تازه خبرونه

بلوچ ښځینه مشرې ماهرنګ بلوچ په اړه نوي انکشافات

ماهرنګ بلوچ په اړه دا انکشاف شوې چې د جعفر ایکسپریس برید کې ککړ یو وژل شوي ترهګر د مړي ترلاسه کولو هڅه ی کړې وه

1 min read

ماهرنګ بلوچ په اړه داسې انکشافات ثابتوي چې دا ښځینه بلوچ د بلوچستان د پرمختګ په ضد ده او نه غواړي بلوچستان یو پرمخ تللې صوبه جوړه شي.

بلوچ بیلتون خوښې ډلو مشران د ترهګرو سره یو ځای کار کوي ځکه دوی د بلوچستان پرمختګ نه غواړي او د ګوادر او سي پیک په څیر سترو پروژو په ضد هم کار کوي

September 6, 2025

په بلوچستان کې د انساني حقونو په نامه غږ اوچتونکې ښځینه مشره او د بلوچ د یووالي کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوچ په اړه نوي انکشافات مخې ته راغلي دي.

د راپورونو له مخې د ماهرنګ بلوچ په اړه داسې انکشافات مخې ته راغلي چې دا ښځینه د انساني حقونو په غږونو اوچتولو سره د بلوچ بیلتونو خوښو ډلو دریځونه خپروی، دوی لپاره کار کوی او په یو شمیر وختونو کې ی ددې ډلو د ترهګریز بریدونو د پټولو هڅه هم کړې ده.  

 د راپور ترمخه د مشخ برید مرکزي کردار ودود ستک زه کوم چې بلوچ بیلتون خوښو د یو ځانمرګی برید ګر په توګه منلې وو، له ماهرنګ بلوچ لوري د لادرکه تن په توګه وړاندې کړل شو او د ګوادر او مشخ بریدونو په حملو کې وژل شوي ترهګرو د مړي ترلاسه کولو هڅی هم ماهرنګ بلوچ کړې وې چې دا څرګندوي چې دا ښځینه د انساني حقونو لپاره غږ اوچتولو ترشاه د ریاست په ضد کار کوي او د ترهګرو ډلو لپاره ښه فعال کردار ادا کوي.

د ماهرنګ بلوچ په اړه دا انکشاف هم شوې چې د هغې نزدې خپل او باډي ګارډ صهیب لانګو د جولایی ۲۰۲۵ تربت کې د بي ایل اې یو ترهګر غړي په توګه اووژل شو چې دا څرګندوي چې ددې ښځینه مشرې نزدې خپل نیغ په نیغه د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په دې ډلو کې شاملې دي.

شنونکي وایی چې بي وایی سي نه خو کومه آیني اداره ده او ددې کوم آیني حیثیت شته ، ددې پرته دا تنظیم په بلوچستان کې د پرمختیایی پروژو لکه ګوادر او سي پیک په ضد مهم چلوي ، ددې ښځینه مشرې په غونډو کې د بي ایل اې کارکوونکي شامل وي چې ددې ثبوتونه شته دې.

سرچینې زیاتوي چې ماهرنګ بلوچ د بهرنیو سفرونو په ترڅ کې، په ځانګړي ډول د ناروې د سفر پر مهال، د پاکستان ضد پروپاګند د پیاوړتیا لپاره مالي مرسته ترلاسه کړې، دا هم معلومه شوې چې د هغې ترمخه یو شمیر لادرکه کسان بیا وروسته د بي اېل اې او بي ایل ایف د ځانمرګي بریدګرو په توګه مخې ته راغلي دي.  .

دغه ټول انکشافات څرګندوي چې ماهرنګ بلوچ یوازې د بشري حقونو فعاله نه ده، بلکې د کالعدم ډلو د دریځ د پیاوړتیا لپاره یو فعاله ښځینه کارکوونکي ده چې دا کارونه ی دا ثابتوي چې د هغې فعالیتونه د بلوچستان د امن او پرمختګ لپاره اصلي ګواښونه دي.  

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *