تازه خبرونه

   پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ تاریخي دفاعي تړون

د مسلمانې نړۍ یواځینې اټومي طاقت پاکستان او سعودي ترمینځ دې دفاعي تړون دواړه مسلمان هیوادونو یو بل ته نور هم رانزدې کړي دي

1 min read

ددې دفاعي تړون له مخه پاکستان نیغه په نیغه د حرمین شریفینو د دفاع یو ستر شریک هیواد شو.

د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ دا دفاعي تړون په داسې وخت کې شوې چې د سعودي عربستان سیمه ایز او په نړۍ کې ستر قوتونو ترمینځ تاوتریخوالۍ زیات شوې

September 18, 2025

اسلامي جمهوريه پاکستان او د سعودي عرب سلطنت تر منځ اړيکې نږدې اته لسيزو ته رسېږي. دا اړيکې يوازې د سفارتي اړخه نه دي، بلکې د ورورولۍ، مذهبي ارزښتونو او ستراتيژيکې شراکت پر بنسټ ولاړې دي. دواړو هېوادونو تل د يو بل ترڅنګ ولاړ دي او د سيمې د سولې او ثبات لپاره يې ګډ رول لوبولی دی.

د وزيراعظم شهباز شريف رسمي سفر

د همدې تاريخي تسلسل په دوام کې، د پاکستان وزيراعظم محمد شهباز شريف د ۲۰۲۵ د سپتمبر په ۱۷مه د سعودي وليعهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه رياض ته رسمي سفر وکړ.

کله چې د پاکستان وزيراعظم الوتکه د سعودي فضايي حدودو ته داخل شوه، د سعودي شاهي هوايي ځواک جنګي الوتکو ورته فضايي سلامي ورکړه او تر رياض يې بدرګه کړه. د رياض په کينګ خالد نړيوال هوايي ډګر کې ورته د شاهي تشريفاتو له مخې هرکلی وشو او وروسته د اليمامه ماڼۍ ته يووړل شو، چیرې چې وليعهد په خپله هرکلی وکړ.

رسمي مذاکرات

په اليمامه ماڼۍ کې د دواړو مشرانو تر منځ د وفودو په شتون کې رسمي مذاکرات ترسره شول. شهباز شريف د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز لپاره نېکې هيلې ورسولې. دواړو مشرانو د تاريخي اړيکو ترڅنګ، د سيمې روان وضعيت او د متقابلې ګټې مختلف اړخونه وڅېړل.

د ستراتيژيک ګډ دفاعي تړون لاسليک

 ددې لوی دفاعي تړون مهم ټکې په دا ډول دي، پر يو هېواد هر ډول تېری، پر دواړو تېری بلل کېږي، دواړه هېوادونه به د ګډ دفاعي وړتياوو د پياوړتيا لپاره کار کوي. .

د سيمې او نړۍ د سولې او امنيت لپاره به همکاري نوره هم ژوره کېږي.

دغه تړون د دواړو هېوادونو امنيت له يو بل سره وتاړه او د هر بهرني ګواښ پر وړاندې د ګډې تګلارې ډاډ ورکوي. .

د پوځ د مشر رول

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د تړون په چمتو کولو او وروستۍ بڼې ورکولو کې کليدي رول لوبولی. د هغه ديپلوماتيکو او پوځي هڅو دواړه هېوادونه په ستراتيژيک کچه نږدې کړل.

د مقدسو ځایونو دفاع کې د پاکستان ونډه

د تړون له مخې، پاکستان اوس په مستقيم ډول د حرمين شريفين د ساتنې شريک شو. دا موضوع د پاکستاني ولس لپاره ځانګړې مذهبي او احساساتي ارزښت لري، ځکه دوی تل د مقدسو ځایونو دفاع خپل ديني او ملي فريضه ګڼي.

سيمه ييزه ستراتيژيکي اغېزه

دا تړون يوازې د پاکستان او سعودي تر منځ محدود نه دی، بلکې د ټوله سيمې د توازن لپاره ستر اهميت لري. د هند توندې تګلارې، د اسرایيلو اغېز او د منځني ختيځ نامعلوم حالت د دې تړون ارزښت څو برابره زیاتوي. کارپوهان وايي چې دا تړون به نه يوازې د پاکستان دفاعي حالت قوي کړي، بلکې سعودي ته به هم يو پياوړی پوځي شريک برابر کړي.

اقتصادي او سوداګريزې خبرې

د سفر پر مهال يوازې دفاعي موضوع نه وه، بلکې د اقتصادي همکارۍ پر سر هم خبرې وشوې. د سعودي وليعهد د پاکستان په انرژۍ، زيربناوو او توليدي سکتور کې د سترو پانګونو ليوالتيا څرګنده کړه. شهباز شريف د سعودي د ليدلوري او ملاتړ ستاينه وکړه.

د مشرانو څرګندونې

شهباز شريف وويل چې د سعودي قيادت ليدلوری او د اسلامي نړۍ لپاره د هغوی رول ستايلی دی. هغه زياته کړه چې سعودي عرب ته د ده د سفر پر مهال ورکړل شوې عزت افزایي د دواړو هېوادونو د ژورو او تاريخي اړيکو څرګندونه کوي.
محمد بن سلمان د پاکستان د وزيراعظم راتګ ستايلی او ويلي يې دي چې د دواړو هېوادونو ولسونه يو د بل ورونه دي او سعودي به تل د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي.

نړيوال او سيمه ييز منظر

دغه تړون په داسې وخت کې شوی چې په سيمه کې د لويو قدرتونو ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی. د هند تېري کوونکې تګلارې او د اسرایيلو کړنې لا له وړاندې د منځني ختيځ او جنوبي آسيا وضعيت خراب کړی. په دې حالت کې د پاکستان او سعودي ګډ دفاعي تړون نړۍ ته هم يو پياوړی پيغام دی.

پایله د پاکستان او سعودي تر منځ د ستراتيژيک ګډ دفاعي تړون لاسليک د دواړو هېوادونو په تاريخ کې يو تاريخي باب دی. دا تړون يوازې د ګډو دفاعي وړتياوو د يو ځای کولو سبب نه دی، بلکې د سولې، ثبات او پرمختګ نوي دروازې هم پرانيزي. د ۲۰۲۵ د سپتمبر ۱۷مه به د پاکستان   سعودي اړيکو په تاريخ کې د يو زرېن باب په توګه یادولې شي.

Related Articles

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *