تازه خبرونه

بره دير کښې سيکيورټي فورسز په چيک پوسټ د ترهه ګرو د قبضې کوشش ناکامه کړې شوې،بريد کښې څلور اهلکار شهيد شويدي

کوهاټ کښې په پوليسو حمله،يو اهلکار شهيد،جوابي کاروائۍ په مهال درې ترهه ګر وژلي شوي،ډي آئي خان کښې هم څلور شرخوښي وژلي شويدي
بره دير کښې سيکيورټي فورسز په چيک پوسټ د ترهه ګرو د قبضې کوشش ناکامه کړې شوې،بريد کښې څلور اهلکار شهيد شويدي

بره دير چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو قبضې کوشش ناکامه

د خېبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کښې په سيکيورټي فورسز او پوليسو د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو بريدونه کړي ولې د سيکيورټي فورسز موثره او جوابي کارروائۍ په مهال وسله وال خپل مقصد کښې کاميابيدو ته نه دي پريښودې شوے ۔ د کوهاټ په لاچي تحصيل کښې پايه نومي علاقه کښې شرخوښو د پوليسو په ګاډي حمله کړي وه،د دې حملې په نتيجه کښې اشفاق نومي پوليس اهلکار شهيد شوي او دوه کانسټيلان ژوبل شوي وو ۔ دحملې وروسته بريد ګر نزدې غريزه علاقو کښې پټ شوي وو، د پوليسو جوابي کارروائۍ په مهال درې ترهه ګر وژلي شويدي او دوي د ولقې نه وسله برآمد کړي شويده، حمله کښې ژوبل شوي شفيق او ياسر نومي پوليس اهلکار علاج لپاره کوهاټ هسپتال ته منتقل کړي شويدي ۔

بره دير او بنو کښې د ترهه ګرو بريدونه ناکامه کړي شوي

بره دير کښې د افغانستان د خاورې نه د سيکيورټي فورسز په يو چيک پوسټ د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو د بريد او په چيک پوسټ د قبضې کوشش ناکامه کړي شوېدے ۔ د شپے ناوخته ګڼ شمير ترهه ګرو افغان پولې ته څيرمه د براول تحصيل په سوني دره علاقه کښې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټ د درنې وسله د لارې بريد کړي وو چې پکښې څلور سيکيورټي اهلکار شهيد شوي وو، بريد وروسته ترهه ګرو په ياد چيک پوسټ د قبضې کوشش هم کړي وو ولې د مشواني قبيلې ځوانان وسله په لاس د سيکيورټي فورسز د کومک لپاره راغلي وو چې لوجې ئې بريد ګر تيښته کښې بريالي شويدي، مقامي سرچينو ترمخه په چيک پوسټ حمله کونکي کسان د افغانستان څخه راغلې وو چې ورته د پولې دې اړخ نه هم سهولت کاري او سپورټ ترلاسه وو، سرچينې زياتوي چې حمله کونکي د يو منظم منصوبې د لاندې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټ د قبضې اراده لرله خو د مقامي کلي د مشرانو او سيکيورټي فورسز مشترکه کارروائيو د بريد ګرو ټوله منصوبه ناکامه کړې او دوي واپس د پولې هغې اړخ ته قائم کړي شوي خپل خوندي مرکزونو ته تښتيدلي وو ۔ د افغانستان د خاورې نه د بره دير په سيکيورټي چارواکو بريد په داسې مهال شوي وو چې طورخم پوله باندې تيره شپه د پاکستان او افغانستان پوله ساتونکي اهلکارو ترمينځ ډزو تبادله هم شويده،ځائي سرچينو ترمخه د افغانستان د خاورې نه په شين کنډاؤ چيک پوسټ ډزې شوي وو چې په نتيجه کښې يو سيکيورټي اهلکار شهيد شويدي ۔ د دې حملو دوران د فتنه هند مرستيال ترهه ګرود بنو په ميريان تهاڼه هم د حملې ناکامه کوشش کړي وو، د بنو پوليس چارواکو ترمخه خواؤ شا پنځوس شرخوښو په تهاڼه د سپکې او درنې وسلې د لارې بريد کړي وو ولې د پوليسو موثره او فوري جوابي کارروائۍ دوران د حملې دغه کوشش ناکامه کړې او حمله کونکي د شپے ته تياره کښې په تيښته کښې بريالي شويدي، حمله کښې پوليسو ته څه قسمه ځاني زيان نه دي اوړيدلے ، په ميريان تهاڼه مخکښې هم څو وارې ترهه ګرو بريدونه کړي وو ۔

ډي آئي خان کښې کامياب عمليات،څلور ترهه ګر وژلي شوي

ډيره اسماعيل خان کښې هم سيکيورټي فورسز د کالعدم تنظيم ټي ټي پي د ترهه ګرو خلاف کامياب عمليات کړيدي، د کلاچۍ تحصيل په لوني علاقه کښې د شرخوښو د موجودګۍ په اطلاع سيکيورټي فورسز لټوني آپريشن کړې وو،د عملياتو دوران د ترهه ګرو او سيکيورټي فورسز ترمينځ ډزو تبادله هم شوي وه چې پکښې څلور ترهه ګر وژلي شويدي، وژلي شوي ترهه ګرو کښې د ټي ټي پي مهم کمانډر جهانزيب او د هغه درې نور ملګري شامل وو،دې کارروائۍ دوران دوه سيکيورټي اهلکار هم شهيد شويدي، وژلي شوي کسان په سيکيورټي فورسز او عام کسانو بريدونو کښې ککړ وو او د ترهه ګرۍ په مختلف واقعاتو کښې مطلوب
وو ۔ د دې کسانو د ولقې نه وسله او کارتوس هم برآمد کړي شويدي

Related Articles

د افغانستان حکومت ویاند په یوه مرکه کې ویلي دي چې په تعزیر کې د “ټیټې درجې” مطلب بېوزله خلک نه دي، بلکې هغه کسان دي چې بیا بیا جرم کوي

January 29, 2026

د افغانستان حکومت دا نوې قانون عادلانه بلي خو بل اړخ ته د بشري حقونو استازې وایی چې دا نوې ټولنیزه تګلاره د اسلامي شریعت او نړیوال قانون سره په ضد کې ده

January 29, 2026

د سرچینو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه د دایکندی او ارزګان په پاتو، ګیزاب او تګابدار ولسوالیو کې له لږ تر لږه ۱۵ کلیو څخه شاوخوا ۲۸۰۰ کورنۍ په زور ایستل شوې دي

January 29, 2026

د فلسطین په غزی کې د تل پاتې امن لپاره د امن بورډ کې نور اسلامی هیوادونه هم شامل دي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *