تازه خبرونه

د بنو ټول درې بریدګر افغانان وو

د بنو په ایف سي لاین باندې ځانمرګي برید کوونکي درې ترهګر افغان تبع وو او ددوی نیشنلټي د افغان په توګه پیژندل شوې ده
بنو ایف سي لاین باندې برید کوونکو کې درې تنه افغان وګړي وو

په بریدونو کې پرله پسې د افغان وګړو د ځانمرګي بریدګرو په توګه پیژندل د پاکستان لپاره نوې اندیښنې راپورته کړي

 بنو: په بنو کې فرنټیر کانسټبلری لاینز لویه دراوازه باندې برید کوونکو په اړه مهم انکشاف دا شوې دې چې  د برید ځانمرګي افغان وګړي وو.

  د تېرې اونۍ د بنو په ایف سي لاین باندې د خونړي برید څېړنې څرګندوي چې د ځانمرګي بریدګرو ډېری یې د افغانستان اوسېدونکي وو، چې دا د پاکستان د لوېدیځو سیمو د امنیتي ستونزو سرحدي اړخ یو ځل بیا په ډاګه کوي.

د امنیتي چارواکو په وینا، د برید کوونکو له پنځو کسانوڅخه درې کسان افغان وګړي پیژندل شوې دي. بریدګرو د بارودو ډک موټر ددې ودانې لوی دروازې سره ټکر کړو چې له امله ی وروره چاودنه وشوه او ورسره نزدې ودانۍ او دوکانونه ی ویجاړ کړل. ددې برید په مهال شپږ امنیتي اهلکار هم ژوند له لاسه ورکړو.

  پیژندل شوي افغان وګړي

ددې خونړي برید کوونکي نجیب الله ملقب حذیفه د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکی، د درېیم ځانمرګي بریدګر په توګه پېژندل شوی.

له دې وړاندې څېړونکو د ملا شبیر احمد ملقب مولوي بلال مهاجر چې د وردګو ولایت د سعیدآباد ولسوالۍ د عبدالـمحی‌الدین کلي اوسېدونکی و، او عبدالعزیز ملقب قاصد مهاجر چې د پکتیکا ولایت د متاخان ولسوالۍ اوسېدونکی و، هویت هم څرګند کړی وو.دغه هویتونه د افغانستان له خاورې د فعالو وسله والو شبکو سره مستقیم تړاو ښيي.

له وړاندې پلان شوې برید

شواهد څرګندوي چې د بنو برید مخکې پلان شوی و. چارواکي وايي یو ویډیويي پیغام   د برید کوونکو له لوري خپور شوی و، چې پکې له ناقانونه ګرځولې شوې ډلې  تحریک طالبان پاکستان څخه  غوښتنه شوې وه چې د پاکستان او یا هر بل هېواد په دننه کې د ځانمرګي برید په ترسره کولو کې مرسته وکړي. په دې ویډیو کې بریدګر ادعا کړې وه چې هغه د افغانستان د هلمند ولایت د برامچه په سیمه کې مېشت دی، کومه چې د وسله والو یو پېژندل شوی مرکز بلل کېږي.

د پاکستان لپاره راپورته شوې ګواښ

د بنو برید د پاکستان هغه تکراري اندېښنې پیاوړې کوي چې د افغانستان خاوره د وسله والو د پناه ځای په توګه کارول کېږي، څو له هغې ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کړي. د امنیت شنونکي خبرداری ورکوي چې دا پېښه په پاکستان د لوېدیځو سیمو کې پلان شوي بریدونو د بیا راپورته کېدو څرګندونه کوي، چیرې چې د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ترهګرو ډلو په وروستیو میاشتو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *