تازه خبرونه

افغانستان ملي لوبډلې ټي ټونټي سیالۍ کې پاکستان له ماتې ورکړې

پاکستان ټي ټونټي ټیم په لومړي میچ کې افغان لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړې وه
افغانستان ملي لوبډلې ټي ټونټي سیالۍ کې پاکستان له ماتې ورکړې

ه دې سیالۍ کې د افغانستان ابراهیم زدران ۶۵ او صدیق الله ۶۴ منډې جوړې کړې

په شارجه کې جاري درې اړخیزې شل‌اوریزې سیریز څلورم لوبه کې افغانستان د پاکستان پر وړاندې بریا خپله کړې ده او پاکستان ته په ټي ټونټي سیالۍ کې ماتې ورکړې ده.

په شارجه کې د ټورنامنټ په څلورم میچ کې افغانستان د پاکستان لوبډله ته د ۱منډو په

توپیر ماتې ورکړه

افغانستان د ټاس په ګټلو سره لومړی د بیټینګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو

کې ی د ۵ ویکټو په زیان ۱۶۹ منډې جوړې کړي. په دې سیالۍ کې د افغانستان ابراهیم زدران ۶۵ او صدیق الله ۶۴ منډې جوړې کړې.

همدارنګه صایم ایوب په ۴ اورونو کې یوازې ۱۸ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې تر لاسه کړه، فهیم اشرف ۴ افغان لوبغاړي وسوځول. .

د افغانستان د ۱۷۰ منډو هدف په ځواب کې د پاکستان ټیم په ۲۰ اورونو کې د ۹

ویکټو په سوځېدو ۱۵۱ منډې جوړې کړې ، حارث ۳۴، فخر زمان ۲۵ ، سلمان آغان ۲۰ او فرحان ۲۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري فضل حق فاروقي، راشد خان، محمد نبي او نور احمد هر یو ۲ ـ ۲ ویکټې ترلاسه کړې .

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې په شارجه د درې اړخیز سیریز په ټي ټونټي سیالیو کې پاکستان په خپل لومړي میچ کې افغان لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړې وه.

دلته دا هم باید یادونه وشي چې افغانستان ټیم دا بریا په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې په کونړ او ننګرهار کې زلزلې له امله تر ۸۰۰ زیات افغان وګړي شهیدان شوي دي چې ښایی دا سیالي ګټل به د غمځپلو افغان کورنیو په مخونو خوشحالي راولي

Related Articles

اسټرالیا له افغانستان سره د ۵۰ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی چې تمرکز یې پر ښځو او د هغوی پر بنسټیزو اړتیاوو دی.

January 30, 2026

د افغانستان مهاجرنیو د ثبت کمیټه وایی چې پرون ۲۴۶۹ افغان مهاجرین چې له پاکستان راستانه شوي وو په خوندي توګه ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته ولیږدول شو

January 30, 2026

ډاکټر امجد علي د فبروري پر ۳مه د شخصي حېثیت په توګه الیکشن کمیشن ته طلب شوی

January 30, 2026

د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته، طالبانو د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو دروازې وتړلې. له شپږم ټولګي پورته نجونې اوس له زده‌کړې محرومې دي، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له دې حقه بې برخې دي.

January 30, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *