د امريکائي کمپنو يونائيټډ سټيټس سټريټجک ميټلز او موټا ايجنل ګروپ اعلي پائې وفد وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات کړي وو او ورسره ئې د معدني وسائلو او درنګونو شعبو کښې سرمايه کارۍ او لاجسټک شعبه کښې همکارۍ په معاملو خبرې کړيدي ۔ ملاقات په مهال امريکني کمپنو وفدوئيلي دي چې د پاکستان د دورې مقصد ئې معدنياتو لټون شعبه کښې د سرمايه کارۍ جائزه اخستل دي ۔ په دي موقع د امريکائي وفد ته د پاکستان په مختلف برخو کښې د سرو زرو ،د اوسپنې او د نور قيمتي معدنياتو د ذخائرو په حواله تفصيلي بريفنګ ورکړي شوېدے ۔ امريکني کمپنو په معدنياتي درنګونو او لاجسټکي شعبو کښې پاکستان کښې سرمايه کاري کولو باندې رضا مندي ښودلي په دي موقع د دواړو ملکونو ترمينځ د ۵۰ کروړ ډالرو سرمايه کارۍ په حواله د مفاهمت په ياداشتونو لاس ليک شوېدے، معاهدو ترمخه په ابتدائي توګه به امريکني کمپنې د پاکستان نه سره زر، تانبا(مسو) ،اينټي مني ، ټینګ سټن او ریئر ارتهیمینټس صادرات پیل کوي ۔ د پاکستان نيشنل لاجسټک کارپوريشن او موټا اينجل ګروپ ترمينځ لاس ليک شوي مفاهمتي ياداشت مطابق امريکني کمپنۍ به لاجسټک او تعميراتي شعبو کښې اهمې منصوبې په پاکستان کښې شورو کوي ۔ وزيراعظم هاؤس او پاکستان کښې د امريکې سفارتخانې لخوا جاري شوي بيانونو کښې د دواړؤ ملکونو ترمينځ لاس ليک شوې د دې تاريخې معاهدو هرکلې شويدے ، بيانونو کښې وئيلي شويدي چې د دواړو ملکونو ترمينځ دې سرمايه کارۍ سره به نه صرف پاکستان کښې د معدنياتو درنګونو شعبو ته وده ملاؤ شي بلکه پاکستان کښې به د اقتصادي پرمختګ او روزګار نورې موقعې هم پيدا شي ۔ د دواړو ملکونو ترمينځ د مفاهمتي ياداشتونو باندې د لاس ليک په دستوره کښې فيلډ مارشل عاصم منير او وفاقي وزيران هم موجود وو۔