تازه خبرونه

چین کې د شانګهایی همکاریو سازمان مهمه غونډه پیل شوې ده

په دې مهمه غونډه کې د پاکستان،چین ،روس او ایران سره سره د نړۍ ۲۰شلو هیوادونو مشران ګډون کوي
چین کې د شانګهایی همکاریو سازمان مهمه غونډه پیل شوې ده

د غونډې په ترڅ کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نړۍ مهمو مشرانو سره لیده کاته کړې دي او یو بل ته ی ستړي مشي ویلي دي

د چین د تیانجن په ښار کې د شنګهای همکارۍ سازمان د مشرانو سرمشریزه پیل شوې ده
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د غونډې لپاره ورسېدلې او د چین ولسمشر شي جین پینګ په تود هرکلي سره بدرګه کړ

د پرانیست غونډې پر مهال د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د نورو هېوادونو مشران هم حاضر وو. د غونډې له پیل وړاندې د غړو هېوادونو مشرانو ګډ انځور واخستلو

مهمه ده چې په دې مهمه غونډه کې د ګډون لپاره د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان هم تیانجن ته رسېدلی دی

د چین ولسمشر خبرې او د شپې ډوډۍ


ولسمشر شي جین پینګ په خپلو خبرو کې وویل، د غونډې مهم مأموریت د ټولو غړو تر منځ یو والۍ او ورورولي رامنځته کول دي او د همکاریو د بهیر پیاوړتیا او د پرمختګ لپاره د عمل یو ګډ نقشه جوړول دي. هغه د ګډونوالو په ویاړ کې عشایه ، د شپې ډوډۍ هم ورکړه او د کلتوري پروګرام ننداره هم وشوه.

ټاکل شوې چې د غونډې په دویمه ورځ د غړو هېوادونو مشران ویناګانې وکړي. شهباز شریف به د پاکستان دریځ وړاندې کړي، د نړیوالو ستونزو یادونه به وکړي او د سیمې د ثبات او همکاریو لپاره د

شنګهایی همکاریو سازمان د رول پیاوړتیا وړاندیز به وکړي

د شهباز شریف مهمې لیدنې


شهباز شریف د پرانیستې غونډې پر مهال له پوتین سره لنډه ستړي مشي او خبرې وکړې. همداراز هغه د ترکیې له ولسمشر اردوغان سره ځانګړې لیدنه وکړه چې پکې د فلسطین د خرابېدونکي وضعیت، د پاک–ترک دوه اړخیزو اړیکو او د سیاسي، اقتصادي او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وشوې.
په تیانجن پوهنتون کې د استادانو او زده کوونکو سره په خپله وینا کې شهباز شریف وویل: “چین د خپل خلکو د فقر له منځه وړلو په برخه کې نړۍ ته یو ماډل وړاندې کړی دی. د فقر له منځه وړل زموږ د حکومت لومړیتوب دی.” هغه زیاته کړه چې د پاکستان ۶۰٪ نفوس ځوانان دي او شاوخوا ۳۰ زره پاکستانی محصلین په چین کې زدکړې کوي
شهباز شریف به د سپټمبر په ۴مه په بیجینګ کې د پاک–چین پانګونې غونډې مشري وکړي او له سترو سوداګریزو مشرانو سره به لیدنې وکړي.

د چین ولسمشر په نړیواله کچه خبرې


د شانګهایی همکاریو سازمان د غونډې په ترڅ کې شي جین پینګ ویلي چې یوازې د “سیمه‌ییز امنیت او ثبات” ساتنه نه ده، بلکې د غړو هېوادونو د پرمختګ او سوکالۍ د ودې لوی مسؤلیت هم ور اضافه شوی دی. د شینهوا خبر له مخې، هغه څرګنده کړه چې دا سرمشریزه د ټولو غړو تر منځ یووالې او پر همکارۍ د نوې انرژۍ راوستلو مهم مأموریت ترسره کوي. د هغه په وینا، د ګډو هڅو په نتیجه کې به لا بریالۍ شي، د غړو تر منځ به یووالی زیات کړي او ایس سي او به د سیمې په پرمختګ کې لوی رول ولوبوي

د مودي او شي لیدنه


د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم له اوو کلونو وروسته لومړی ځل د په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی. هغه له شي جین پینګ سره په کتنه کې ویلي، نوي ډیلي د چین سره د اړیکو د ښه کولو لپاره ژمن دی. دواړو هېوادونو پرېکړه کړې چې د سرحدي اختلافاتو د اوږدمهالې لانجې پر ځای د همکارۍ نوې فضا رامنځته کړي.
مودي وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د هیمالیه پر لانجمنه پوله اوس “امن او ثبات” رامنځته شوی، حال دا چې په ۲۰۲۰ کې دلته خونړي نښتې شوې وې

د هندي پروپاګند بې نقابه کېدل

د شانګهایی همکاریو سازمان اصلي مقصد او سیمه‌ییزه ګډه امنیتي همکاري، پرمختګ او ثبات دی، خو هندوستان هڅه وکړه چې دغه غونډه د پاکستان پر ضد د پروپاګند وسیله وګرځوي. هندي رسنیو هڅه وکړه چې ترهګري له پاکستان سره وتړي، حال دا چې دا موضوع له وړاندې د د اجنډا برخه ده. د پاکستان پلاوي په څرګندونو کې وویل چې د سیمې ریښتیني ننګونې فقر، افراطیت او اقتصادي پرمختګ دي .

د ایس سي او شنونکي وایی چې د پاکستان دریځ له مقاصدو سره په بشپړه توګه سمون لري او د همکارۍ پر ځای د تورونو لګول د وخت ضایع ده.

د چین او نورو غړو هېوادونو استازو هم د پاکستان دریځ تائید کړ او څرګنده یې کړه چې دوی به د یو هېواد د پروپاګند وسیله نه ګرځي.

کارپوهان زیاتوي، هند د همکارۍ پر ځای د ټکر لاره غوره کړې چې نه یوازې د هغه نړیوال حیثیت ته زیان رسوي، بلکې په ډیپلوماتیک ډګر کې یې بار بار د شرمندګۍ لامل کېږي. د هغوی په وینا، پاکستان تل د سولې، پرمختګ او سیمه‌ییزې همکارۍ ملاتړی پاتې شوی، خو هند ددې مثبتو هڅو په برعکس د شخړو او کرکې فضا توده ساتل غواړي

Related Articles

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *