تازه خبرونه

جنوبي وزیرستان کې ترهګرو ۱۲ امنیتي اهلکار شهیدان کړي

د پاس جنوبي وزیرستان وادي بدر په سیمه کې ددې برید ذمه واري ناقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې
د پاکستان او قبایلي ضلعو کې زیات شمیر ترهګر له افغانستانه تړاو لري چې د پاکستان په ضد ترهګري کوي.

د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونو له لوري که د اولس او هیواد په ګټه دا عملیات کیږي خو بل اړخ ته مخالف پي ټي ایی ګوند ددې په ضد فعالیتونو ته دوام ورکوي.

جنوبي وزيرستان اپر: پاس جنوبي وزیرستان کې  پر امنيتي ځواکونو مرګونی بريد شوې دې، د بدرو په دره کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان کمينی بريد شوی چې په پايله کې لږ تر لږه  ۱۲ سرتېري شهيدان  او  ۴ نور سخت ټپيان  شوي دي. چارواکو د دغه سترې بدې پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې ټپيان نږدې پوځی روغتون ته لېږدول شوي دي او ددوی روغتیایی حالت نازک ښودلې کیږي.

ټي ټي پي ی ذمه وارې منلې

د راپورونو له مخې ناقانونه ګرځول شوې ترهګرې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې بريد ذمه واري منلې ده. د ډلې وياند دعوه کړې چې د عملياتو پر مهال يې د

 د کال تر ټولو خونړی بريد

کارپوهان وايي دا پېښه د جنوبي وزيرستان اپر په سيمه کې د تېر يوه کال تر ټولو خونړی بريد دی. د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې هم په همدې سيمه کې د ټي ټي پي په بريد کې  ۱۶ سرتېري شهيدان  شوي وو، چې له هغې وروسته  پاکستان د افغانستان دننه  هوايي عمليات  کړي وو

  د امنيتي وضعيت اغېز تجزيه کاران خبرداری ورکوي چې دغه تازه بريد کېدای شي د سيمې امنيتي حالت لاپسې کړکېچن کړي. چارواکي وايي چې د پېښې څېړنې پيل شوي او په سيمه کې دترهګرو د لټون عمليات  هم روان دي .

د وژل شوو اهلکارو پیژندل ګلو ، شهید شوی اهلکار د ۳۷ بلوچ رجمنټ سره تړاول لري. په شهید شوو اهلکارو کې حوالدار متین، حوالدار ظهیر ، نایک کامران، نایک مظهر،  لانس نایک صابر،  سپاهي میسام، سپاهي  اسامه،  سپاهي الماس،  سپاهي  روزي خان، سپاهی ساجد،  ، سپاهي نصرالله، او سپاهي نازي شامل دي.

د سرچینو ترمخه   نایک نعیم خان، لانس نایک شاه محمد ، سپاهي شاه حیدر، او سپاهي عثمان ټپیان شوي دي.

نورخبرونه

افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون: په دوشنبه کې مهمه غونډه شوې

Related Articles

راپورونه ښيي چې طالبان په پنجشېر کې ځوانان او سیمه‌ییز مشران نیسي، چې د بشري حقونو اندېښنې راپورته کوي

March 10, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې په افغانستان کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې د ترهګرو پټنځایونو موضوع راپورته کړه او د نړیوال حساب غوښتنه یې وکړه

March 10, 2026

متحده ایالاتو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ناسمو نیونو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه نومولی، او وایي طالبان د فشار لپاره د یرغمل نیولو تګلارې کاروي او د بشري حقونو سرغړونې کوي

March 10, 2026

قطر د سایبر جرمونو د قانون لاندې د آنلاین درواغو خپرولو په تور ۳۱۳ کسان ونیول، او په ډیجیټل ازادۍ کې د مسؤلیت ټینګار یې وکړ

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *