تازه خبرونه

د مذهب سپکاوې: انجنیر محمد علي مرزا نیول شوې

مرزا په یوه ویډیو کې د مذهب د سپکاوي څرګندونې کړې دي چې سخت غبرګونونه او د ادارې پر وړاندې د اقدام غوښتنې یې راوپارولې دي

1 min read

د مذهب سپکاوې: انجنیر محمد علي مرزا نیول شوې

د مرزا پر ضد د پاکستان د جزا قانون د ۲۹۵-سي مادې لاندې، چې د سپکاوي قانون سره تړاو لري ، تردې قانون لاندې د هغه په ضد ایف آیی آر درج شوې

August 27, 2025

جېلم پولیسو دیني عالم او ویناوال انجنیر محمد علي مرزا نیولی دی او د عامه نظم ساتلو، د درېیمې مادې قاون،۳ ایم پی او له مخې یې د ۳۰ ورځو لپاره نظر بند کړې

چارواکي وايي، دغه ګام د هغه له وروستیو څرګندونو وروسته پورته شوی چې د مذهبي ډلو پراخه نیوکې یې راوپارولې. د هغه اکاډمي چې په ماشین محله کې موقعیت لري هم تړل شوې څو هلته غونډې او فعالیتونه محدود شي

د مرزا پر ضد د پاکستان د جزا قانون د ۲۹۵-سي مادې لاندې، چې د سپکاوي قانون سره

تړاو لري ، تردې قانون لاندې د هغه په ضد ایف آیی آر درج شوې،

همدارنګه د الکترونیکي جرمونو د مخنیوي قانون اړوند مادې هم د هغه په ضد ایف آیی ار کې شاملې دي. په شکایت کې ویل شوي چې هغه په یوه ویډیو کې د مذهب د سپکاوي څرګندونې کړې چې سخت غبرګونونه او د ادارې پر وړاندې د اقدام غوښتنې یې راوپارولې. چارواکو تایید کړې چې د هغه نیونه د هغو مذهبي ډلو تر زیاتېدونکي فشار وروسته وشوه چې مظاهرې یې کړې او د قانوني اقدام غوښتنه یې کوله

د مرزا نیونه د بیان ازادۍ او د عامه نظم د ساتنې ترمنځ د توازن پر سر بحثونو ته وده ورکړې. مرزا چې په یوټیوب کې د خپلو ویډیويي درسونو له امله پراخه فالوورز لري، تل یو متضاد او لانجمن شخصیت ګڼل شوی دی

مهمه ده او باید یادونه وشی چې د هغه نظر بندي یو ځل بیا د پاکستان د سپکاوي قانون د رنړا لاندې تر تودې موضوع لاندې راغلې دې. . د بشري حقونو مدافعین اندېښنه ښيي چې داسې قوانین د مخالفو غږونو د چوپولو لپاره کارېږي، خو د دې اقدام پلویان استدلال کوي چې دا د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اړین و

اوس مهال مرزا د ۳۰ ورځو لپاره په بند کې دی، خو د قانوني چارو کارپوهان وايي چې دا موده د پلټنو د پرمختګ او د محکمې د پرېکړو له مخې نوره هم اوږدېدای شي

دا قضیه په ټول هېواد کې په نږدې ډول څارل کېږي ځکه چارواکي د دیني عالم پر ضد د قانوني ګامونو ارزونه کوي په داسې حال کې چې حساسیتونه زیات شوي دي.

Related Articles

د امنیتي سرچینو ترمخه ځانمرګي برید ګر میران شاه سره نزدې بویا سیکوریټي کیمپ سره د بارودو ډک ګاړي ته چاودنه ورکړه – څلوريامنیتي سرتیرې معمولي ټپیان شوي

December 19, 2025

د پاکستان اقتصادي پرمختګ په اړه ایی بی ای او ایس بي پې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر سروې ښيي چې د کاروباري باور ۵۳ اعشاریه ۴ فيصدي ته زیات شوی

December 19, 2025

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د اندس د اوبو تړون بشپړه بحالي او عملي کېدل یقیني کړي

December 19, 2025

د صحت محکمې ، این ایی ایچ په وینا ، انفلوئنزا اې نوې جینیاتي بڼه راڅرګنده شوې بایید خلق احتیاط ورکړی

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *