تازه خبرونه

افغانستان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي: انجنیر امیر مقام

د سیفران وفاقي وزیر انجنیر امیر مقام ویلي دي افغان چارواکو سره غونډه کې د امن او ثبات په اړه هم خبرې وشوې او د افغان کډوالو د ستنېدو پر مهال د هغوی شکایتونه او ستونزې په سمدستي توګه د هوارولو ډاډ هم ورکړل شو

1 min read

افغانستان عوام او حکومت سره له پاکستان لوري مرستې دوام وکړي: امیر مقام

وفاقي وزیر انجنیر امیر مقام اوویل چې که صوبایي حکومتونه پخپله بهرني مذاکرات کوي، نو سبا به پنجاب هم له هند او بلوچستان له ایران سره خبرې پیل کړي.

September 5, 2025

په تورخم پوله د افغانستان زلزله ځپلو ته  د پاکستان  حکومت لوري مرستې لیږلو وروسته د  د وفاقي وزیر انجنیر امیر مقام څرګندونې مخې ته راغلې دي.

  د سیفران وفاقي وزیر  وزیر انجینیر امیر مقام لنډي کوتل کې ځایی خبریالانو سره په ځانګړې مرکه کې   ویلي دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي او د افغانستان سره د خبرو اترو واک یوازې د وفاقي حکومت په واک کې دی،هغه ټینګار وکړو چې دا کار د صوبایي حکومت نه دې چې افغانستان سره خبرې وکړي.

 نوموړي زیاته کړه چې پخوا د صوبایي حکومت له لوري د وسله‌والو سره شوي مذاکراتو نتیجې  لا هم ولس زغمي او د همدې له امله په لکونو خلک بې کوره او کډوال شول . .

وفاقي وزیر دا څرګندونې هغه مهال وکړې  کله ی چې  د وزیر اعظم پاکستان شهباز شریف لوري ۱۰۵ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي چې په ټرکونو کې بار وو ،افغان  چارواکو ته وسپارل.

 دا مرستي له وزیراعظم شهباز شریف لوري د کونړ زلزله  ځپلو ۱۰۰۰  اغېزمنو کورنیو لپاره واستلو شوې چې پکښې دارو درمل، د خوراک توکي او د ژوند نور اړتیا سامان پکې شامل وو.

افغان اولس،حکومت سره به د پاکستان مرستې دوام ورلي: امیر مقام

 مرستو سپارلو وروسته ځایی خبریالانو سره په ځانګړې خبرو اترو کې نوموړي اوویل چې پاکستان حکومت او اولس په دې سخت وخت کې افغان اولس تر څنګ ولاړ دې.

  نوموړي څرګنده کړه چې نننۍ غونډه کې  افغان چارواکو سره د امن او ثبات په اړه هم خبرې وشوې او د افغان کډوالو د ستنېدو پر مهال د هغوی شکایتونه او ستونزې  په سمدستي توګه د  هوارولو  ډاډ هم  ورکړل شو .

هغه زیاته کړه چې پاکستان غواړي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد ونه کارول شي، ټینګار ی وکړه چې  همدارنګه به خپله خاوره د افغانستان پر ضد نه کارولو ته اجازه نه ورکوي.

د امیر مقام په وینا که دواړه هېوادونه په سیمه کې تل پاتې  سوله ټینګه کړي، نو پاکستان او افغانستان کولای شي د اقتصاد ګډ مرکز جوړ شي او دا کار به له سمندر  څخه تر منځنۍ اسیا پورې به د سوداګرۍ لارې پرانیزي او د اقتصادي بدلون امکانات به رامنځته کړي . .

د صوبایي حکومت پر دریځ نیوکه

وفاقي وزیر وویل چې د افغانستان سره د سولې خبرې د وفاق حکومت ذمه واري او  صلاحیت دی، او صوبایي حکومتونه نه شي کولای په خپله بهرني مذاکرات پیل کړي.

هغه اوویل او ټینګار ی وکړو چې صوبایی حکومت له دا حق نشته چې دوی  د وفاقي حکومت په ضد کومه آزاده تګلاره جوړ کړې او وفاقي په دې کې له نظره اوغورزوي.

نوموړی اوویل چې  که  صوبایی حکومتونه پخپله بهرني مذاکرت کوی نو سبا به پنجاب له هند او بلوچستان ایران سره خبرې پیل کړي.

” امیر مقام څرګنده کړه چې په دې  وخت کې د وفاقي حکومت لوړپوړي پلاوي د افغان چارواکو په بلنه کابل ته سفر کړی او هلته یې د سولې په اړه مثبتې خبرې کړې چې پکې د چین چارواکي هم حاضر وو. زیاته ی کړه چې نو ځکه د صوبایي حکومت دا تور بې‌اساسه دی چې ګوندې وفاق دوی ته د خبرو لپاره موقع  نه ورکوي . .

د پخوانۍ تیروتنو  یادونه

هغه وویل چې د پخواني صوبایي حکومت د وسله‌والو سره د مذاکراتو پایلې نن هم لیدل کېږي، چې زرګونه خلک یې بې کوره کړل او بیا جګړې ته اړ شو. د نوموړي په وینا، مذاکرات باید وشي خو د ښه نیت او دایمي سولې لپاره، زیاته ی کړه چې مذاکرات باید داسې وشي چې په سیمه کې سوله او ثبات راشي. .

د ضم شوو سیمو اصلاحات

وفاقي وزیر زیاته کړه چې د پخوانۍ فاټا د اصلاحاتو لپاره یوه ګډه کمیټي جوړه شوې او  فعاله ده چې پکې وفاقي وزیران، د مختلفو ګوندونو مشرانو، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی او ګورنر شامل دي

 نوموړي وویل چې د قانون جوړونې صلاحیت د صوبې سره دی او په دې برخه کې به دوی صوبې سره همکاري وکړي او صوبای حکومت ته به مشورې ورکړي. . په غونډه کې د مسلم لیګ مشرانو پخواني صوبایی اسمبلۍ غړې  شفیق شیر آفریدی، بلاول آفریدی او د مسلم لیګ ن خیر مشران سید آغاجان آفریدی او ساجد آفریدی هم موجود وو.

Related Articles

ملګری ملتونو کی د افغان ښځو د غیر موجودګۍ له امله د ژوند ژغورونکو مرستو بهیر له جدي ګواښ سره مخ شوی او د افغانستان زرګونه ضرورت مندې ښځې بې‌مرسته پاتې کېږي

December 9, 2025

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر او فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر ویلي دي چې افغانستان ته مو روښانه دریځ وړاندې کړې دې، یا دې له خوارجو سره ودریږي او یا پاکستان سره

December 8, 2025

امریکا حکومت د هغو کسانو ګرین کارتونه چې د “اړوند هېوادونو” اتباع دي، د بیا ارزونې پرېکړه کړې، چی پکې افغانستان هم شامل دي

December 8, 2025

سیګار راپور وایی چې ناقانونه ګرځولې ډله تحریک طالبان پاکستان افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري او القاعده ډلې سره ګډ ټریننګونه کوي

December 8, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *