اسلام آباد: پایه تخت اسلام آباد کې د افغانستان سفارتخانې نن د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې په کونړ کې د وروستي زلزلې د شهيدانو د ياد په درناوي کې یوه غونده وشوه او یو تعزيتي کتاب کیښودل شوـ د کوربه هېواد د لوړو حکومتي چارواکو، بهرنیو سفارتکارانو، دیني عالمانو، خبريالانو او ټولنيزو مشرانو په دې غونډه کې ګډون وکړ او خپل د زړه له کومي تعزيتي پيغامونه یې وليکل ـ
د خيبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان، د قومي وطن ګوند مشر او پخوانی د کورنيو چارو وزير آفتاب خان شېرپاو، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، د کسټمز وفاقي محتسب ډاکټر آصف محمود جاه په ګډون ګڼ سياسي او ټولنيز مشران موجوړ ووـ .
سربېره پر دې، د روس سفير البرت خوریف، د قازقستان سفير یرژان کستافین، د ویتنام مرستیال سفیر فمان توان، د اسلاماباد دارالافتاء مشر ډاکټر مفتي عقیل پیرزادہ، د جمعیت علما اسلام مشر مولانا صلاح الدین ایوبي، او د جماعت اسلامي د بهرنيو چارو مشر آصف لقمان قاضي هم په دې درنه غونډه کې ګډون وکړوـ.
ګډونوالو له افغان سفير محمد سردار احمد شکیب سره وليدل او د زلزلې په پايله کې د شهيد شوو کسانو لپاره یې ژوره خواخوږي او غمرازي څرګنده کړه. په دې مهال د شهیدانو روحونو ته دعا وشوه او د ددوی کورنیو لپاره هم ځانګړې دعاګانې وشوې ـ
په افغان سفارتخانه کې دا فاتحې غونډه او د تعزيتي پيغامونو ليکل لا هم روان دي او د بېلابېلو ټولنو استازې برخه اخلي، افغان چارواکو سره خواشیني څرګندوي او دوی سره د مرستو ژمنه هم کوي ـ. دلته باید یادونه وشي چې د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د افغانستان په کونړ ولايت کې شوې زلزله کې له ۲۲۰۰ زيات کسان شهیدان شوي دي، تر شپږ زرو ۶۰۰۰ کورونه هم نړیدلې دي ـ