تازه خبرونه

  افغان چارواکو افغانستان ته واپس راتلونکو افغان وګړو راپور جاري کړې

افغان چارواکي وایی چې (۶۰۹)کورنۍ او (۳۲۷۸) له بیله لارو څخه خپل هیواد ته راغلي دي.
د افغانستان د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۹)کورنیو سره مجموعًا (۵۶۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

افغانستان ته په ورېښمو لار کې (۶۱۵)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي

 د افغانستان د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ، د کمیټو ورځنې کاري راپور جاري شوې دې،  د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۲۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۲۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

د هرات اسلام کلا تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه په راپور کې وایی چې د اسلام کلا له لارې (۱۸۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۲۹) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي، د مالي چارو کمیټه وایی چې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۹۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۳۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

   د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۱۰۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۴)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۷۸۹)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

 له نیمروز څخه (۲۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۲)تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۱۱۰) کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۹)کورنیو سره مجموعًا (۵۶۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۱۵)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۱۰۶)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

نیمرروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

 د سپین بولدک له لارې (۲۶۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۴۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۱۱۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۷۳)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۵۹۸۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۵۸)کورنیو سره مجموعًا (۲۱۵۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي ،  په سپین بولدک کې (۲۱۹۶)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

له تورخم څخه (۵۳۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۷۸)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۵۴۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

 د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۷۴)کورنیو سره مجموعًا (۴۰۱۰۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده،  په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د بهرامچې له لارې (۴۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۵)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۳۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۴)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۲۵۵۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده،  ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۶)کورنیو سره مجموعًا (۴۱۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

 د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي  

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۶۰۹)کورنۍ او (۳۲۷۸)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۷۰۹)کورنۍ او (۳۹۸۷)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۰۴۱)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۱۰۶)عــــدده

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *