تازه خبرونه

په خوست او ننګرهار بریدونه: د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې شوي

کارپوهان وایي، که افغان لوری یوازې پر تورونو ولاړ دریځ ته دوام ورکړي او د پاکستان اندېښنې له پامه وغورځوي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې به بیا د کړکېچ ښکار شي

1 min read

په خوست او ننګرهار بریدونه: د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې شوي

پاکستان بیا بیا افغان چارواکو ته ویلي دي او ثبوتونه ی ورکړي دي چې افغان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي خو افغان حکومت د ترهګرو په ضد ګام نه اخلي

August 29, 2025

اسلام آباد: په خوست او ننګرهار کې د نامعلومو ډرون بریدونو وروسته د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې بیا ترینګلې شوې دي

د افغان رسنیو او حکومتي سرچینو له مخې د خوست او ننګرهار په ولایتونو کې د نامعلومو ډرون بریدونو له امله ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د دې بریدونو مسوولیت تر اوسه هېڅ ډلې یا دولت نه دی منلی، خو افغان چارواکو سمدستي پاکستان تورن کړې دې

د کابل د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلي چې د پاکستان ناظم‌الامور یې راغوښتلې دې او رسمي احتجاج د هغوی په وړاندې کړې دې

د افغانستان د دفاع وزارت هم په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه د پاکستان کار بللي دي

د پاکستان دریځ او د افغان لوري دوامداره تورونه

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو تازه تورونو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی، خو تر دې وړاندې یې ورته دعوې بې‌دلیله او یو اړخیزې بللې وې. د اسلام‌اباد په وینا په وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ زیاتره پېښې له افغان خاورې سره تړاو لري۔

پاکستاني امنیتي سرچینې وايي چې څو ورځې وړاندې په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان ۶۶ وسله‌وال وژل شوي چې زیاتره یې د افغان تابعیت لرونکي وو. سره له دې، افغان حکومت پر پاکستان د تورونو لړۍ نه ده درولې

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې په سرحدي سیمو کې د ترهګرو په ضد د پاکستان امنیتي ځواکونو اپریشن کې ګنړ شمیر افغان تبع ترهګر اووژل شول چې ددې ترهګرو مړي بیا وروسته افغانستان ته انتقال کړې شول

دا څرګندوي چې د افغان خاوره وس هم د پاکستان په ضد کارول کیږي خو بیا افغان حکومت ددې ترهګرو په ضد هیڅ کوم ګام نه اخلي

د خلیجي مرستو درول او د فساد ادعاوې

په سیمه کې د روانو امنیتي حالاتو تر څنګ داسې راپورونه هم راغلي چې ځینو خلیجي هېوادونو د تحریک طالبان پاکستان د بیا مېشتېدو لپاره ورکړل شوې مالي مرسته د فساد او ناوړه استفادې له امله بنده کړې ده

دیپلوماتیکو سرچینو ویلي دغه پیسې په افغان خاوره کې د ځانګړو ډلو په نور سیمو کې د آبادولو لپاره وې، خو د حساب ورکونې د نشتوالي له کبله یې لړۍ ودرول شوه. د شنونکو په باور دا پرېکړه د سیمې د سختدریځۍ د مالي شبکې لپاره یو لوی ټکان بلل کېږي

د پاکستان اندېښنې او تکراري خبرداري

پاکستان بیا ځل ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره کارېږي. د نیکټا او نورو ادارو د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو راپورونه ښيي چې د پاکستان پر ضد ډېری بریدګر له افغانستان راغلي یا هلته روزل شوي وو

اسلام‌اباد وايي، سره له پرله‌پسې ژمنو، د کابل اداره د ترهګرۍ په مخنیوي کې عملي ګامونه نه دي پورته کړي او همدې موضوع د دواړو هېوادونو اړیکې سختې ترینګلې کړې دي .

شننې او راتلونکی لوری

د خوست او ننګرهار وروستي پېښې او پر پاکستان تورونه نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي بلکې د سیمه ییزې سولې او همکارۍ پر بهیر هم پوښتنې راپورته کوي

کارپوهان وایي، که افغان لوری یوازې پر تورونو ولاړ دریځ ته دوام ورکړي او د پاکستان اندېښنې له پامه وغورځوي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې به بیا د کړکېچ ښکار شي

پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې پر ځای د تورونو، باید دواړه هېوادونه ګډ کار وکړي څو د ترهګرۍ د اوږدمهاله ستونزې لپاره عملي حل ولټول شي.

د دوی په وینا، د ګډو هڅو نشتوالی نه یوازې د دواړو هېوادونو امنیتي وضعیت زیانمنوي بلکې د ټولې سیمې ثبات به هم له ګواښ سره مخ کړي

Related Articles

اسلام‌اباد وایي چې د پولې دواړو غاړو د ناامنۍ سرچینه د TTP خوندي پټ ځایونه دي.

December 10, 2025

این ار ایف وایي برید په دوو مرحلو کی نصب شوي بم او راکټي حملو—کې ترسره شوی او د طالبانو د بټالین د رئیس الارکان هم وژل شوي

December 10, 2025

روس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده او دا ترهګرۍ ډلې ی د افغانستان او ګاونډي هیوادونو لپاره لوی ګواښ بللې

December 10, 2025

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *