...

په طالب مشرانو بندیزونه: د متقي هند ته سفر لغوه شوې

په نړۍ کې روس هغه لومړۍ هیواد دې چې د اسلامي امارت حکومت ی په رسمي توګه د پیژندلو پریکړه کړې ده
په طالب مشرانو بندیزونه: د متقي هند ته سفر لغوه شوې

د طالبانو پر مشرتابه د ۱۹۹۰ لسیزې له وروستیو او ۲۰۰۰ کلونو له لومړیو راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو له امله سفري بندیز دې

کابل: د امو خبري شبکې د سرچینو په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دا میاشت په وروستیو کې هند ته خپل ټاکل شوی سفر لغوه کړی، ځکه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ده د سفر بندیز کې د معافیت غوښتنه رد کړې ده. .

کارپوهان وایي چې دا پرېکړه د طالبانو لپاره یوه ستره دیپلوماتیکه ماتې ده، ځکه ښيي چې نړیوال بندیزونه لا هم د دوی حکومت د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو له جوړولو منع کوي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې څو میاشتې وړاندې روس اعلان وکړو چې دوی د افغانستان اسلامي امارت حکومت په رسمي توګه د پیژندلو پریکړه کړې ده.

سیاسي او امنیتي چارو پوهان وایی چې د روس لوري د طالبانو حکومت په رسمي پیژندل د افغان حکومت لپاره لویه بریا ده.

د امیر خان متقي د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې د هند سفر د طالبانو لپاره یو مهم ګام بلل کېده، ځکه چې دوی غوښتل له سیمې یو ستر جمهوریت او ځواک سره رسمي دیپلوماتیک اړیکې ټینګې کړي. خو کله چې د امنیت شورا د سفر بندیز معافیت رد کړ، نو نوي ډیلي خپله بلنه بېرته واخیسته . .

د ملګرو ملتونو کلک دریځ
د طالبانو پر مشرتابه د ۱۹۹۰ لسیزې له وروستیو او ۲۰۰۰ کلونو له لومړیو راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو او ترهګرۍ په تور د سفر بندیز او د شتمنیو کنګل لګول شوي دي. .

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی چې امنیت شورا د امیر خان متقي د سفر غوښتنه ردوي او له دې وړاندې یې ټاکل شوی د پاکستان سفر هم د همدې لامل له کبله لغوه شوې دې. .

په دې اړه شنونکي زیاتوي چې دا پرله‌پسې لغوه شوي سفرونه ښيي طالبان په خپله بهرنۍ تګلاره کې د توازن ساتلو له ستونزو سره مخ دي. سره له دې چې له هند او پاکستان سره د طالبانو غیر رسمي اړیکې د سوداګرۍ، ترهګرۍ ضد او بشري مرستو په اړه روانې دي، خو نړیوال حقوقي او دیپلوماتیک چوکاټ لا هم د دوی پر وړاندې ستر خنډ دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د مشر محب‌الله وثیق په مشرۍ یو پلاوی هند ته سفر کړی و. په هغه مهال د هندي چارواکو هڅه وکړه چې نړیوال اصول په پام کې ونیسي او د طالبانو له حکومت سره یې د رسمي دیپلوماتیک پروتوکول د تطبیق څخه ډډه وکړه

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.