تازه خبرونه

عربي هیوادونو او ترکي په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه غندلي دي

سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو د بهرنیو وزارتونو په خپلو بیانونه کې د جنوبي وزیرستان برید په کلکو ټکو کې غندلي دي او دا کار ی ناروا بللې دې

2 min read

عمران خان چې د پي ټي ایی مشر دې او بندي دې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځي اپریشن مخالفت کوي.

سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو د بهرنیو وزارتونو په خپلو بیانونه کې د جنوبي وزیرستان برید په کلکو ټکو کې غندلې دې

September 15, 2025

 اسلام‌اباد:  د ترکیې، سعودي عربستان، کوېت، متحده عرب اماراتو او قطر د بهرنیو چارو وزارتونو د شنبې په ورځ د پاکستان په جنوبي  وزیرستان کې د وسله‌والو برید په کلکه غندنه وکړه. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ د پاکستان پوځیان ووژل شول..

د هر هېواد د بهرنیو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغامونه واستول او په ټولو بڼو کې یې د ترهګرۍ پر ضد خپل دریځ یو ځل بیا څرګند کړ . .

  د پوځ عملیات

د پاکستان پوځ ویلي چې د سپتمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو، باجوړ، جنوبي وزیرستان او لاندې دیر کې پوځي عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې یې ۴۵ وسله‌وال وژل شوي، خو ۱۹ پوځیان هم په دې نښتو کې وژل شوي دي .

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پی آر ویلي دي چې وژل شوي جنګیالي د ناقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لرو او له افغانستان خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

 د ترکیې غبرګون

د ترکیې حکومت  د خیبرپښتونخوا جنوبي وزیرستان برید وروسته د تلفاتو له امله د ژورې خواشینۍ څرګندونه وکړه او برید یې یو “کرغیړن ترهګریز عمل” وباله. د بیان له مخې: “موږ د وژل شویو کسانو لپاره د الله تعالی له دربار څخه د رحمت غوښتنه کوو . .”

  د سعودي عربستان غبرګون

د سعودي عربستان لوري هم دا برید غندل شوې دې او ویلي ی دې  “د بهرنیو چارو وزارت د ترهګریز برید غندنه کوي چې د پاکستان پوځیان یې په جنوبي وزیرستان کې په نښه کړل.” سعودي ټینګار کړې  چې د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر کلکو ټکو کې غندي. .

  د قطر غبرګون

دوحې برید په کلکه غندلی او هغه یې “جنایي عمل” بللی، او ټینګار یې کړی چې قطر د هر ډول ترهګرۍ پر ضد دی. د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان حکومت، ولس او د وژل شویو کورنیو ته خواخوږي څرګنده کړې.

  د کوېت غبرګون

د کوېت د بهرنیو چارو وزارت برید غندلی او خپل دریځ یې “د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر وړاندې ثابت او نه بدلیدونکی” بللی. وزارت د ټپیانو د ژر روغېدو هیله هم څرګنده کړه. .

  د متحده عربي اماراتو غبرګون

متحده عرب اماراتو برید په کلکه غندلی او هغه یې “کرغیړن عمل” بللی چې موخه یې د سیمې امنیت ګډوډول دي. د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ پیغام استولی.

  د شهباز شریف خبرداری کابل ته

وزیر اعظم شهباز شریف د بنو په پوځي روغتون کې د ټپیانو لیدو پر مهال افغانستان په ښکاره توګه د وسله‌والو  د پټنځي په توګه تورن کړو او ویې ویل چې ترهګر له افغانستانه پاکستان ته راځي  او د تحریک طالبان پاکستان سره یو ځای زموږ پوځینان او وګړي شهیدان کوي. که هغوی له رښتینوالۍ سره پاکستان سره اړیکې غواړي نو موږ تیار یو خو که د ترهګرو ملګریتا ی خوښه وی نو موږ به د افغان موقتي حکومت سره هیڅ تړاو او اړیکو و نه لرو.

   د پولې هاخوا نفوذ او کډوالو سیاست

په وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د حکومت د کډوالو د ستنولو سیاست رد کړی او هغه یې د “اسلامي دود او انسانیت خلاف” بللی. نوموړي تور پورې کړی چې دا سیاست یوازې د “ضد طالبانو لابي” د خوشالولو لپاره جوړ شوی .

خو د اسلام‌اباد چارواکي وایي چې د افغان کډوالو شبکې د وسله‌والو د روزنې او لوژستیک لپاره کارول کېږي. د ملګرو ملتونو سره شریک کړل شوي دوسیې ښيي چې د پولې هاخوا نفوذ دوام لري، او نیول شوي وسله‌وال مني چې په افغان کمپونو کې یې روزنه ترلاسه کړې.

پاکستان د باجوړ او مومندو د عملیاتو وروسته د څو وژل شویو طالبانو جسدونه، چې په کې د ډلې د مذهبي کمیسیون د مشر مولوي فقیرا زوی مولوي فرید منصور او قوماندان وزیر هم شامل و، افغان چارواکو ته سپارلي دي.

 کورنۍ بې ثباتي او سیاسي اختلاف

شنونکي باور لري چې د ۲۰۲۱ وروسته د تحریک انصاف د ایالتي حکومت د نرم دریځ له امله دغو ډلو ته د بیا تنظیم فرصت برابر شو.

پخواني لومړي وزیر عمران خان په ۲۰۲۳ کې په یوه سېمینار کې منلې وه چې د ده حکومت پلان درلود د طالبانو جنګیالي د افغانستان د طالبانو په ملاتړ د پاکستان قبایلي سیمو کې ځای پر ځای کړي، خو دغه پلان بشپړ  عملي نه شو.

Related Articles

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

افغان چارواکي وایی چې چا امریکایان افغانستان ته راوستلي وو نن هغوی له دې ځایه تښتیدلې دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *