د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې.
راپور کې وایی چې د هیواد بیله بیلو پولو څخه د افغان وګړو هیواد ته واپس راتګ دوام لري او دوی سره له افغان حکومت لوري نغدي مالي مرستې هم دوام لري.
یاده اداره په خپور راپور کې وایی چې د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۱۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۲۰ هـ ل نېټې سره سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي دی او له افغان حکومت لوري دې افغان کورنیو ته اړین خدمات وړاندې شوي.
په راپور کې وایی چې د هرات ،اسلام کلا لارې ۳۱۸ کورنۍ (۲۰۶۶ تنه) راستنې او ثبت شوې دي او دوی سره مرستې شوي دي، په راپور کې وایی چې د مالي چارو کمېټه لوري له ۳۱۶ کورنیو سره ټولټال ۲٬۳۸۶٬۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده .
په راپور کې وایی چې د نیمروز ، وریښمو لار له لارې ۳۵ کورنۍ (۱۵۲ تنه) راستنې او ثبت شوې.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه په راپور کې وایی چې له نیمروز څخه ۵۴ کورنۍ (۳۵۵ تنه) کندهار، فراه، هلمند او کابل ته لېږدول شوې او ۳۵۸٬۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده، د مالي کمیټه وایی چې
له ۳۰ کورنیو سره ۲۴۲٬۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده .
په راپور کې وایی چې دخدماتي او روغتیايي چارو کمېټه وایی چې ۳۱۶ تنه ی تداوي کړي او ۳۵ سیکارتونه ی هم دې کورنیو ته ویړیا ورکړي دي. :
د کندهار ، سپین بولدل د ثبت او استقبال کمیټه په راپور کې وایی چې د سپین بولدک لارې ۱۸۴ کورنۍ (۱۰۶۲ تنه) راستنې او ثبت شوې دي، د ټرانسپورټ او لېږد اداره وایی چې ۶۰
کورنۍ (۳۵۹ تنه) نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۴۳۰٬۴۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده .
د مالي کمېټه په راپور کې وایی چې له ۱۸۴ کورنیو سره ۱٬۵۹۴٬۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده، د خدماتي او روغتیايي چارو کمېټه وایی چې ۱۳۳۶ خوراکي ډوډۍ او اوبه ویشل شوي او ۲۰۳ سیمکارتونه هم کورنیو ته ورکړل شوي دي. :
د افغان چارواکو خپور راپور وایی چې د ننګرهار ،تورخم له لارې د افغان مهاجرنیو د ثبت او اسقتبال کمیټه د معلوماتو ترمخه ددې لارې ۱۱۵۰ افغان کورنۍ چې ۷۰۰۸ تنه غړی ی وو هیواد ته واپس راغلي او بایومیټرک شوي دي، ټرانسپورټ او لېږد کمیټه وایی چې ۱۱۵۰ کورنۍ ، ۶۲۲۹ تنه نورو ولایتونو ته لیږدول شوي دي. :
د مالي کمیټه وایی له ۸۳۱ کورنیو سره ۶٬۷۸۸٬۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده او د خدماتي او روغتیايي چارو کمېټه په راپور کې وایی چې ۹۹۷ سیمکارتونه دې کورنیو ته ورکړل شوي دي.
د پلازمینې کابل مرکزي اداره ، د ټرانسپورټ او لیږد کمیټه وایی چې
له کابل څخه ۳۶۱ کورنۍ (۱۸۲۲ تنه) پروان، بغلان، بلخ، پکتیا، کندز، دایکنډي، جوزجان، سرپل، فاریاب، خوست، کاپيسا او تخار ته لېږدول شوې دي او ۱٬۳۵۲٬۵۹۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
ثبت شوي افغان مهاجرین ۱۶۸۷ کورنۍ، ۱۰۲۸۸ تنه دي، لیږدول شوې ۱۶۲۵ کورنۍ، ۸۷۶۵ تنه، مرسته ورکړل شوې کورنۍ، ۱۳۶۱ او ټولو کورنیو ته ۱۲۳۵ ویړیا سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.کابل مرکزي ادارې یو ټولټال راپور خپور کړې ، او وایی چې ټول
ثبت شوي افغان مهاجرین ۱۶۸۷ کورنۍ، ۱۰۲۸۸ تنه دي، لیږدول شوې ۱۶۲۵ کورنۍ، ۸۷۶۵ تنه، مرسته ورکړل شوې کورنۍ، ۱۳۶۱ او ټولو کورنیو ته ۱۲۳۵ ویړیا سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.
نور خبرونه