د افغانستان بيټسمين محمد نبي د تيز بيټنګ مظاهره کړي وه او په دويشت باولونو ئې ۶۰ رنز جوړ کړي وو، محمد نبي شپږ چهکے او درې چوکې وهلي وې ۔ محمد نبي د ټي ټوئنټي ميچونو په انټرنيشنل مقابلو کښې د افغانستان له لورې شپږ زره نه زيات رنز جوړونکې وړومبې لوبغاړې هم جوړ شوېدے ۔ د افغانستان ټيم نورو بيټسمينانو کښې راشد خان او ابراهيم ځدران څليريشت ۔ څليريشت رنزونه جوړ کړي وو،صديق الله اتل هم اتلس رنزونه جوړولو کښې بريالي شوې وو۔ د سري لنکا باولر نوان تشارا څلور وکټې اخستې وې ، د ميچ ګټې لپاره سري لنکا ټيم ته ورکړي شوې ۱۷۰ رنزونو هدف اګرچه مخالف ټيم لپاره تر سره کول ګرانه ښکاريده ولې د افغانستان باولرانو د توقعاتو مطابق د غوره باولنګ مظاهره ونه کړے شوه او سري لنکن ټيم دغه هدف د څلور وکټو په نقصان پورا کړے وو ۔ د سري لنکا له لوري کوشل مينډس ۷۴ رنز جوړ کړي وو او نه وو آؤټ شوے، پريرا په دې ميچ کښې ۲۸ او کمنډو مينډس ۲۶ رنز جوړ کړي وو۔ د ميچ په ګټه کښې مهم کردار ادا کونکې د سري لنکا بټيسمين کوشل مينډس له د ميچ د غوره لوبغاړي ايوارډ ورکړي شوېدے ۔ د دې ميچ نه پس د ټورنمنټ دوئمه مرحله سپر فور لپاره د ټيمونو انتخاب شويدے، ګروپ اے نه پاکستان او هند ټيمونه او د ګروپ بي نه بنګله ديش او سري لنکا ټيمونه سپر فور مرحلے ته رسيدلي دي ۔ د سپر فور مرحلے ميچونه به د خالي د ورځې نه شورو کيږي،وړومبې ميچ به د بنګله ديش او سري لنکا ټيمونو ترمينځ په دوبئې کرکټ ګراونډ لوبيږي، روايتي حريفان پاکستان او هند به د اتوار په ورځ دوبئې کښې د پاکستان د وخت مطابق ماسخوتن اووه نيمے بجے يو بل ته په مقابله کښې وي ،ياده دې وي چې هندوستان ټيم په ګروپ ميچونو کښې پاکستان له په ۷ وکټې ماتې ورکړې وو ۔