تازه خبرونه

د باجوړ سربکف اپریشن متاثرین: پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله خان مهمه غوښتنه

سربکف عملیات د ترهګرې ډلې ټي ټي پي په ضد د باجوړ لوی ماموند په ۱۶ سیمو کې له ۲۹ د جولایی پیل شول او د شلو زرو زیاتې کورنۍ بې کوره شوې
امنیتي چارواکو ترمخه په دې عملیاتو کې د ټي ټي پي یو شمیر کمانډران اووژل شول

انجنیر شوکت الله غوښتنه کړې چې د باجوړ سربکف عملیاتو له امله بې کوره شوو کورنیو سره دې بشپړه مرستې وشي

د ضلع باجوړ د سربکف اپریشن له امله بې کوره شوو او په اپریشن کې د شهید شوو او ټپي شوو کورنیو سره د مالي مرستو په اړه د خیبر پښتونخوا پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله لوري یو مهم پیغام مخې ته راغلې دې.

پخواني ګورنر انجنیر شوکت الله خان لوري په خپور یوه خبرپانړه کې ویل شوي دي چې وفاقي او صوبایی حکومتونه د باجوړ سربکف اپریشن له امله اغیزمنو کورنیو سره بشپړه مالي مرستې وکړي.

نوموړي غوښتي دي چې د هر یو اغیزمن شوې کورنۍ ته دې وفاقي او صوبایی حکومت ۱۰، ۱۰ لکه روپۍ ورکړي او هغه کورنۍ چې کورونه ی ویجاړ شوي دي ،هغوی له دې بیا کورونه جوړ کړې شي.

باید یادونه وشي چې د باجوړ سربکف اپریشن هغه په ۲۹م د جولایی هغه وخت پیل شو چې له دې وړاندې د صوبایی حکومت لوري جوړې شوې جرګې مشرانو خبرې اترې له ټي ټي پي مشرانو سه ناکامه شوې او امنیتي ځواکونو د لوی ماموند په ۱۶ سیمو کې د اپریشن پریکړه وکړه.

د یاد اپریشن له امله د باجوړ لوی ماموند ۱۶ سیمو څخه  ۲۰زرو زیاتې کورنۍ بې کوره شوې او د باجوړپه مرکز خار کې په سرکاري سکولونو کې ځای په ځای شوې.

نورخبرونه

باجوړ کښې د ټي ټي پي ترهګرو په ضد سربکف عملیات پیل شوي

باجوړ کې ګنړ شمیر ترهګر چې له منځه یوړل شو،افغان نیشنل وو: امنیتي چارواکي

باجوړ امن جرګه:مشرانو له افغانستان څخه مهمه غوښتنه کړې

Related Articles

سرچینې: ځوانان په زور جبهاتو ته لېږل کېږي، شمال کې جبري جلب‌وجذب روان دی

March 4, 2026

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *