تازه خبرونه

هند سره د پاکستان جګړه: بل ځل به ماتې ۶ صفر نه بلکې ۶۰ صفر وي: شهریار خان

پاکستان کې د ۶ شپږم سپتمبر ورځ هر کال د هیواد د دفاع په توګه نمانځل کیږي او په ۱۹۶۵ کې هند سره شهید شوي پوځیانو او عام اولس د قربانیو ستاینه کیږي
پاکستان هوایی ځواکونو د هند ۶ جنګي الوتکې رانسکورې کړې چې پکې یوه جنګي الوتکه د فرانس وتلې او منلې شوې الوتکه رافیل هم وه

د هند په ضد د پاکستان ځواکونو بنیان المرصوص اپریشن د پاکستان د شپږم ستمبر ورځې یاد تازه کړو ، په دې ورځ پاکستاني ځواکونو هند ته غاښ ماتې شکست ورکړو.

کراچۍ: د پاکستان د دفاع په ورځ د  هوایی ځواکونو مشر  شهريار خان څرګندونې  مخې ته راغلي دي، نوموړي وایی چې  بل ځل به حساب ۶  صفر نه، بلکې ۶۰  صفر وي

ائیر وایس مارشل شهريار خان ويلي دي چې  د “بنيان المرصوص” عملياتو د ۶ سپتمبر ياد تازه کړې دې  خو بل ځل به حساب يوازې په ۶  صفر نه محدودېږي او بل ځل به دا حساب  ۶۰  صفر  وي- نوموړي دا څرګندونې په کراچۍ کې  په “مزار قائد”  د ګارډ د بدلېدو په یوه درنه غونډه کې  د ځانګړي مېلمه په توګه وکړې-

نوموړي اوویل  چې د ساتونکو د دندو سمبالول د پاکستان ائير فورس اکاډمۍ اصغر خان لپاره ویاړ دی. د ۶ سپتمبر ورځ موږ ته هغه تاريخي ورځ راپه زړه او یادوي په کومه ورځ مو چې دښمن  د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکام کړ او ماتې مو ورکړه

موږ په هر محاذ چمتو یو: شهر یار خان

د پاکستان هوایی ځواک مشر اوویل چې موږ هر محاذ ته چمتو ولاړ یو او زمونږ دښمنانو تل ماتې خوړلې ده، ټینګار ی وکړو چې د پاکستان فضایی ځواک د اولس د هیلو سره سم عملي کړې ده او هیڅ کله ی هم پاکستانۍ اولس ناامیده کړې نه دې-

نوموړي اوویل چې موږ په دې ویاړ کوو چې فضایی ځواک نه یوازې په جګړه کې بلکې د سولې پر مهال هم تل مخکښ وي-

ایروایس مارشل وول چې د بنیان الرصوص اپریشن د ۶ سپتمبر ویاړونه بیا را ژوندي کړل او باور ورکوم چې د پاکستن د فضایی پولو دفاع د قوي لاسونو لاندې خوندي ده

نوموړي زیاته کړه او په دې ی ټینګار وکړو چې تخنيکي پرمختګ پاک فضايي ځواک د نړۍ په کچه پېژندلی، او راتلونکی ځل به حساب ۶  صفر نه بلکې ۶۰  صفر وي

دلته باید یادونه وشی  چې نن په ټول هېواد کې د “يوم شهدا و دفاع” ورځ  د ملي جذبې او ولولو سره نمانځل کېږي. د ورځې پيل د پاکستان پایه تخت اسلام آباد کې د ۳۱ او په صوبايي پلازمېنو کې د ۲۱ توپونو د سلامۍ سره وشو. جوماتونو کې د سهار تر مونځ وروسته د پاکستان د امنيت او هوساینې لپاره ځانګړې دعاوې وشوې

دا هم بايد ياد شي چې د روان کال د مې میاشتې په جګړه کې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو د هند غرور په خاورو کې ور واچول،  نه يوازې يې د هند پرمختللي “رافیل” جنګي الوتکې او ګڼ نورې الوتکې را نسکورې کړې، بلکې څو د هند هوايي اډې يې هم له منځه يووړې

Related Articles

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *