تازه خبرونه

وسله وال له افغانستانه پاکستان ته را داخلیږي او ترهګري کوي: بیرسټر سیف

سرکاري چارواکو د معلوماتو ترمخه په قبایلي ضلعو باجوړ او خیبر کې تر ۸۰۰ زیات وسله وال فعالیت لري او په دې سیمو کې شتون لري او ترهګري کوي.

1 min read

ضلعي انتظامیه وایی چې د باجوړ لغړي بازار په بشپړه توګه پرانستل شوې دې.

د باجوړ ځایی اولس په دې د خوشحالۍ څرګندونه کړې چې ځایی انتظامیه ورله کورونو ته د واپس راتلو زیرې ورکړې دې.

September 9, 2025

پیښور: د خیبر پښتونخوا حکومت د اطلاعاتو مشیر او سلاکار  بیرسټر محمد علي سیف رسنیو ته ویلي دي چې ترهګر له افغانستانه راځي او مونږ ورسره جګړه کوو. ده ټینګار کړې دې  چې حکومت او د پاکستان  امنیتي ادارې د فتنه الخوارج پر وړاندې په کلکه ولاړې دي او دوی ته به ماتې ورکړوي.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په دې وروستیو کې په باجوړ کې د ترهګرو په ضد عملیات ترسره شول، د امنیتي چارواکو ترمخه په باجوړ کې موجود ترهګرو کې زیات شمیر هغه وسله وال دي چې افغانان دي او له افغانستان راغلي دي، په باجوړ کې په عام اولس کې پټ دي او ترهګري کوي.

امنیتي چارواکي وایی ددوی په ضد سربکف عملیات ترسره شول او یوشمیر وسله وال ی له منځه یوړل، د اپریشن سربکف په مهال امنیتي ځواکونو اهلکار هم شهیدان شول خو دوی ژمن دي چې ددې ترهګرو په ضد به ګامونو اخستلو ته دوام ورکړي ترڅو ترهګر له منځه یوسي او قبایلي سیمې عام اولس لپاره خوندي کړي.

په داسې وخت کې چې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ترهګرو په ضد سربکف اپریشن دوام لري له سرکاري چارواکو معلومه شوې ده چې په خیبر پښتونخوا کې له ۸ زرو څخه ډېر د فتنه الخوارج ترهګر موجود دي چې د عامو خلکو په منځ کې پټ شوي او د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کوي. .

د چارواکو په وینا، دغه ترهګر د نامعلومو لارو له افغانستانه پاکستان ته راغلي دي. د ۸ زرو څخه زیات وسله وال په پېښور، ټانک، ډي آی خان، بنو، لکي مروت، سوات، شانګله او په صوبه کې ورګډو شوو ضلعو کې موجود دي، په داسې حال کې چې یوازې په باجوړ او خیبر کې تر ۸۰۰ ډېر وسله وال فعالیت لري. .

چارواکي زیاتوي چې ترهګر د سی پیک سړک، ډي آی خان ، بنو او ټانک پر لارو ناکې لګوي. د خلکو په منځ کې پټ ترهګر پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، چې له امله یې ځواکونو ته د ځوابي عملیاتو پر مهال ستونزې پیدا کېږي او ځینې وخت مرګ ژوبله هم اړوي.

سرچینې وایي، د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی تر مشرۍ لاندې په ترسره شوو جرګو کې قبایلي مشرانو د افغانستان له لوري د ترهګرو پاکستان ته راتګ او دلته په ترهګرۍ  سخت اعتراض کړی وو او له وزیراعلی یې غوښتي چې دا موضوع د افغان حکومت سره په جدي توګه شریکه کړي او ددې ستونزې دې زر حل را او ویستل شي. .

د چارواکو په خبره، یوازې په څو اوونیو کې د شمالي وزیرستان او باجوړ په سیمو کې امنیتي ځواکونو د افغانستانه د راغلو ۸۰ ترهګرو پر وړاندې عملیات کړي او هغوی یې وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر (آی جي) ذوالفقار حمید رسنیو ته ویلي دي چې مونږ د فتنه الخوارج د شتون او د هغوی د ترهګریزو بریدونو څخه خبر یو. هغه زیاته کړه چې په ډي آی خان، لکي مروت، باجوړ، وزیرستان، خیبر، بنو او دیر کې ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي دي. یوازې په تېره میاشت کې د ۱۹۰ عملیاتو پر مهال ۳۹ ترهګر وژل شوي او ۱۱۰ نور نیول شوي دي.

ذوالفقار حمید وویل چې د ترهګرو له خوا د سړکونو پر سر د ناکو لګولو پر ضد جدي ګامونه پورته شوي دي، او د سی پیک پر لاره د موټر وے پولیسو سره په ګډه د ورځې او شپې ګرځېدل پیل شوي دي چې دداسې ترهګرو په ضد ګام واخستل شي.

Related Articles

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *