تازه خبرونه

‏ افغانستان کې زلزله: ملګري ملتونو ادارې مهم راپور خپور کړې

په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ ولایتونو کونړ او ننګرهار کې ویجاړونکي زلزله راغله چې په زرګونه ولسي وګړي شهیدان شول
د افغانستان په په زلزله ځپلو سیمې کې ۲۳زره کورنۍ ددوی کورونه د نړیدلو له امله بې کوره شوي دي.

کونړ کې زلزلې له امله د زیان راپور په داسې وخت کې خپور شوې چې د ژمي رارسیدو سره به ددې سیمو بې کوره شوو خلکو ستونزې نورې هم زیاتې شي

 د ملګرو ملتونو د پرمختیایی کارونو ادارې، یو این ډي پی اعلان  چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله د۶۴۹ زره زیات کسان بې ځایه شول چې دا د ۴۰ زره او ۵۰۰ لاریو د بار معادل ګڼل کیدل.

وړمه ورځ د خپور یو راپور ترمخه په کونړ کې ددې سختې زلزلې له امله ۲۳ زره کورنۍ ددوی کورونه نړیدلو له امله بې کوره شول، راپور کې وایی چې زیات خلک په کنړ، ننګرهار او لغمان د مالي او ځاني زیان سره مخ شوي دي.

  د افغانستان لپاره د یو ین ډي پي استازې سټیف رودریګز ویلي دي چې

“ټولې ټولنې نړېدلې دي، کورنۍ په خلاص میدانونو کې ویده کېږي، او اساسي خدمتونو ته لاس‌رسی سخت اغېزمن شوی دی،

  زیاته ی کړه چې د ۲۰۲۳ کال د هرات زلزلې پر وړاندې د ملګرو ملتونو تجربه ښيي چې د خلکو په ګډون او د سیمه‌ییزو سرچینو په کارولو سره د بیا رغونې هڅې پایداره پایلې ورکوي. دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې د  ژمي د رارسېدو په درشل کې، سازمان خبرداری ورکړی چې د خوندي او چټکو سرپناوو جوړول اړین دي. همداراز یې ټینګار وکړ چې اداره چمتو ده څو ټولنو ته  کورونو په جوړولو، د ژوند د بېرته پیل کولو او سیمه‌ییزو اقتصادونو د پیاوړتیا کې مرسته وکړي .

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د افغانستان زلزله ځپلو سره خواشینې څرګندولو لپاره د پاکستان لوړ پوړه چارواکو له لوري پیغام استول شوي وو، د  جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام‌اباد کې د افغانستان اسلامي امارت  سفارت خانې ته ورغلې وو

 هغه د افغانستان له سفیر سردار احمد جان شکیب سره لیدنه کړې. په لیدنه کې د وروستیو ورځو ننګرهار او کونړ زلزلو او د هغې له امله رامنځته شوې وضعې او اغېزو په اړه  ی ورسره خواشينې څرګنده کړې او د پاکستان لوري ی ورسته د بشپړه ډاډ ژمنه کړې وه. . .

مولانا فضل الرحمان د زلزلې له امله د رامنځته شويو ځاني او مالي تلفاتو له کبله ژور خپګان او خواشیني څرګنده کړې وه. هغه د شهیدانو لپاره د مغفرت دعا وکړه او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا یې هم کړې وې. .

د جے یو آی مشر په دې موقع ویلي وو چې ورور هېواد افغانستان په دې سخته شېبه کې یوازې نه دی او پاکستان به هر ډول ممکنه مرسته برابره کړي. هغه د افغان ولس قربانیو او مبارزو ته درناوی څرګند کړ او د بشپړې یووالي ډاډ ی هم ورکړې وو. . د افغانستان سفیر سردار احمد جان شکیب د مولانا فضل الرحمان له لیدنې او خواخوږۍ څخه ځانګړې مننه کړې وه،  نوموړی ویلي وو چې  دغه د یووالي څرګندونه د دواړو هېوادونو د پیاوړو ورورګلويو اړیکو ښکاره ثبوت دی

نورخبرونه

د ملګري ملتونو ادارې یوناما ویلي دي چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ ملیونه ډالرو اړتیا ده

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *