تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

د خپور رپورټ ترمخه تیره میاشت په بنو کې د ټولو زیاتې ۴۲، شمالي وزیرستان کې ۱۵ ، جنوبي وزیرستان ککې ۱۴ ، دیر کې ۱۱، ډي آیی خان او کرمه کې ۸، ۸ پیښې مخې ته راغلې
اته ترهګر له منځه وړل لویه بریا ده

کارپوهان وایی چې ترهګرو پرله پسې فعالیتونه او بریدونو ثابتوي چې ترهګر وس هم په دې هیواد کې د ترهګرۍ کولو بشپړه پلان ترتیبوي او په وړاندې ی وړي

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پیښو په اړه یو مهم راپورټ جاري شوې دې.

خیبرپښتونخوا کې د تېرو اتو میاشتو په موده کې د ترهګرۍ  ۶۰۵ پیښې شوي دي ، په دې پیښو کې ۱۳۸ عام وګړي شهیدان شوي دي، ۳۵۲ ټپیان شوي .

په رپورټ کې وایی چې روان کال کې ۷۹ پولیس اهلکار هم په ترهګریزو پیښو کې ژوند له لاسه ورکړې دې او ۱۳۰ نور پولیس اهلکار ټپیان شوي دي.

سي ټي ډي رپورټ کې زیاتوي چې تیره میاشت د ترهګرۍ  ۱۲۹ پیښې رپورټ شوي او په دې پیښو کې ۱۷ عام وګړي شهید او نور ۵۱ ټپيان شوي دي. په دې رپورټ کې وایی چې ترهګرو سره په نښتو کې ۱۳ پولیس شهیدان او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د خپور رپورټ ترمخه تیره میاشت په بنو کې د ټولو زیاتې ۴۲، شمالي وزیرستان کې ۱۵ ، جنوبي وزیرستان ککې ۱۴ ، دیر کې ۱۱، ډي آیی خان او کرمه کې ۸، ۸ پیښې مخې ته راغلې .

دلته دا هم مهمه ده چې وړمه ورځ په بنو کې د ایف سي په لویه دروازه ځانمرګي برید هم ترسره شو او یو شمیر ترهګر د ودانۍ دننه داخل شو.

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پی آر ترمخه  امنیتي ځواکونو ۱۰ ساعته جګړې ورسته ټول ۶ ترهګر  له منځه یوړل او ۶ امنیتي سرتیرې هم شهیدان شول.

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *