تازه خبرونه

د عمران خان خور علیمه خان له پي ټي آیی ښځینه غړو له لوري په هګۍ ویشتل شوې

د پی ټي آیی په غړو او یو شمیر مشرانو باندې داسې نیوکې کیږي چې دوی په هیواد کې د کنځلو ،بل ته د بغیر څه دلیل او ثبوت بدو ردو سیاست پیل کړې دې

1 min read

سیاسي چارو پوهان وایی چې د پي ټي آیی ګوند ښځینه غړو له لوري علیمه خان په هګۍ ویشتل، د غندنې وړ کار دې.

په پي ټي آیی نیوکې کوونکي وایی چې هم ددې سیاسي ګوند مشرانو په دې هیواد کې د کنځلو او د عدم برداشت سیاست پیل کړو.

September 5, 2025

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آيي) بنسټ ګر عمران خان خور عليمه خان سره د  راولپنډۍ په ښار کې یوه بده د بې عزتۍ پیښه شوې ده او  د مطبوعاتي کانفرنس پر مهال پر هغوی هګۍ ور ویشتل شوي دي-

د  پولیسو وینا ترمخه  هغه دواړه ښځې نیولې چې په علیمه خان ی په هګۍ ویشتلې ده-

دغه پېښه د اډیاله زندان ته څېرمه د داهګل په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې عليمه خان له رسنیو سره خبرې کولې. له پېښې وروسته ګډوډي رامنځته شوه او عليمه خان له خبرو ډډه وکړه او په موټر کې کيناسته.

پولیس وايي، هغه ښځې چې پر عليمه خان یې هګۍ غورځولې، د تحریک انصاف غړې دي. د پولیسو ویاند انسپکټر سجادالحسن څرګنده کړې چې دغه ښځې د پي ټي آيي سره تړاو لري. د ویاند په خبره، د خېبرپښتونخوا څخه د آل ګورنمنټ ایمپلایز ګرېنډ الاینس او ایپکا غړي د احتجاج لپاره راغلي وو، او کله چې ښځو پوښتنې وکړې او عليمه خان ځواب ورنه کړ، نو د هګۍ غورځولو پېښه مخې ته راغله

د راولپنډۍ پولیسو ویاند زیاتوي، په پېښه کې ښکېلې ښځې د پولیسو په ولکه کې دي د او پلټنې دوام لري

Related Articles

په تورخم پوله د افغان ټرانزټ ټریډ سره تړلي سوداګر غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې انټرنیټ سهولتونه چټک کړې شي

September 23, 2025

وژلي شوي ملزمانو څو ورځې وړاندې پوليس کانسټيبل فصيح الدين په ډزو شهيد کړې وو

September 23, 2025

د سرچینو ترمخه د خیبر وادي تیراه په متره سیمه کې د ټي ټي پي یو مرکز کې بارودي مواد ځای په ځای شوې وو چې وچاودیدل او تر ۱۰ لسو زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړو

September 23, 2025

خارجه وزيراسحاق ډار د مينځي ختيځ امن بحالۍ لپاره د پاکستان هلې ځلې جاري ساتو د عزم اظهار کړېدے

September 22, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *