تازه خبرونه

پاکستان لوري افغان زلزله ځپلو سره مرستې دوام لري

نن په تورخم پوله د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف لوري وفاقي وزیر امیر مقام افغان چارواکو ته زلزله ځپلو لپاره مرستې وسپارلې

1 min read

افغان قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر له پاکستانه ځانګړې مننه وکړه.

وفاقي وزیر انجنیر امیرمقام له پاکستان لوري مرستې افغان چارواکو ته وسپارلې او ژمنه وکړه چې پاکستان ته تل د افغان ورونړو سره مرستو ته دوام ورکړي

September 4, 2025

تورخم: د پاکستان حکومت د افغانستان د زلزلې له اغېزمنو شویو سره د مرستې لپاره ۱۰۵ ټنه امدادي سامان نن د زیارت په تورخم پوله افغان چارواکو ته وسپاره  څو د تباه کوونکې زلزلې له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشي .

نن په تورخم پوله ددې انساني مرستو افغان چارواکو ته سپارلو په لړ کې یوه غونډه ترسره شوه، په غوڼده کې افغان سفیر او ورسره نورو اړوند افغان چارواکو ګډون وکړو.

د پاکستان لوري د وزیراعظم شهباز شریف په لارښوونه دا مرستې وفاقي وزیر انجنیر امیر مقام او نورو اړوند چارواکو افغان چارواکو ته وسپارلې.

په دې موقع په پیښور کې افغان قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر  له پاکستانه ځانګړې مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې افغان زلزله ځپلو سره مرستې وکړې.

افغان  قونصل جنرل مهمه غوښتنه

په دې موقع افغان قونصل جنرل له پاکستان غوښتنه وکړه چې د افغان مسافرو او افغان رنځورانو په اړه چې کومې ژمنې مونږ سره شوي، باید پاکستاني چارواکي هغه عملي کړي او په پوله  افغان مسافرو او رنځورانو لپاره اسانتیاوي ورکړي.

دا غوښتنه ی هم وکړه چې په  تورخم بارډر د ډیر رش له امله دې سکینر او نور رجسټریشن سهولت هم په لنډي کوتل کې قایم د افغان مهاجرینو لپاره جوړ مرکز کې ورکړل شی چې افغان مهاجرینو په اسانۍ سره افغانستان ته له تورخم لارې داخل شي.

افغان چارواکي دا غوښتنه هم وکړه چې پاکستاني چارواکې دې د کونړ زلزله ځپلو او نور افغان مسافرو په اړه خپلې ژمنې هم پوره کړي او په تورخم پوله دې ورته اسانتیاوې ورکړي ترڅو دوی پاکستان ته د علاج لپاره راشي.

نوموړي بیا تکرار کړه چې پاکستاني چارواکې دې د افغان مسافرو او رنځورانو لپاره په بارډر اسانتیاوې ورکړي او خپلې ژمنې دې پوره کړي.

.

پاکستان لوري انتظامی او نور اړوند چارواکو لوري هم افغان زلزله ځپلو په اړه د خواشینۍ پیغامونه ورکړل شول او دوی ژمنه وکړه چې د پاکستان مرستې به افغان زلزله ځپلو سره دوام وکړي.

پراخ امدادي پکیج او ډیپلوماتیکې اړیکې

امدادي کڅوړه په بشپړ ډول داسې طرحه شوې چې د زلزله ځپلو عاجلې اړتیاوې پوره کړي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، پکې خوراکي، خیمې، کمپلې، توشکونه او درمل شامل وو. .

خیمې او کمپلې د هغو کورنیو لپاره خورا اړینې دي چې بې‌سرا پناه دي، ځکه لږ تر لږه د هوا له خرابۍ یې ساتي. طبي مرستې به د ټپیانو د درملنې او په اغېزمنو سیمو کې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره مرسته وکړي. دغه بشردوستانه اقدام د پاکستان د پراخې ډیپلوماتیکې او امدادي پروګرام یوه برخه هم ده. د حکومت په کچه، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له خپلو افغان سیالانو سره اړیکې ټینګې کړې ، څو ډاډ ورکړي چې پاکستان او اولس ی په دې سخت وخت کې    د خپلو افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ دي.

Related Articles

د افغانستان علماوو وروستۍ فتوا، د طالبانو د ظرفیت محدودیت او د سیمې ګډې اندېښنې د کړکېچ نوې پښتنی راپورته کوي

December 11, 2025

د پیښور تاریخي جومات مسجد مهابت خان خطیب په یو بیان کې ویلي دي چې د افغانستان دیني عالمانو او افغان طالبانو دا پریکړه ستایی چې اعلان ی کړې دې چې هغه کسان دې باغي وګرځول شی چې بغیر د امیر اجازت نورو هیوادونو ته جګړې لپاره ځي

December 11, 2025

د نړيوالو بشري حقونو په ورځ نړی وال هېوادونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو پاليسۍ د سولې او امنيت لپاره مستقيم ګواښ دی.

December 11, 2025

د بشري حقونو په نړیواله ورځ، یوناما له نړیوالې ټولنې د لا زیات تعامل غوښتنه کوي – له ۵۶ ډېر هېوادونه د افغانستان د وضعیت په اړه ګډ اعتراض څرګند کړی چی بشری حقونو ته پام لرنه اوکړي

December 11, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *