تازه خبرونه

باجوړ کښې اپریشن وروسته یو شمیر سیمې له ترهګرو پاکې کړې شوې

ځایی انتظامیه وایی چې له ترهګرو پاکې شوې سیمو کښې وس اولس کولې شي واپس خپلو کورونو ته راشي
په باجوړ کښې ناامني او د امن لپاره د مشرانو هڅې

باجوړ کښې سربکف اپریشن وروسته علاقه له ترهګرو پاکه شوه

باجوړ: امنیتي ځواکونو پنځه سیمې له ترهګرو څخه بشپړه پاکې کړې او حکومتي واکمي په دې سیمو کښې بحال کړې شوې ده

د باجوړ ضلعې ادارې د معلوماتو له مخې امنیتي ځواکونو د باجوړ د سېریې کلان، سري میاګان، لنډۍ کلان، بلال مسجد ترخو او شمشیرګر قلعه ترخو سیمې د ترهګرو له شتون څخه پاکې کړې دي

د ضلعي ادارې په وینا، په یادو سیمو کې اوس حالات عادي شوي او د دولت بشپړه واکمني بېرته ټینګه کړې ده او ددې سیمو امن بحال شوې دې

اداره وایي چې له پاکو شویو سیمو اوسیدونکي کولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي، او ریاست به هغوی ته بشپړه امنیتي ساتنه او هر اړخیزه مرسته برابره کړي

د چارواکو په خبره، د باجوړ نورو اغېزمنو سیمو د بې کوره شویو کورنیو د بېرته ستنېدو بهیر به په پړاوونو کې بشپړ شي

یاده دې وي چې امنیتي ځواکونو څو ورځې وړاندې په باجوړ کې د فتنۀ الخوارج ترهګرو پر ضد عملیات سربکف عملیات پیل کړي وو، له دې وړاندې د صوبایی حکومت له لوري د ځایی مشرانو یوې جرګې وسله والو ډلې سره له سیمې وتلو لپاره خبرې وکړې خو دا خبرې اترې ناکامه شوې او بیا حکومت او امنیتي چارواکو په دې سیمو کښې د اپریشن کولو پریکړه وکړه

Related Articles

د پاکستان لومړي وزیر شہباز شریف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل، څو د دواړو هېوادونو اړیکې او اقتصادي همکاري په ستراتیژیکه کچه نوره هم پیاوړې شي۔

February 25, 2026

شننه ښيي چې د پاکستان تحريک انصاف پلویان په انلاین نړۍ کې ټاکلې همدردي ښيي، د ښځو د حقونو موضوع د سیاسي پیغام رسولو لپاره کاروي، نه د ثابتو اصولو پر اساس.

February 25, 2026

طلال چودري ترکیې ته خپل بریالی سفر بشپړ کړ، د دوه‌ اړخیزې همکارۍ په برخه کې یې د ترهګرۍ ضد، امنیتي، او د مخدره توکو د مخنیوي هڅې پیاوړې کړې

February 25, 2026

د امیسټي انټرنیشنل د سویلې آسیا د بې‌طرفۍ، د کارکوونکو په ټاکنه، او په سیمه‌ییزو راپورونو کې د هندي دولت د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنې راپورته شوي

February 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *