پاکستان څخه افغانستان واپس ستنیدونکو افغان مهاجرینو لړۍ روانه ده ، افغانستان ته د واپس راغلیو افغان وګړو په اړه د افغانستان مهاجرینو اړوند ادارې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ، د کمیټو ورځنې کاري راپور خپور کړې دې.
په دې راپور کې وایی چې د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۱۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱۷ هـ له نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په جبري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي .
په راپور کې وایی د تثبیت، ثبت او د افغان مهاجرینو لپاره جوړه شوې د استقبال کمیټي په راپور کې وایی چې اسلام کلا له لارې (۸۰۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۹۱۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي . .
د مالي چارو د تنظیم کمیټۍ راپور
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري هم په راپور کې لیکل شوي دي چې له (۷۸۹) کورنیو سره مجموعًا (۶۱۷۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده. .
د نیمروز او وریښمو لار د تثبیت، ثبت او استقبال کمیټي
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۰۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۳۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۶۹۱)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمټۍ راپور
له نیمروز څخه (۳۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۲)تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۱۶۹۰۰۰) افغانۍ کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټۍ راپور
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري هم دا راپور خپور شوې دې و په خپور راپور کې وایی چې له (۱۹۳)کورنیو سره مجموعًا (۱۵۴۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټۍ راپور
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي دي، په راپور کې وایی چې
په ورېښمو لار (۶۱۱)تنه راستانه شوي افغان مهاجرینو لپاره د علاج اسانیتاوه ورکړل شوي او د افغان وګړي تداوي شوي دي. په راپور کې وایی او زیاتوي چې په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۲۰۵)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي .
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټۍ راپور
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار، سپین بولدک، د ډیورنډ فرضي کرښه باندې کمیټۍ راپور
سپین بولدک له لارې (۲۴۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۲۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمیټۍ راپور
له سپین بولدک څخه (۸۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۹)تنه و، کندهار، هرات، نیمروز، فراه او هلمند ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۵۱۳۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۵۱)کورنیو سره مجموعًا ۲۰۸۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
د سپین بولدک لا لارې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمامتونه ورکړل شوي دي، په سپین بولدک کې (۱۴۲۶)خوراکي کڅوړه او اوبه ویشل شوي دي ، د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۲۵)عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي. .
د تورخم ثبت، تثبیت او استقبال کمېټۍ راپور
د تورخم له لارې (۹۳۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۵۷۰۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه په خپل راپور کې وایی چې له تورخم څخه (۱۶۱۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۹۸۰)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۹۷۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه په راپور کې وایی چې د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي
راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۴۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه په خپور شوي راپور کې وایی چې په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه په خپور شوي راپور کې وایی چې
پایه تخت کابل کې د افغان مهاجرینو لپاره جوړه شوې کمیټي په راپور کې وایی چې په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
له کابل څخه (۱۳۵۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰۲۱)تنه و، کندوز، پنجشیر، میدانوردګ، کندهار کاپیسا، ننګرهار، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، تخار، خوست او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۰۷۷۶۹۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده .
په افغانستان کې د افغان مهاجرنیو لپاره جوړې شوې ټولې کمیټیو یو بشپړه راپور هم خپور کړې ، په دې راپور کې وایی چې ټول ثبت شوي مهاجرینو شمیره ۲۱۸۲ کورنۍ او ۱۲۸۷۴ غړي، لیږدول شوي مهاجرین ۳۰۸۰ کورنۍ او ۱۴۴۲۲ وګړي، مرسته شوي مهاجرین ۱۲۳۳ کورنۍ او ۱۴۷۵ کورنیو ته ویړیا سیمکارتونه ورکړل شوي دي.
پایه تخت کابل کې د افغان مهاجرینو لپاره جوړه شوې کمیټي په راپور کې وایی چېپایه تخت کابل کې د افغان مهاجرینو لپاره جوړه شوې کمیټي په راپور کې وایی چې
له کابل څخه (۱۳۵۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰۲۱)تنه و، کندوز، پنجشیر، میدانوردګ، کندهار کاپیسا، ننګرهار، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، تخار، خوست او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۰۷۷۶۹۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده .
په افغانستان کې د افغان مهاجرنیو لپاره جوړې شوې ټولې کمیټیو یو بشپړه راپور هم خپور کړې ، په دې راپور کې وایی چې ټول ثبت شوي مهاجرینو شمیره ۲۱۸۲ کورنۍ او ۱۲۸۷۴ غړي، لیږدول شوي مهاجرین ۳۰۸۰ کورنۍ او ۱۴۴۲۲ وګړي، مرسته شوي مهاجرین ۱۲۳۳ کورنۍ او ۱۴۷۵ کورنیو ته ویړیا سیمکارتونه ورکړل شوي دي.
ټولې افغان کورنۍ چې افغانستان ته واپس راغلې
د افغان اړوند چارواکو له مخې پورته خپور راپورترمخه په دې ورځو کې ۲،۹۰۷ افغان کورنۍ افغانستان ته راغلي او خپلو خپلو ولایتونو ته لیږدول شوي دي.