تازه خبرونه

١٥ستمبر د جمهوريت نړيواله ورځ او پاکستان کې د جمهوري نظام حالت

دهغه ورځ لمانځلو په مناسبت سره صدر آصف علي زرداري او وزير اعظم شهباز شريف ويلي د پاکستان راتلونکې د جمهوريت سره تړلې دى

1 min read

ستمبر د جمهوريت نړيواله ورځ او پاکستان کې د جمهوري نظام حالت

په پاکستان کې د نړيوالې د جمهوريت ورځې لمانځنه د جمهوريت او حکومتولۍ په تمرکز سره

September 15, 2025

د جمهوريت نړيواله ورځ په يو داسې وخت لمانځلې شي چې خيبر پختنخواه کې واکمن او مرکز کې تر ټولو لوې حکومت مخالفه تحريک انصاف ګوند تور لګوي پاکستان کې دا وخت د نوم جمهوريت دى

د ګوند الزام دى چې د رياستي ادارو د لاس وهنې له امله تير کال عام انتخابات کې د دوي اکثريت اقلييت ته اړولى شوى و او د يو منظمې منصوبې د لاندى تحريک انصاف په مرکز او پنجاب کې د حکومت جوړولو د حق نه محرومه کړى شوى و خو د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي او ملکي سياست کې د پوځ مداخلى الزام بې بنياده بولي
۔ ورسره پوځ دا دريځ هم لري چې ٩ مي کال ٢٠٢٣ د پاکستان په دفاعي ادارو باندى شوى حملو کې ککړ تنان ته سزا به باوري جوړولې شي
۔ څرګنده دى وي په دغه ورځ دتحريک انصاف پلويان د عمران خان د ګرفتارې په ضد د هيواد په بيله بيل برخو کې دفاعي ادارو په ودانو حملې کړى وى چې پکې شوو ننښتو کې لويه شميره کې د مرګ ژوبلې پيښې مخې ته راغلې وې
۔ د پخواني وزير اعظم عمران خان پشمول د تحريک انصاف ګوند د سلګونو په شميره کې پلويان او پارليماني غړو باندى د ٩ مٸي د واقعات په سر سنګينه مقدمات درج دي
۔ په وروسته کې د پنجاب د ترهګرې بپله بيل عدالتونو دغه قضييو کې نومولې شوى د تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکې قامي اسمبلى کې د مخالفه ډلو مشر عمر ايوب د ګوند پارليماني مشرې زرتاج ګل او يو شمير د ګوند نورو منتخب غړو ته سزاګانې اورولي چې له امله ېې انتخابي کميشن دوي د خپلو څوکو لپاره هم نا اهله ګرځولي
۔ دجمهوريت نړيواله ورځ په يو داسې وخت لمانځلې شي چې تحريک انصاف او يوشمير وړو سياسي ګوندونو باندى ګډ اتحاد تحريک تحفظ آٸين د سياسي قيديان د خوشې کوولو او نوې شفاف انتخابات د غوښتنو په سر تحريک چلوي
۔ د تحريک انصاف غړو لخوا سينيټ او قام اسمبلې کې قايمه کميټيانو د غړيتوب نه د استتعفى ګانو وروسته اټکل کيږي چې عمران خان راتلونکې کې خپلو غړو د پارليمان او صوباېې اسمبلو د رکنيت پريښودلو او په سړکونو د احتجاج پريکړى اراده لري چې له امله د پاکستان سياسي ماحول له نور هم تاوجنه کيدو ويره ده
۔ پاکستان کې د جمهوري نظام په سر په نړيواله کچه انديښني هم مخې ته راځي او دا معامله وخت په وخت د امريکا د ګانګرس غړي هم راوچتوي
۔ څيړونکې د تحريک انصاف لخوا د پاکستان پوځ مخالفه بيانيه باندى نيوکې کوي او دا د تحريک انصاف سره د پاکستان د مفادات په ضد بولي
۔ څيړنې وايي تحريک انصاف سياسي حقيقت دى خو د پاکستان په معاملات کې پوځ هم ډير مهم او بنيادي کردار لوبوي
۔ دوي پاکستان کې د جمهوري نظاه د بقا لپاره دواړه ډلو پوځ او تحريک انصاف سره ټولو سياسي ګوندونو باندى د زغم نه کار اخستو او د خبرو اترو لاره خپلوولو ټينګار کوي
۔ د جمهوريت نړيواله ورځ مانځلو په ترڅ کې صدر آصف علي زرداري په خپل بيان کې په ګوته کړى د پاکستان د جمهوري نظام تر ټولو لويه ګټه د کال ١٩٧٣ ملکي دستور دى
۔ دا په داسى وخت چې د ملت پاله ګوندونه ويره څرګندوي چې ګني د وړو صوبو په ګټه اتلسم دستوري بدلون په ضد سازشونه کيږي
۔ صدر آصف زرداري په خپل بيان کې زياته کړى چې ملکې دستور د راٸې د اظهار باوري جوړولو ضمانت ورکوي
۔ د خبريالانو ملکي او نړيوال تنظيمونه د پاکستان په حکومت باندى د ميډيا په ضد د ناوړه بنديزونو تورونه لګوي خو د پاکستان حکومت د صحافت د آزادى پخلې کوي
۔ د خبريالانو نړيوال تنظيم رپورټرز ود اوټ بارډر ترمخه پاکستان د راٸې د اظهار د ازادى په معامله د نړې ١٨٠ هيوادونو په نوملړ کې په ١٥٨ باندى راځي
۔ د فريډم نيټ ورک نومې ادارې د شميرو ترمخه يواځې تير کال ٢٠٢٤ کې پاکستان کې ٨ خبريالان وژلې شوې دي

Related Articles

د امريکا غوښتنه د منطقې په هيوادونو څه اثرات غورځوولې شي؟

September 22, 2025

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *