تازه خبرونه

هند په سیندونو کې د اوبو راپریښودو خبردارۍ: پنجاب کې د سیلابي څپو خطره

د هند هایی کمیشن لوری پاکستان ته د سیندونو اوبه پریښودلو په اړه سرکاري مراسله جاري شوې چې د راوي ، چناب او ستلج سیندونو کې به لوی لوی سیلابي څپې تیریږي

1 min read

هند په سیندونو کې د اوبو راپریښودو خبردارۍ: پنجاب کې د سیلابي څپو خطره

د پنجاب په ۶ شپږو ضلعو کې پوځ ځای په ځای شوې دې چې د سیلابي څپو په بیړني حالت کې د په مرستو کې فعال رول ولوبوي

August 27, 2025

د هند له لوري د ورکړل شوو مالوماتو پر بنسټ د چناب او راوي پر بېلابېلو ځایونو د سېلاب خبرتیا، له ۳۸ کلونو وروسته د اوبو ټولو نه زیاته کچه ریکارډ شوې دې، د سرچینو ترمخه د پنجاب یو شمیر سیمې په اوبو کې ډوبې شوي دي.

د انډس واټر کمېشن د هندي های کمېشن لخوا پاکستان ته د سېلاب په اړه د ورکړل شوو نويو مالوماتو پر بنسټ د درياب چناب او درياب راوي پر بېلابېلو ځایونو د سېلاب خبرتیا (فلډ الرټ) جاري کړې ده.

د سیلابي څپۍ تازه صورت حال : خانکي هیډورکس باندې د لوړ سیلاب څپۍ تیریږي، این ډی ایم اې نن په ۱۲ بجې د چناب سیند په خانکي سیمه د لوړ سیلابي څپۍ اطلاع ورکړې ده. په دې ځای ۸اته لکه کیوسک اوبه تیریدلې شی خو وس مهال په دې ۱۰لکه کیوسک سیلابي څپۍ تیریږي، یاده اداره وایی چې په داسې حالت کې دې هیډورکس ته د زیان رسیدلو اندیښنه شته دې.

د سرچینو ترمخه پنجاب حکومت په شپږ ضلعو کې پوځ ځای په ځای کړې چې د ځایی انتظامیه سره د سیلابي څپو په مهال بیړنی مر ستو کې ګډون وکړي.

د سرچینو ترمخه لاهور، قصور، سیالکوټ ،فیصل آباد ،نارووال او اوکاړه کې پوځي اهلکار ځای په ځای شوي.

ځایی انتظامیه وایی دوی د سیلابي څپو په اړه اړوند ادارو او نور اولس ته خبردارۍ ورکړي او دې لپاره ی ضروري ګامونه اخستي دي.

د قدرتي آفتونو په ضد چارې په مخ وړونکې ملکي ادارې ډي ایم اې په یو بیان کې ویلي دي چې هیډمراله، خانکي او ورسره نزدې سیمو اولس دې خوندي سیمو ته لاړ شي.

د پي ډي اېم اې عمومي مشر (ډي جي) عرفان علي کاټهیا د رسنيو سره په خبرو کې وويل، تېره شپه د شاهدرې له سيمې يو ستر سېلابي څپه تېره شو او له ۳۸ کلونو وروسته د دريابونو د اوبو کچه تر ټولوزیاته حده لوړه شوې ده. د ده په وينا، د راوي سیند کچه د ۱۹۸۸ کال وروسته په لومړي ځل دومره لوړه شوې ده، چې د سیند سره پراته خلک دې سیمه پریښودلو ته اړ شوي دي. .

هغه زياته کړه چې په راتلونکو دوو تر دريو ورځو کې به د راوي له دريابه يوه بله ستره سېلابي څپه تېره شي، او نن شپه د شاهدرې له سيمې تر منځ د شپې لسو بجو او دولسو بجو يو ستر سېلابي څپه تېرېږي. د ده په خبره، دا وضعيت حتمي يو چلنج دی خو ټول ترتيبات بشپړ شوي او هيله ده چې د انساني تلفاتو مخه ونيول شي.

دلته باید یادونه وشی چې د هند هایی کمیشن لوری پاکستان ته د سیندونو اوبه پریښودلو په اړه سرکاري مراسله جاري شوې وه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د راوي، چناب او ستلج سیندونو کې به نن لوی لوی سیلابي څپې تیریږي.

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *