تازه خبرونه

د پاکستان امن لپاره د خبرو اترو یوه خطرناکه ترانه

زلمې خلیلزاد ، ټي ټي پي او عمران خان د خبرو اترو غوښتنې سره د ترهګرۍ په ضد د پاکستان هڅې کمزورې کوي

1 min read

پاکستان ریاست تل د خبرو اترو وروسته هم دې ډلو څخه زیان موندلې دې او دا خبرې اترې ددې ملک به زیان تمامې شوي دي

زلمې خلیلزاد او عمران خان پاکستان کې د شخړې هوارول له خبرو اترو له لارې هوارول غواړي

September 16, 2025

په تېرو څو ورځو کې د “مذاکراتو” لپاره یو پېژندل شوی او اندېښمنوونکی آواز یو ځل بیا راپورته شوی دی . دا ځل نږدې په یوه وخت کې د درېیو داسې کسانو له خولو ،لکه د  د ټي تي پي ، عمران خان او له  امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد لوري شخړه د خبرو اترو له لارې د هوارولو غوښتنه کیږي.

   په ښکاره توګه  به دا یو تصادف ښکاري، خو په ژور نظر کې یو منظم او همغږی شوی پلان دی چې موخې یې د پاکستان له امنیت او ثبات سره هیڅ تړاو نه لري او دوی دې شخړې ته هوا ورکوي چې موخه ی نوره هم بې ثباتي راوستل دي. .

د ناکامو خبرو اترو تاریخ

 ټي ټي پی سره د خبرو اترو پخوانۍ کیسې ډیرې عبرتناکې دي، کله د کال ۲۰۲۲ خبرې اترې، دا کله د وړاندې په څیر نه یوازې ناکامه شوې بلکې په هیواد کې ی د تاوتریخوالي نوې څپه ی راپورته کړه.. طالبان تل اوربند د سولې د نښې په توګه نه، بلکې د یوې تاکتیکي دمې په توګه کارولی ترڅو بېرته منظم شي، وسله وال شي او خپل نفوذ وغځوي. د سولې لاس یې وړاندې کړی وي، خو په بل لاس کې بریدونه کوي. د   وروستۍ څرګندونې دا دوه مخی توب لا روښانه کوي.

ټي ټي پي له یوې خوا ځان “مظلوم” بولي، خو په عین وخت کې د “ګلګت نه تر کراچۍ” د شتون دعوه کوي ، د زور او د قوي توب هم نعرې وهي. دا د سولې ژبه نه ده، بلکې د زور او وېرولو هڅه ده . .

د وخت ټاکنه تصادفي نه ده

د خبرو اترو غوښتنې په داسې وخت کې راپورته شوي دي چې ډېر څه پکې ښکاره دي. د ژمي په موسم کې د پټنځایونه وړتیا کمه شی .

 د خبرو غوښتنه په همدې وخت کې د یوه تاکتیکي فرصت په لټه کې ده څو ځانونه بېرته منظم، وسلې او اکمالات نوي، او خپلو ځایونو ته ځواک ورکړي. دا د سیاسي حل په لور تګ نه دی، لکه خلیلزاد څرګندوي، بلکې یوه محاسبه شوې شاتګ ده تر څو راتلونکې جګړې لپاره ځانونه تیار کړي او وژغوري. پاکستان پخوا هم دا تجربه کړې ده چې دغه ډول خبرې یوازې دښمن پیاوړی کوي. یو ځل بیا په دې جال کې لوېدل ستره تېروتنه ده.

د خلیلزاد منافقت

د زلمی خلیلزاد مداخله دې منفي سناریو ته بله څنډه ورکوي. د هغه ټویټ چې له  تحریک طالبان پاکستان سره خبرې وکړي، د امریکا د اوږدمهالي دوه مخي تګلارې څرګندونه ده ، د سولې تبلیغ خو د دې سترګء پټول چې وسله والو تل له خبرو اترو ناوړه ګټه اخستې ده. د واشنګټن دغه فشار چې د خلیلزاد په څیر څیرو له لارې وړاندې کیږي، د یوې ترهګرې ډلې د مشروعیت له مل کیږي او د پاکستان کورنۍ امنیت کمزورې کوي. نور اندیښمنه خبره داده چې د افغنستان نیمه رسمي رسنۍ هم د خلیلزاد د خبرې تکرار کوي چې ښای کابل د یو مسول ګاوندي پر ځای د یوې داسې لوبې برخه ګرځیدلې چې موخه ی د پاکستان بې ثباته کول دي.

د عمران خان بې پروا پرتله

د عمران نهمې می او ټي ټي پي پرتله یو خطرناکه پرتله ده چې هغه دا دواړه شخړې د یو فالس فلیګ په توګه وړاندې کوي. دا د عمران خان یو لویه تیروتنه ده او دا ستونز نورې هم ستونزمنی کوي.  

دا ډول دریځ نه یوازې حقیقت تحریفوي، بلکې د هغو پوځیانو او ولسي وګړو د وینې ارزښت کموي چې د ترهګرۍ ښکار شوي دي. د ده د سولې د استازو بلنه د حل لارې لپاره نه، بلکې د سیاسي ګټې لپاره ده . د حکومت بدنامول او په عین وخت کې د طالبانو دریځ ته ځواک ورکول. دا ډول سیاسي ژبه د ملي امنیت د سیاسي کولو، د پوځیانو د مورال کمولو، او د هېواد د یووالي د زیانمنولو سبب ګرځي . .

پایله

په داسې وخت کې چې خلیلزاد، ټي ټي پي او عمران د مذاکراتو غږ پورته کوي ،هیڅ یو تصادف نه دې بلکې یو حساب شوې او منظم پلان دې، ددې ترشاه سترتیژیکي ګټې، سیاسي فرصت غوښتنه او د تاریخ د مسخ کولو هڅې پرتې دي.

مذاکرات هېڅکله بشپړ رد کېدای نه شي، خو یوازې هغه وخت ارزښت لري چې ریاست په قوي دریځ ولاړ وي. که نه، دا عمل یوازې دښمن ته نور حوصله ورکوي او د تاوتریخوالي نوې څپې ته لاره هواروي، لکه څنګه چې په تیر وخت کې څو ځل ثابته شوې ده. .  پاکستان باید د هغو فریب ورکو بیانیو او په ظاهره پرکښښ لرونکو غوښتنو ښکار نه شي، چې د “سولې” تر نامه لاندې په حقیقت کې د خطرناک سازش یوه لوبه ده. ملي امنیت او ثبات هغه وخت ممکن دی چې موږ یو حقیقت‌پال لید غوره کړو، د ټي ټي پي د فریب انځور بربنډ کړو، او د هغو بهرنیو عناصرو دسیسې شنډې کړو چې د پاکستان داخلي کمزورۍ د خپلې وسیلې په توګه کاروي.

نور خبرونه

وادي تیراه کښې سبا کالعدم ټي ټي پي سره جرګه کیږي

Related Articles

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *