تازه خبرونه

نائن اليون واقعاتو مخکښنې او وروستې افغانستان ۔ ۔ ۔ انسانيت ولې تر دې دمه د ماتۍ ښکار؟

امريکه د نائن اليون پيښې ۲۴ کليزه په داسې مهال نمانځي چې نن هم افغانستان د ترهه ګرو خوندي مرکز کښې بدل شوېدے

1 min read

نائن اليون واقعاتو مخکښنې او وروستې افغانستان ۔ ۔ ۔ انسانيت ولې تر دې دمه د ماتۍ ښکار؟

نائن اليون واقعاتو د نړۍ نقشه بدل کړې

September 11, 2025

اسلام آباد: يوؤلسم ستمبر ۲۰۰۱ د نړۍ د تاريخ د مهمې ورځۍ په حيث به تل ياد ساتلي شي ، د ويرې، دهشت ،تاؤ تريخوالۍ، ظلمونو او سخت دريزۍ يوه داسې ناترسه دور آغاز چې څليريشت کاله تيريدو باوجود ئۍ انسانيت له ورکړي شوي زخمونه مرهم نۀ لري۔ په دې ورځ د امريکې څلور الوتکې تښتولي کيږي چې پکښې دوه الوتکې د نړۍ د ټولو لوړې ودانۍ ورلډ ټريډ سنټر او بله الوتکه د امريکه دفاع وزارت (پينټاګان) په دفتر سره جنګولې شي ۔ نائن اليون که د امريکې د تاريخ يو خونړۍ ورځ ده نو بلخوا دې واقعاتو د ترهه ګرۍ د ناسور په نوم د يو داسې نوي جنګ آغاز وکړو چې د پخوانو وختونو د جابرانو د ظلمونو قيصې ئۍ له خلکو نه هيرې کړې ۔ د ادل او بدل اخستو يوه داسې سلسله شورو شوه چې ورور د خپل سکه ورور د وينو تګۍ شو۔ د ذاتي مفاداتو په سود او زيان کښې اموخته مفاد پرستو د ترهه ګرۍ دې اوور له داسې باد ورکړو چې د تابوتونو او کفنونو سوداګر ئې هم کهرب پتيان کړل او د مزې خبره خو دا ده چې هم مې وژنې او هم زما په غم وير کوي ۔ داسې هم نه وه چې د ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ نه مخکښې ترهه ګري چا نه پيژندله، د دهشت ګردۍ حملې به مخکښې هم کيدې هدفونه به په نښه کيدل خو نائن اليون پيښو وروسته دې واقعاتو څه بل قسم شکل خپل کړو، مخکښې به ئې د انسانيت قتل د تمانچے يا د کلاشنکوپ په ګولۍ کيدو خو په امريکې د ترهه ګرۍ حملو او د دې حملو ذمه وارو ته سبق ښودلو لپاره د امريکائي واکمنو جوابي کارروائيو دۍ نړۍ ته يو ځانمرګي بريد ګر معرفي کړو يعني د جنګ ډګر هغه دے ، وينه اوس هم د انسان ده خو دا قيمتي وينه “دي وار آف ټيرر ” په نوم په يوه نوي شکل کښې ضائع کيږي ۔

له توره بوره تر باګرامه ۔ ۔ ۔ ۔

نائن اليون واقعاتو نيغ په نيغه پاکستان او افغانستان نه علاوه مينځني ختيځ ملکونه وځپل ۔ ترهه ګرو پسې کوتک په لاس امريکه سره د خپل اتحادي ملګرو کله په يو هيواد کښې او کله په بل هيواد کښې پوځي کارروائۍ کوي خو مجال شته که په لاس ورله اوسه پورې څه هم راغلې وي خو بيا هم د کاميابو غټې غټې دعوې کيږي ۔ نائن اليون واقعات هم مذهبونه او قامونه خپلو کښې د جنګولو د سازشونو لړۍ وه چې هدف ئې اسامه بن لادن او د القاعده ډلې نور قيادت په نښه کول وو۔ د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په لټون پسې امريکه په اووم اکتوبر کال ۲۰۰۲ کښې افغانستان ته راغله او په توره بوره غرونو کښې پټ اسامه بن لادن او د هغه د ملګرو د وژلو لپاره ئې په يو پرامن هيواد کښې د داسې جنګ بنياد کيښودو کوم چې اړو د ختميدو نوم نۀ اخلي ۔ اسامه خو د امريکنيانو په لاس رانغلو البته امريکې د طالبانو د هغه وخت حکومت رانسکور کړو او بيا چې دې شل کالو دوران په افغانستان کښې څه وشول هغه ټولې نړۍ ته په ډاګه دي ۔ دلته بايد چې د دې خبرې يادګيرنه وشي چې امريکه نن په داسې حال د نائن اليون واقعاتو ۲۴ کليزه نمانځي چې د کابل په تخت بيا هم طالب جنګيالې قابض دے ۔ په افغانستان د امريکې يرغل او دوه لسيزو راهسې په دې هيواد کښې موجودګۍ لوجې که يو خوا د لکونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړيدلې نو بلخوا د ګاونډي په حيث پاکستان د دې جنګ د اثرات نه هم بچ پاتې نه شو، په پاکستان کښې د ځانمرګي بريدونو يو نه ختميدونکې لړۍ پيل شوه کومې چې د ۹۰۰۰۰ نه سيوا قيمتي زياني نقصانات وکړل او د ټولو لوئې زيان ئې دا وکړو چې ورور او ښه ګاونډې ملک ئې د پاکستان نه مرور کړو او تعلقات دومره حده پورې خراب او بے باوري شول چې دواړه هيوادونه يو او بل د ترهه ګرو ملاټري هيوادونه بلي ۔ اسامه بن لادن پسې توره بوره ته راغلي امريکه سره نيټو فورس به باګرام هوائي ډګر کيښناستل، کيدې شې چې د څه مقصد لپاره چې امريکه دې منطقې ته راغلي وه هغه غرض او ضرورت ئې هم پورا شوي وي ځکه خو ئې څلور کاله اګاهو دې جنګ کښې د لکونو پښتنو وينه تويدو ووسته جهګړې ته د پائې ټکې کيښودو او د خپل ازلي او ابدي دښمن سره ئې دوحه کښې روغه جوړه وکړه ۔

د پولو يوخوا بلخوا آباد پښتانه خپل مستقبل څه ويني؟

امريکه راغله ۔ او بيا لاړه خو د ترهه ګرۍ د اوور سروټکه سړه نۀ شوه بلکه اوس هم وخت په وخت دې اوور ته لمن وهلې کيږي ۔ دلته سوال دا پيدا کيږي چې په منطقه مسلط کړي شوي جنګ د سخت دريزو او ترهه ګرو په ضد وو کنه د بے ګناه خلکو خلاف افغانستان او پاکستان د جنګ په ډګر بدل کړي شوېدے ؟ چې په کابل د امريکې او نيټو د زرګاؤ پوځيانو سيورې وو، جديد ټيکنالوجې باندې برابر وسله، ګاډي او مهارتونه وو نو بيا هم چاودنې ښه په جوبن وې ۔ د بارودو دا لوګۍ صرف د پلازمينې کابل په لارو کوڅو کښې نۀ وو بلکه پيښور،کوئټه او نور ښارونه هم دې اوور خپله ولقه کښې راګهير کړي وو ۔الميه دا وه چې پښتانه به يو خوا د بارودو په تور لوخړه کښې شهيد کيدل نو بلخوا د دښمن نوغې ويستو لپاره د واشنګټن نه باګرام ته منتقل شوي جنګي الوتکو بمباريو کښې هم بے ګناه خلکو ته مرګ ژوبله اوړيدله ۔ صدر جوبائيډن خو د افغانستان جنګ د امريکې د بريا د نعرے سره پائې ته اورسوؤ خو د امريکنيانو د انخلا د يو څو ساعت پس طالبان بغير د څه مذاحمت بيا د کابل ته تخت قابض شول او د دې جنګ د اثرات ټول زور په پاکستان او پاکستانيانو پريوتو ۔ په جنګي ماموريت نظر ساتونکي ماهرينو مطابق نائن اليون واقعاتو خو پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د امريکې نزدې ملګرې او فرنټ لائن اتحادي جوړ کړو خو نقصان ئې هم د ټولو نه زيات پاکستان برداشت کړو اوس هم د دې جنګ د خسارې قيمت پاکستانيان او په خصوصي توګه پښتانه ئې ادا کوي ۔ طالبانو چې دوحه کښې امريکې سره کومه امن معاهده کړې وه په هغې هيڅ عمل درآمد اوسه پورې ونه کړې شو او نه طالبانو د امريکې سره شوي لوظونه پورا کړل چې لوئي نقصان ئې دا وشو چې افغانستان دوباره د ترهه ګرو او د پاکستان د کالعدم تنظيمونو لپاره خوندي مرکز کښې بدل شو، حال دا دے چې د پاکستان د بار بار مطالبو او د نړۍ په هر فورم دا معامله پورته کولو باوجود اسلامي امارت واکمنو پرې خاموشي خپله کړيده ،د افغان دولت دې رويو د منطقې امن بيا له خطرو سره مخ کړېدے او د پولو دواړو غاړؤ ته آباد لکونو پښتانه د خپل ژوند او مستقل په فکر کښې دي ۔

Related Articles

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

افغان چارواکي وایی چې چا امریکایان افغانستان ته راوستلي وو نن هغوی له دې ځایه تښتیدلې دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *