تازه خبرونه

هیڅ کوم قوت پاکستان پوځ او قام نه شي سره بیلولې: ډي جي آیی ایس پي آر

ډی جي آیی ایس پي آر ویلي دي چې د فیلډ مارشال په لارښوونه پوځ د ټولو اغېزمنو سیمو د ژغورنې په فعالیتونو کې بوخت دی او د امدادي عملیاتو پر مهال تر اوسه د پوځ دوه سرتېري شهیدان شوي دي.

1 min read

په ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر کې هم هوايي ریلیف عملیات شوي دي.

August 28, 2025

: د آی اېس پي آر وياند لېفټیننټ جنرال احمد شریف چوهدرې ويلي دي چې دا مهال د هېواد په درې سیندونو کې د سیلابي حالت سره مخ یو.

هغه په اسلام‌آباد کې د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ او د این ډي اېم اېم مشر لېفټیننټ جنرال انعام حیدر ملک سره په ګډه خبري ناستې کې وویل چې د پاکستان د پوځ افسران او سرتېري په دې سخته شېبه کې د ولس ترڅنګ ولاړ دي.

لېفټیننټ جنرال احمد شریف وویل چې د فیلډ مارشال په لارښوونه پوځ د ټولو اغېزمنو سیمو د ژغورنې په فعالیتونو کې بوخت دی او د امدادي عملیاتو پر مهال تر اوسه د پوځ دوه سرتېري شهیدان شوي دي. .

هغه زیاته کړه چې په کرتارپور کې د کښتیو له لارې د ژغورنې عملیات روان دي او د قراقرم لویه لاره بیرته پرانستل شوې ده.

په همدې مهال د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ د بارانونو او سیلابي حالت په اړه وویل چې د پنجاب په درې سیندونو کې سیلابي حالت دی او این ډي اېم اې د پنجاب د افتونو د مدیریت ادارې سره په بشپړ تماس کې ده.

د هغه په خبره د ستلج سیند په ګنډا سنګه واله، د چناب سیند په مراله او له مرالې څخه تر هیډ خانکي پورې د اوبو د بهېدنې کچه لوړه شوې ده. په خانکي کې د اوبو جریان د ۱۰ لکه کیوسک نه پورته شوی دی. د قادرآباد پر لور هم د اوبو د بهېدنې زیاتوالي اټکل کېږي او د سیمې چارواکي او ضلعي اداره د خلکو د ایستلو لپاره خبر شوي دي.

هغه زیاته کړه چې این ډي اېم اې پر وخت خبرتیاوې ورکوي، وزیراعظم شهباز شریف هم د سیلاب د وضعیت په اړه غونډه مشري کړې او د مخکېني خبرتیا سیستم د لا اغېزناکولو او د ریلیف فعالیتونو د چټکولو امر یې کړی دی.

وزیر اطلاعات وویل چې این ډي اېم اې خیمې او نور توکي ورکوي. د راوي سیند په جسړ او شاهدره کې وضعیت تر یوه حده ښه شوی دی او ټولې حفاظتي چارې ترسره کېږي. صوبایي حکومت او این ډي اېم اې په ګډه له دې حالاتو سره مقابله کوي.

عطاء تارړ وویل چې وزیراعظم د وضعیت بشپړه څارنه کوي او د راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو د موسم په اړه یې تازه معلومات ترلاسه کړي دي. د مخکېني خبرتیا سیستم ډېر ګټور ثابت شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د وخت په خبرتیا سره د خلکو ایستل ممکن شوي دي. د سیندونو وضعیت په دوامداره توګه څارل کېږي. دا یو ملي غبرګون دی چې پوځ او ټولې ادارې په کې برخه اخلي. په راتلونکو ورځو کې به د خلکو د زیانونو جاج واخیستل شي او د هغوی د بېرته رغونې لپاره ګامونه پورته شي.

ده وویل چې په پنجاب، خیبر پښتونخوا او آزاد کشمیر کې د سیلاب ځانګړي یونټونه فعال دي. یو انجنیر برېګېډ، ۱۹ پیاده یونټونه، ۷ انجینرینګ یونټونه په کار بوخت دي. د پوځ هیلیکوپټرونو ۲۶ پروازونه کړي دي. د عملیاتو پر مهال ۲ سرتېري شهیدان او ۲ ټپیان شوي دي. .

د آی اېس پي آر د وياند په خبره، تر اوسه ۲۸ زره کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي او سیلاب ځپلو ته ۲۲۵ ټنه راشن وېشل شوی دی. له ۲۰ زره زیات خلکو ته طبي سهولتونه هم برابر شوي دي.

هغه وویل چې په کرتارپور کې یو لوی د ژغورنې عملیات روان دي، ۱۰۴ سړکونه پاک شوي دي، په ګوجرانواله کې ۶ د پیادې او ۲ انجنیرینګ یونټونه ځای پر ځای شوي دي. د ورکېنګ باؤنډري هېڅ پوست خالي شوی نه دی. له ملکي ادارو سره په ګډه ۶ زره کسان ایستل شوي دي.

لېفټیننټ جنرال احمد شریف وویل چې په بهاولپور او بهاولنګر کې ۴ یونټونه د چمتووالي په حالت کې دي. په خیبر پښتونخوا کې هم یونټونه او طبي بټالین شته. پوځ او ملکي ادارو ټولې لارې پاکې کړې دي. د بهرنیانو او ترهګرو پر ضد عملیات هم په دوامداره توګه روان دي.

هغه وویل چې په ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر کې هم هوايي ریلیف عملیات شوي دي. د قراقرم لویه لاره او جګلوټ – سکردو سړک هم پرانستل شوی دی. پوځ او د هغه افسران او سرتېري چې په هر ځای کې وی له خلکو ترڅنګ ولاړ دي. .

د آی اېس پي آر وياند وویل چې هېڅ باطل قوت د ولس او پوځ ترمنځ درز نه شي اچولای. د سیلاب په دې حالت کې پوځ شپه او ورځ کار کوي او د قراقرم لویه لاره یې بېرته پرانستلې ده. .

Related Articles

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

December 6, 2025

امنیتي سرچینې وایی په چمن سپین بودلدک سرحد افغان لوري پر پاکستاني مورچو ډزې وشې چې بیا پاکستان ځواکونو هم ددې برید ځواب ورکړو

December 6, 2025

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *