تازه خبرونه

پاکستان کابل ته سخت پیغام ورکړې دې

دا پیغام په پلازمینه اسلام آباد کې د افغان سفیر سردار احمد شکیب په وسیله افغانستان حکومت ته ورکړې شوې دې
پاکستان دا احتجاج په داسې وخت کې کوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې لنډ تیر وخت کې هم ګڼ شمیر د ټي ټي پي جنګیالي له منځه وړي دي.

فایل فوټو: پاکستان په دې وروستیو کې هم افغانستان ته ددوی په هیواد کې د ټي ټي پي او هند استخباراتی ادارې را سره په پاکستان کې د ناامني راوستلو په اړه خپل ریکارډونه احتجاجونه ریکارډ کړي دي

اسلام اباد: پاکستان د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب  راغوښتې او خپل احتجاج ی ورته ریکارډ کړې، پاکستان د ط ا ل ب ا ن و  له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه لرې پاتې شي ځکه دا ډلې په پاکستان کې ناامنۍ ته هوار ورکوي.

 پاکستاني چارواکو افغان چارواکو ته ددوی په هیواد افغانستان کې  د ټي ټي پي او د هندوستان د استخباراتي ادارې “را” د شتون په اړه سخت ته سخت پیغام ورکړې دې.

په داسې وخت کې چې اسلام آباد لوري کابل ته د ټي ټي پي  او هند را چې د ټي ټي پي ملاتړ کوي، سخت پیغام ورکړې ،  د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان له متحده عربي اماراتو څخه بېرته خپل هیواد ته راستون  شوی دی.

باید یادونه وشي چې محمد صادق  متحده عرب اماراتو ته د افغانستان په اړه په یوه غیر اعلان شوي مشن  تللی و او هلته ی مهمو چارواکو سره لیدنې کړي دي.  نوموړی به د خپلې سفر او فعالیتونو په اړه خپل راپور  وزیراعظم شهباز شریف ته وړاندې کوي.  تمه کېږي چې هغه به همدا اونۍ د لوړو چارواکو د یوې پلاوي مشري پر غاړه واخلي او کابل ته به هم ولاړ شي.

د سفارت اړوند لوپوړه سرچینو ترمخه د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتل شوی و او  د بهرنیو چارو اضافي سیکرټري سید علي اسد ګیلاني په پاکستان کې د ط ا ل ب ا نو استازې ته د پاکستان دا مهم خبردارۍ او پیغام ور رسولې دې.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان سفیر د خوارجو د فتنې  او ترهګرې ډلې ټي ټي پي  د وروستیو زیاتېدونکو فعالیتونو له امله راغوښتنې وو. . یاد ترهګر د افغانستان په خاوره کې پناه اخیستې  او د هند د استخباراتي ادارې “را” له خوا ورته بشپړه مالي مرسته او ملاتړ برابریږي .

نور خبرونه

د پاکستان او افغانستان اړیکو کې مثبت پرمختګ

عربي هیوادونو او ترکي په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه غندلي دي

Related Articles

د افغانستان حکومت ویاند په یوه مرکه کې ویلي دي چې په تعزیر کې د “ټیټې درجې” مطلب بېوزله خلک نه دي، بلکې هغه کسان دي چې بیا بیا جرم کوي

January 29, 2026

د افغانستان حکومت دا نوې قانون عادلانه بلي خو بل اړخ ته د بشري حقونو استازې وایی چې دا نوې ټولنیزه تګلاره د اسلامي شریعت او نړیوال قانون سره په ضد کې ده

January 29, 2026

د سرچینو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه د دایکندی او ارزګان په پاتو، ګیزاب او تګابدار ولسوالیو کې له لږ تر لږه ۱۵ کلیو څخه شاوخوا ۲۸۰۰ کورنۍ په زور ایستل شوې دي

January 29, 2026

د فلسطین په غزی کې د تل پاتې امن لپاره د امن بورډ کې نور اسلامی هیوادونه هم شامل دي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *